محمد اکبر بارکزى په ۱۳۳۹ لمريز کال کې د بغلان ولايت کې زيږيدلی دی او په ١٣٥٧ لمريز کال کې په بغلان کې د زراعت له ښوونځي څخه فارغ شوى دی .
نوموړى د د ۱۳۹۲ لمريز کال د لړم مياشتې په لومړيو کې د ولسمشر د فرمان له مخې، د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست وټاکل شو.
تر ده وړاندې وحيدالله شهراني د وزير په توګه دنده ترسره کوله ، چې په ولسمشريزو ټاکنو کې د سيالۍ په موخه يې له دندې استعفا وکړه.
بارکزى د کانونو په وزارت کې يو کلنه تجربه هم درلوده. نوموړى تر دې وړاندې د فوايد عامې وزارت د مرستيال په توګه دنده ترسره کوله.
بارکزى همداراز د اوبو او برېښنا وزارت مرستيال او د بغلان او غزني والي هم پاتې شوى دى.
بارکزى د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي ته منسوب دى
Give us a call on +93 20 220 1814