د کانونو او پټروليم وزارت د مرستيالانو پېژندنه

۱- د جامدو کانونو د تنظيم او انسجام چارو مرستيال  پېژندنه:

انجنير نصيراحمد درانى د شهيد حاجي شاه محمد زوى، د لوګر ولايت د محمداغې ولسوالۍ د پل کندهاري قريه اوسېدونکى، چې په ١٣٣١ لمريز کال کې  زيږيدلى دى.

درانى له ۱۳۳۸ څخه تر ۱۳۴۶ کال پورې خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې د محمداغې منځني ښوونځي کې ترسره کړي او ۱۳۴۹ لمريز کال کې د کابل د ثانوي تخنيک  ليسې  څخه  د برېښنا په څانګه کې د بکلوريا سند تر لاسه کړی دی.

نوموړى په ۱۳۵۴ لمريز کال کې د  کابل پوهنتون د انجنيرۍ پوهنځي ميخانيک څانګې څخه فارغ او په ۱۳۶۷ لمريز کال کې امريکا ته ولاړ او هلته يې په نبراسکا پوهنتون کې د يو کال لپاره په دې  څانګه کې زده کړې ترسره کړې دي.

دغه راز درانى له ۱۳۵۹ کال  راهيسې د کانونو او پټروليم په وزارت کې د پانګونې عمومي مدير په توګه درې کاله دنده ترسره کړه، چې وروسته بيا په ۱۳۶۲کال کې په ياد وزارت کې د اقتصادي او تخنيکي څيړنو د بورد عمومي مدير په حيث دوه کاله دنده پر غاړه واخيسته، چې بالاخره په کې پاکستان ته مهاجر شو.

نوموړى په ۱۳۶۴ لمريزکال کې په پيښور ښار کې د VITA په نوم موسسه کې  د تخنيکي مشاور په توګه په دنده مقرر او په دې موسسه کې نږدې اته کاله يې خپله دنده سرته ورسوله، چې بيا په ۱۳۷۲ لمريز کال کې په فوايد عامې  وزارت کې د اداري رييس په توګه مقرر شو.

 نصيراحمد په۱۳۷۴ کال کې په پيښور کې د وسپنې ويلي کولو فابريکې مدير په توګه دنده ترلاسه کړه، چې په دې دنده اته کاله پاتې شو، چې بيا له ۱۳۸۲ څخه  تر  ۱۳۸۴ لمريز کال پورې د انګلستان د انرژۍ بازارموندنې او فرانسوي سوپر ګاز کمپنيو سره د افغانستان د انرژۍ د سکتور د ارزيابۍ د پروژې مدير په توګه يې دنده ترسره کړه.

درانى له ۱۳۸۹ لمريز کال راهيسې د کانونو او پټروليم وزارت کې د جامدو کانونو د تنظيم او انسجام چارو مرستيال  په توګه دنده ترسره کوي.

۲- د مالي او اداري مرستيال  پېژندنه

انجنير عبدالجميل حارس د جمال الدين زوى د بدخشان ولايت مرکز فيض اباد ښار اوسېدونکى دى او په ۱۳۵۴ لمريز کال کې زيږيدلى دى.

نوموړى په ۱۳۷۱ لمريز کال کې د کابل حبيبي ليسې څخه او په ۱۳۷۸ لمريز کال کې د کابل پوهنتون د انجنيرۍ له پوهنځي څخه  فارغ شوى دى.

حارس تر هغه وروسته په يوه خصوصي پوهنتون کې د ادارې او تجارت څانګې کې  د يو کال  لپاره زده کړې وکړې او بيا د اقتصادي پاليسۍ په برخه کې د امريکا متحده ايالاتو په ويليامزماساچست پوهنتون کې يې ماسټري ترلاسه کړه.

نوموړى په ار ډي اى دفتر کې د همکار په توګه، په ERAA  موسسه کې ساحوي انجنير په توګه، پاملرنه موسسه کې د راپور ورکولو د مامور په توګه، په UNDP  کې د انکشافي بوديجې د مسوول په توګه، د افغانستان دکليوالي سيمو همکار(SRDMO) په نوم موسسه کې د معلوماتو د تنظيم او راپور ورکولو لوړرتبه مامور په توګه دندې ترسره کړې دي.

حارس همداراز په UNDP  نړيواله موسسه کې د طبعي زيرمو او پرمختيايي سکتور عمومي مسوول په توګه او په اسيايي پرمختيايي بانک کې د پروژو د تطبيق د مسوول په توګه دنده ترسره کړې ده.

حارس له  ۱۳۹۲ لمريز کال راهيسی  د کانونو او پټروليم وزارت د مالي او اداري مرستيال  په توګه  دنده ترسره کوي.

Give us a call on +93 20 220 1814