افغان تاجک نفتي حوزه

د "افغان تاجک" د نفت او ګازو حوزې د دوو بلاکونو د استخراج تړون لاسليک شو

مزارشريف ( پژواک ،١٦ تله ٩٢) : له درېيو کمپنيو سره د "افغان تاجک" د نفت او ګازو حوزې د دوو بلاکونو د استخراج تړون لاسليک شو، چې له مخې به دغه کمپنۍ يې ١٢ ميليارد ډالره  پانګونه وکړي.

د افغانستان د کانونو وزرات د پتروليم مشر جليل احمد نن  د بلخ په مرکز مزارشريف کې د تړون د لاسليک په ناسته کې وويل، چې  د افغان تاجک د نفت او ګازو حوزه، د هېواد په  شمال او شمال ختيځ کې له تخار څخه تر جوزجان ولايت پورې پرته ده.

٨ شرکتونه په افغان تاجک نفتې حوزه کې د پانګونې پر شرايطو برابر وپېژندل شول

کابل (پژواک ١٥ چنګاښ ٩١): د افغانستان د کانونو وزارت وايي، د افغان تاجک د نفتي حوزې له ١٢ بلاکونو څخه پر شپږو بلاکونو د پانګونې لپاره اته نړيوال شرکتونه په شرايطو برابر وپېژندل شول.

د کانونو وزارت وياند محمدجواد عمر د چنګاِښ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه شرکتونه د متحده عربي اماراتو، امريکا متحده ايالتونو، کويټ، هندوستان، پاکستان، برازيل، تايلنډ او ترکيې هېوادونو اړوند دي.

د افغان تاجک نفتي حوزه ٣١زره کيلومتره مربع مساحت لري

کابل (پژواک ٢٩ سلواغه ٩٠): د افغان تاجک د نفتي حوزې مساحت ٣١زره کيلومتره مربع تثبيت شوى او ټاکل شوه ده، چې د دې حوزى اکتشاف او استخراج د کب په ١٧مه نړيوالې داوطلبۍ ته وړاندې شي.

دغه څرګندونې د افغانستان د کانونو وزارت اړوند د شمالي سيمو د هايډرو کاربن د سروې مشر انجنير نظرمحمد پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه وويل، چې د يادې حوزې مساحت د يوې کاناډايي کمپنۍ له خوا تثبيت شوى دى.

سرچينې زياته کړه، چې د نفتو د دې حوزې ختيځ ته د هندوکش غرونه، لوېديځ ته د امو سيند يوه برخه، شمال ته امو سيند او جنوب ته د بلخ ولايت د البرز غرونه پراته دي.

د افغان تاجک نفتي حوزه نړيوالې داوطلبۍ ته وړاندې کېږي

کابل (پژواک ٢٢ سلواغه ٩٠): د افغانستان د (افغان تاجک) په نفتي حوزې کې د شته نفتي توکو د کچې معلومولو کار روان دى او په پام کې ده، چې د کب په ١٧مه نړيوالې داوطلبۍ ته وړاندې شي .

دغه څرګندونې د افغانستان د کانونو وزارت وياند جواد عمر د سلواغې په ٢٢ مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.

دغه نفتي حوزه د هېواد په شمال او شمال ختيځو سيمو کې موقعيت لري.

جواد عمر وويل، په دغو نفتي حوزه کې د نفتو د کچې د معلومولو کار د يوې کاناډايي کمپنۍ له خوا د مرغومې په ١٧مه پيل او د کب په ١١مه به پاى ورسېږي.

په تخار کې پنځه کسان د ډبروسکرو د غاز له امله مړه شول

 تالقان (پژواک ١٨ليندۍ ٩٠): پرون شپه د ډبرو سکرو دغاز د مسمومېدو له امله په تخار ولايت کې پنځه تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

دتخار ولايتي روغتون مشر حبيب الله رستاقي پژواک خبري اژانس ته وويل،چې ياده پېښه دتالقانو ښار لوېديځ لورته د پل کلان د سيمې  دتېلو په يوه ټانک کې رامنځ ته شوې ده.

 د سرچينې دمعلوماتو له مخې، يادو پنځو کسانو د ٢٥ او ٣٥ کلونو ترمنځ عمرونه درلودل او ياد روغتون ته راوړل شوي.

د نوموړي په وينا، دا پنځه کسان د سکرو ډبرو دمسموميت له امله،چې په بخارۍ کې يې ايښي و ، د تېلو دټانک په خونه کې مړه شوي دي.

Give us a call on +93 20 220 1814