د کانونو او پيټروليم وزارت پېژندنه

 سره له دې چې د هېواد اساسي قانون د نهمې مادې پر بنسټ په هېواد کې ټول شته کانونه او هايدرو کاربونونه د افغان دولت په بشپړ واک، کنټرول او مطلق انحصار کې دي، د کانونو او پټروليم وزارت د افغانستان دخاورې په دننه کې د ټولو منرالونو د کنټرول او څارنې مسووليت پر غاړه لري.

د کانونو او پټروليم وزارت، د کانونو، تېلو، ګازو، ساتنې، د کارونې طرز د تنظيم ، تثبيت او مالکيت د کنټرول او په اجاره او قرار داد ورکولو په موخه جوړ شوى او د افغانستان د کانونو په برخه کې د جوزا پاڼو او اجاره پاڼو د صلاحيت ورکولو په برخه کې يوه با صلاحيته مرجع ګنل کېږي.

 د يادونې وړ ده، چې دکانونو وزارت د کوچينو کانونو د کندنکارۍ د قرار دادونو د منظورۍ صلاحيت لري، خو د منځنۍ کچې قرار دادونو منظوري د وزيرانو کمېسيون او د لوړې کچې قرار دادونه بيا د وزيرانو شورا ته پشنهادېږي.

د کانونو وزارت د کانونو قانون د احکامو د پلي کولو په موخه، د يو لوړ دندو او منرالي کړنلارې د طرحې او پلي کولو او په خصوصي سکتور کې په ځانګړي ډول په منرالي برخه کې د پانګونې د ترويج پراختيا صلاحيت لرونکى دى.

 د کانونو او پټروليم وزارت ، چې په کابل کې دى، په تشکيل کې يې درې مرستيالۍ، دوه عمومي رياستونه او څلور خپلواک رياستونه په بېلابېلو برخو کې فعاليت لري او ددې ترڅنګ يې په ولايتونو کې هم رياستونه او مديريتونه شته دي.

د کانونو او پټروليم وزارت مرستيالۍ يا معنيتونه دپاليسي او پروګرامونو، د جامدو کانونو د تنظيم او انسجام چارو او مالي او اداري معنيت څخه عبارت دي.

ددې وزارت په تشکيل کې دوه عمومي رياستونه پټروليم( تېل او ګاز) ادارې عمومي رياست او د جيولوجي او سروې عمومي رياست څخه عبارت دي، ددې ترڅنګ يې خپلواک رياستونه د اطلاعاتو او عامه اړيکو، د دولتي تصديو رياست، د کورني تفتيش رياست او دفتر رياست په نامه يادېږي.

 

الف-د پاليسي او پروګرامونو د معينيت پېژندنه:

ددې رياست په چوکاټ کې د پروګرامونو د پراختيا عمومي رياست، د حقوقي خدمتونو رياست، د پاليسۍ رياست، د تېلو او ګازو سکتور د پراختيا رياست او د منرالونو سکتور د پراختيا رياست لاندې دندې تر سره کوي:

 ١-د پروګرامونو د پراختيا عمومي رياست: دا اداره د تېلو او ګازو د پراختيا رياست، د منرالونو سکتور د پراختيا رياست او اجرائيه مدير راپورونه او معلومات تر لاسه کوي او وروسته يې بيا د پاليسۍ او پروګرامونو رياست ته وړاندې کوي.

ددې ترڅنګ دا رياست د رييسانو د لارښودنې، کنټرول ، څارنې او د ټولو کاري پلانونو څخه يې د ډاډ حاصلولو دنده پر غاړه لري، همدارنګه د وزارت په دننه د پروګرامونو د پراختيا او پانګونې رياست د کانونو برخې د پانګونې پروګرامونو د پراختيا سرته رسوي.

 دا اداره مسووليت لري، چې ځينې دندې لکه د کانونو د پانګونې او پراختيا په ساحه کې د روښانه عملي او منځنۍ مودې ستراتيژيک پلان ټاکل، د کانونو د پانګونې د پروګرامونو پراختيايي طرحه، د اړوندې ادارې د پروګرامونو او اهدافو طرحې پلي کول، د اړونده ادارو په چارو څارنه،د پانګونې د پروګرامونو په پراختيايي چارو کې د اړونده ادارې د پلان تنظيم، د پانګونې د اسنادو د سموالي او کيفيت څخه د ډاډ حاصلول، د منرالونو او هايدرو کاربونونو د پانګونې او پروګرامونو پراختيا ، له نورو هغو ادارو او وزارتونو سره د اړيکو ټينګول، چې د منرالونو او هايدرو کاربونونو په برخه کې اغېز لري، د اړوندو رييسانو لارښوونه او د پروګرامونو د پلي کولو پلټنه پر غاړه لري.

 ١-د حقوقي خدماتو رياست: دا رياست دنده لري ، چې د مقررې او کړنلارې د طرحې تسويد له امريت، د حقوقي خدماتو مديريت او اجراييه مدير څخه راپور او معلومات تر لاسه او د پاليسۍ او پلان مرستيال ته يې وړاندې کړي.

 ددې رياست موخې دادي، چې قوانين، مقررې او کړنلارې کنټرول، ترتيب او تنظيم کړي او د کانونو حقوقي خدمتونو موافقتنامې په منظم ډول چمتو او د هېواد د کانونو د کيندنې، استخراج او ګټې اخيستنې په برخه کې اسانتياوې رامځته کړي.

 همدارنګه دا رياست مسووليت لري، چې لاندې دندې او کارونه سرته ورسوي:د پاليسۍ عمومي رياست او پاليسۍ او پراختيا معنيت له پلان سره سم د حقوقي خدماتو رياست د کاري پلان طرحه او ترتيب. د علاقې وړ هېوادونو دکانونو برخې له چارواکو سره کانونو د کيندنې په برخه کې د اسانتياوو لپاره د اړيکو ټينګول او ورسره د خبرو لپاره وړانديز، د کان کيدنې په برخه کې د تړون لاسليک کولو لپاره د بهرنيو هېوادونود چارواکو او پانګوالو سره اړيکه نيول، د ټولو حقوقي موضوعاتو په اړه د کانونو وزارت اړوندو ادارو سره اړيکه، د دولتي او غير دولتي، ملي او نړيوالو موسساتو اړوندو ونډه والو سره د اړيکو را منځته کول او ساتل.

 ٣-د پاليسۍ رياست: ددې ادارې رييس د منرالونو د پاليسيو امريت، د هايدرو کاربونونو پاليسو له امريت، تېلواو ګازو، د اقتصادي پاليسو د تحليل امر او اجراييه مديريت څخه را پورونه او معلومات اخلي او بيا يې د پاليسۍ او پروګرامونو مرستيال وزير ته وړاندې کوي.

 ددې ترڅنګ ياده اداره لاندې د ندې او مسووليتونه هم ترسره کوي: د عمومي رياستونو له پلان سره سم د پاليسۍ رياست د کاري پلان طرحه او ترتيب. د سکتور، پاليسو، پروګرمونو او ارزيابيو د تحليليونو پراختيا او د کانونو وزارت له پاليسۍ سره د ټولو اړوندو برخو اړيکه ټينګول. د کليدي سمهم لرونکو يا ونډه والو سره اقتصادي پراختيا، وده او د اړيکو جوړول. د کانونو وزارت او دولت د لومړيتوبونو، موخو او نظرياتو سره په مطابقت کې د ادارې لارښوونه.د لېوالو هېوادونو د کانونو له چارواکو سره اړيکه او دهغو هېوادونو د کانونو چارو سره د خبرو اترو وړانديز او ترسره کول. د کانونو وزارت د اړوندو سکتورونو د پاليسيو د طرحې او ملاتړ په اړه د ډاډ حاصلول. تر اثر لاندې کارکوونکو مديريت. د رياست د خدماتو د حجم او ارزښت تشخيص او تنظيم او د بوديجوي اړتياوو تشخيص او وړانديز.

 ٤-د تېلو او ګازو د سکتور پراختيا رياست: ددې ادارې رييس د پروژو د پراختيا له امريت، د تېلو او ګازو د پانګونې د هڅونې له مديريت او د اجرائيه مديريت څخه را پورونه ټولوي او پروګرامونو د پراختيا عمومي رييس ته يې وړاندې کوي.

دا اداره خپلو موخو ته د رسېدو لپاره لاندې مسووليتونه لري: د تېلو او ګازو پروژو د پروسې پراختيا، مديريت او کنټرول، په ځانګړي ډول دهايدرو کاربونونو د کمې کچې او د منرالونو لوړې کچې داوطلبۍ ته په ملي او نړيواله کچه د پانګوالو او خصوصي سکتور هڅونه، چې د ګازو او تېلو په برخه کې د سترو کانونو د پانګونې لپاره هڅونه او پراختيا هم په کې شامله ده.

 دا وزارت همدا رنګه دنده لري، چې د تېلو او ګازو سکتور پراختيايي رياست کاري پلان طرحه او ترتيب کړي، د دواړو برخو د پراختيا لپاره اوږد مهالې ستراتيژۍ او کاري پروګرامونه جوړ کړي، د هايدرو کاربونونو( تېل او ګاز) د توکو پروژې وهڅوي، د کان کيندنې د فني راپورونو له ترتيب څخه همغږي، مديريت او کنټرول وکړي او تېلو او ګازو د پروژو د داوطلبۍ لپاره مالي تحليل او تجزيه، د کادستر رياست سره په همکارۍ د داوطلبۍ د قانوني مدارکو ترتيب او چمتو کول.د افغانستان د سروې او جيولوجي له ادارې سره نږدې همکاري، د کان کيدنې صنعت څخه د اطلاعاتو را ټولول او کنټرول.د مرکې تر سره کول، د پروژې دمالي مډالونو، پروسو او ابرزارو رامنځته کول، د کاري اړيکو تامينول، د ځايي ټولنو، افغان او نړيوالو سوداګرو، نورو دولتي ادارو او کليدي شريکانو سره د جوړونکو اړيکو رامنځته کول او پراختيا، د نوې پېښو د ارتباط رامنځته کول او خپرول، د ويبپاڼې، ورځپاڼو او نورو اړيکنو وسايلو له لارې د تېلو او ګازو په برخه کې پراختيا او نوى والى په منظم ډول تر سره کړي.

 ٥-د منرالونو سکتور د پراختيا رياست: دا رياست خپلې دندې د کانونو وزارت د پاليسۍ او پروګرامونو معنيت په چوکاټ کې مخته وړي، د منرالونو پروژې له امريت، د منرالونو په برخه کې دپانګونې د هڅونې امريت او اجراييه مديريت څخه راپور او معلومات حاصلوي او د پاليسۍ او پروګرامونو معنيت ته يې وړاندې کوي.

 دا رياست همدارنګه د منرالي پروژو د پراختيا پروسې مديريت ورځني کارونه کنټرول او په ملي او نړيواله کچه د سترو منرالونو د پروژې لپاره د داوطلبۍ زمينه مساعدوي، په ځانګړي ډول په منرالي برخو کې په کوچنۍ او ستره کچه د منرالونو پروژو داوطلبۍترتيب، تنظيم او رهبري کوي.

 د منرالونو سکتور د پراختيا رياست په خپلو ورځينو چارو کې لاندې دندې تر سره کوي: ددې رياست د کاري پلان ترتيب. د کانونو د دواړو برخو لپاره د اوږدو مهالو ستراتيژيو او کاري پروګرامونو رامنځته کول، د کاني پروژو هڅونه، د فني کان کيندنې د راپورونو دترتيب په برخه کې له مديريت او کنټرول سره همغږي.

 د داوطلبۍ د قانوني مدراکو طراحي، ترتيب او چمتو کول. په ملي او نړيواله کچه د منرالي پروژ پراختيا او د داوطلبۍ تر سره کول. د حقوقي او پاليسۍ په برخه کې د ستونزو پيدا کول او له منځه وړل يې.د کان کيندنې صنعت د اطلاعاتو را ټولول او کنټرول، د مرکې تر سره کول د نورو پروژو، پروسو او ابزارو د مالي مډلونو رامنځته کول. د کاري اړيکي تامين، د سيمه ييزو ټولنو، افغان او نړيوالو سوداګرو او نورو دولتي ادارو او کليدي شرکتونو سره د اړيکو رامنځته کول. دنوو پېښو او خپرونو د اړيکو خوندي کول، د ويبپاڼې ، ورځپاڼو او نورو ارتباطي ابزارو له لارې په منرالونو برخه کى نوى والى او پراختيا راوستل، د استخدام په اړه د ډاډ حاصلولو په موخه تر اثر لاندې کارکوونکو مديريت، وده او روزنه يې، د اړوند رياست د کاري پلان پر بنسټ د بوديجوي اړتياوو تشخيص او وړانديز.

 ب-د مالي او اداري معنيت پېژندنه:

د مالي او اداري معنيت په چوکاټ کې د معلوماټي ټکنالوژۍ رياست، اداري او خدماتو رياست، تدارکاتو رياست، مالي او حسابدارۍ رياست او د بشري سرچينو رياست لاندې دندې تر سره کوي:

 ١-د معلوماتي ټکنالوژۍ رياست: ددې ادارې رييس مسووليت لري، چې د معلوماتي ټکنالوژۍ له امريت AGS، د شبکې دامنيت عمومي مدير، د شبکې سيسټم د امر، د ډيټابيس د عمومي مدير او اجرائيه مدير څخه راپورونه واخلي او مالي او اداري مرستيال ته يې وړاندې کړي.

 دا رياست دنده لري، چې خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د کانونو وزارت په مرکزي او ولايتي ادارو کې د معلوماتي ټکنالوژۍ د غوره خدماتو وړاندې کولو لپاره د اړوند برخو په اجرا اتو کنټرول او څارنه وکړي.

همدارنګه ددې رياست مسووليت دى، چې خپلې دندې لکه د معلوماتي ټکنالوژۍ د کاري پلان ترتيب او تنظيم ، د معلوماتي ټکنالوژۍ رياست د څانګو تر منځ همغږي رامنځته کړي، د کورنۍ او خپلواکې شبکې ډيزاين، څېړنه او کنټرول، د وزارت د مرکزي سروې څارنه او کنټرول، د وزارت اړوندو کمپيوټري پروګرامونو، انټرنټ شبکو او ويبپاڼو د فعاليت څخه ډاډ حاصل او هم د انټر نيټ او ټيليفون په برخه کې د مخابراتو وزارت سره اړيکې ټينګې کړي.

 

 ٢- اداري او خدماتو رياست: دا رياست د خدماتو له امر، د املاکو عمومي مدير او اجرائيه مدير څخه راپور اخلي او مالي اواداري مرستيال ته يې وړاندې کوي.

ددې رياست موخې دادي، چې د وزارت د پلان په طرحه، ترتيب او تنظيم کې ونډه واخلي، سالې او چټکې اړيکې جوړې کړي، اداري قوانين پلي کړي، په لګښتونو کې سپما وکړي او ددې ترڅنګ د خدماتو برخه کې رهبري او کنټرول ولري.

 دا اداره همدارنګه مسووليت لري، چې لاندې کارونه هم ترسره کړي: د اړوندو برخو د اړتياوو په نظر کې نيولو سره د اړوند رياست د کلني پلان ترتيب، تنظيم او د منظورۍ اخيستل. د اداري او خدماتو چارو په برخه کې تنظيم،په وخت سره ټولو مرکزي او ولايتي ادارو ته د اجرايوي او اداري موثرو خدماتو او اسانتياوو وړاندې کول. په وزارت کې د ټولو ساختماني او ترميماتي پروژو کنټرول او څارنه، د وزارت د مرکزي او ولايتي رياستونو دفترونو او ودانيو د بيا ترميم لپاره د وړانديزونو وړاندې کول. په وزارت کې د ساتنې او ترانسپورټي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د ټولو اړوندو چارو کنټرول او څارنه، په مرکز او ولايتونو کې ددې وزارت په غيرمنقولو شتمنيو اړوندو چارو کنټرول او څارنه.

 ٣-د تدارکاتو رياست:ددې ادارې رييس د تدارکاتو له امر، د جنسي محاسبې له امر، د پلان جوړولو او ورکولو له مدير او اجرائيه مدير څخه راپورونه او معلومات اخلي او بيا يې مالي او اداري مرستيال ته وړاندې کوي.

دا رياست خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د کنټرول او څارنې او همدارنګه د تدراکاتو او د تدارکاتو رياست د کارکوونکو د ظرفيت ودې او اوچتولو لپاره د ټولو تدارکاتي فعاليتونو د همغږۍ په برخه کې کار کوي.

 ددې ادارې دندې، چې رييس او کارکوونکي يې تر سره کوي عبارت دي له: د تدارکاتي پلان ترتيب او تر لاسليک وروسته ماليې وزارت ته استول. د اجناسو، دخدماتو تدارکاتو او ساختماني چارو د نهايي ليست وړانديز، د اجناسو، د خدماتو تدارکاتو او ساختماني چارو د چمتو کولو لپاره د اعلان تاييد، د مقيدې داوطلبۍ د کارونې په صورت کې د اجناسو، تدارکاتي خدماتو او ساختماني چارو د چمتو کولو د داوطلبانو د ليست لاسليکول. داوطلبانو ته په ځواب کې د توضيحاتو ورکول، د داوطلبۍ په اسنادو کې د تعيدلاتو او اصلاحاتو د صدور تاييد، د وړانديزونو غوښتل، د بيې ورکولو غوښته، د تدارکاتو د بهير فسخه کولو تاييد، د بيو تاييد، څېړنه او ارزونه، د خريدارۍ لپاره د رسيد او پرانېستو د افرونو تاييد او ددې برعکس د مازاد مالونو دپلور او لېسته څخه د کنټرول لپاره، چې د ګدامونو لپاره د کلني تدارکاتي پلان له مخې چمتو کېږي.

 ٤-حسابي او مالي رياست: ددې ادارې رييس د محاسبې له امريت، د بوديجې له امريت او د اجرائيه مدير څخه راپور او معلومات اخلي، بيا يې مالي او اداري مرستيال ته وړاندې کوي.

دا رياست خپلو موخو ته د رسېدو لپاره لاندې دندې اجرا کوي، چې عبارت دي له : د وزارت د مالي او حسابي فعاليتونو تنظيم(نغدي محاسبه، عادي او پراختيايي بوديجه، حوالې، د دوزارت او ولايتونو د عوايدو را ټولول)

 دا رياست دنده لري، چې د کانونو او پټروليم وزارت په چوکاټ کې لاندې دندې تر سره کړي:د وزارت له ستراتيژيک پلان سره سم دمالي او حسابي رياست د کلني پلان طرحه او د مالي او اداري عمومي رياست له مقام څخه دهغو منظوري اخيستل. د منظورې شوې بوديجې د تخصيصاتو اجرا او د کال په اوږدو کې يې مرکز او لايتونو ته د کارونې لپاره استول، د دولت وارداتو حساب ته يې لېږد، داشخاصو، نغدي معتمدينو، قرار دادونو، قطعي لګښتونو د تنخواوو او لګښټونو د حوالو د تايدياتو اجرا او کنټرول. په مرکز او ولايتونو کې اشخاصو او بهرنيو کمپنيو ته د پراختيايي بوديجې کنټرول او دحوالو اجرا کول. په مرکز او ولايتونو کې د انفرادي اشخاصو او تصديو د نغدي معتمدينو د باقي حسابونو چاڼ. په مياشتني، ربع وار او کلني ډول د لګښتي او عايداتي بيلانس د راپور کنټرول، ترتيب او وړاندې کول.د پروګرام له مخې د بوديجي په ترتيب کې ونډه او د کانونو وزارت د رياستونو تر منځ د اړيکو او همغږۍ ټينګښت .

 ٥-د بشري سرچينو رياست: دا رياست د ادارې د پراختيا له امر، دسوانحو د ارزونو او اجرا اتو له امر، داستخدام له امر، د بشري سرچينو د روزنې او پراختيا له امر، د کارکوونکو د اړيکو عمومي مدير او اجرائيه مدير څخه راپور اخلي او بيا خپل راپور مالي او اداري مرستيال ته وړاندې کوي.

د بشري سرچينو رياست په خپلو ورځينو کارونو کې د کانونو وزارت د موخو په لاسته راوړنه کې لاندې مسووليت تر سره کوي: د بشري سرچينو مديريت د ستراتيژي د پلي کولو په برخه کې پلان جوړونه، تنظيم او همغږي.د بشري سرچينو اړوند د نورو دندو ترڅنګ د مامورينو اړيکه او انفصال، مقررۍ او نور اړوند تعنيني اسناد.

 دا اداره د کانونو او پټروليم وزارت په چوکاټ کې لاندې دندې ترسره کوي، چې عبارت دي له : د ستراتيژۍ په اړه د تصميم نيول. د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسيون، ماليې وزارت، د کار او ټولنيزو چارو وزارت او نورو ادارو سره د اړيکو را منځته کول. د بشري سرچينو د څانګو دترتيب شوو پلانونو تحليل او منظوري. د استخدام له پروسې پر وخت او سمه څارنه. د اړوندې ادارې د مامورينو د ستونزو او مسايلو د حل په موخه د لارښودو کمېټو او د اونيزو او مياشتنيو ناستو برابرول. د عزل او نصب، ترفيع، تقاعد، انفکاک او استعفا په مسايلو پورې اړوندو چارو د ترسراوي لارښوونه. دبستونو د اعلان په برخه کې کره اجرا ات او د اړوندو امريتونو د طرح شوو پلانونو د پلي کولو کنټرول.

 ج: د جامدو کانونو د تنظيم او انسجام چارو معينت پېژندنه:

ددې معنيت په چوکاټ کې دتفتيش رياست، د ولايتونو دکانونو تنظيم رياست، کادستر رياست، د حرفوي او کوچنيو کانونو د سپړنې رياست او د منرالونو قراردادونو پر پلي کېدو د نظارت رياست فعاليت کوي، چې دندې يې په لاندې ډول دي:

 ١-د کاندنو د تفتيش رياست : ددې ادارې رييس د حجم د تثبيت له امر، د متخصصينو امر، د ژوند چاپيريال ساتنې امر، د تېلو او ګازو د سر مفتېش، دمنرالونو سر مفتېش، د سروې پلان له امر او د اجرائيه مدير څخه راپور اخلي او بيايې د جامدو کانونو د انسجام او تنظيم چارو مرستيال ته وړاندې کوي.

 دا رياست خپلو موخو ته د رسېدو لپاره لاندې دندې لري: د پاليسۍ طرحه او په ځانګړي ډول د رڼو فعاليتونو په موخه د کانونو او پانګې اچونې کمپنيو، توليدي شرکتونو او کاني توکو د کاري پروګرامونو پلي کولو کې د مشورو او نظرياتو وړاندې کول. د کانونو د عوايدو مراقبت، د کان کيندنې د قوانينو سره سم د شرط پاڼو او قرار داد د موادو پلي کول.

 ددې رياست عمده دندې عبارت دي له: د کانونو د تفتيش رياست کاري پلان او له ذيصلاح مقام څخه يې منظوري اخيستل. د رياست په اړوندو چاروکې د کادسترداوږدو مهالو او لنډ مهالو پلانونو او ستراتيژۍ پراختيا او تجديد. پر کميت د متمرکزو او مهمو موخو سره د کاري پلان ټاکل او درياست د ظرفيتونو او کړنو ارزونه. د کانونو وزارت له مقام سره د کاري اړيکې ټينګول. د پرسونل لپاره د حکومونو او اوامرو ابلاغ.د کان کيندنې په برخه کې د پانګې اچونې د کمپنيو او د کانونو وزارت ترمنځ د شرطپاڼو او قرار دادونو پر پلي کېدو څارنه. د غوښتنليک ورکوونکو د جريمو، غراماتو، کنټرول او پروپوزل ارزونې په برخه کې د اوامرو د صدرو څارنه.

٢-د ولايتي کانونو د تنظيم چارو رياست: دا اداره د توحيد له امر، د ولايتي دفترونو د اړيکو له امر او اجرائيه مدير څخه د راپور اخلي او بيايې د کانونو د چارو د انسجام او تنظيم امرته وړاندې کوي.

 دا رياست همدارنګه دنده لري، چې لاندې دندې تر سره کړي: د ولايتونو د کاني فعاليتونو د راپورونو په توحيد څارنه او د ولايتونو د کانونو تنظيم رياست د کاري پلان ترتيب.د ولايتي رياستونو سره په استثنايي حالاتو کې د اړيکو ټينګښت او تامين کنټرول. په ټاکل شوي وخت د راپورونو د توحيد څېړنه ، کنټرول او د تدابيرو نيول. د ولايتي دفترونو د طرحو او وړانديزو بيا کتنه او د وزارت مقام ته يې پايلې وړاندې کول.د ولايتي دفترونو د معلوماتو او شمېرو را ټولول. د ولايتي رياستونو او وزارت د شته امکاناتو کره شمېره او پر احصاييو يې کنټرول او څارنه .د ولايتي رياستونو سره د اړيکو نيول او د د وزارت د مالي او اداري رياست ترڅنګ له سکتوري رياستونو سره کاري اړيکه نيول.

٣-کادستر رياست: دا رياست د کانونو عوايدو له امر، د کادستر سروې امر، د قرار دادونو اوجواز ورکولو د امر، د مشتريانو د خدماتو امر او اجرائيه مدير څخه راپور تر لاسه کوي او بيا يې د جامدو کانونو د تنظيم او انسجام چارو مرستيال ته وړاندې کوي.

د کانونو وزارت د موخو د لاسته راوړلو په برخه کې دا اداره لاندې دندې لري: دکادستر رياست د کاري پلان ترتيب.د کادستر د بنسټيزو پروژو او د کاري اوږد مهاله او لنډ مهاله پلانونو او پاليسۍ پراختيا او تجديد. د داوطلبۍ او قراردادونو د لاسليک له بهير ډاډ تر لاسه کول . د جواز ورکولو د غوښتنليکونو پروسې رونټيا او په وخت سره ثبتول.

د جواز ورکولو دغوښتنليکونو په برخه کې د تخنيکي ارزونې په تدابيرو څارنه. د کادستري سروې نقشو د ساتنې او تجديد پراختيا. د حق الامتيازونو، اجرت( فيس) او ميادين( د ځمکې سطح) مثمره، رڼو او موثره را ټولونه.د ولايتي کادستر د کارکوونکو د فعاليتونو همغږي کول. د پراختيا ستراتيژيو د تطبيق څارنه، د کادستر رياست او د ولايتي کادستر کارکوونکو هڅونه.

٤-د کوچنيو او حرفوي کان کيندنو رياست: ددې ادارې رييس، د روزنې او څېړنو پراختيا د عمومي مدير، د کان کيندنو روزنې عمومي مدير، د ګران بيه ډبرو د روزنې عمومي مدير،د مرمر ډبرو د روزنې عمومي مدير، د ساختماني توکو د روزنې عمومي مدير، د ډبرو سکرو روزنې عمومي مدير، د سرو زرو او نورو توکو د روزنې عمومي مدير، د محاسبې کارپوه او اجرائيه مدير څخه راپور تر لاسه کوي او بيايې د جامدو کانونو انسجام او تنظيم چارو مرستيال ته وړاندې کوي.

همدارنګه د دغه وزارت نورې ټاکل شوې کاري موخې په لاندې ډول دي: د کانونو وزارت د کوچنيو کانونو د کيندنې د څېړنيزې او روزنيزې پراختيا د فعاليتونو تنظيم (په مرکز او ولايتونو کې د روزنې او څېړنې پراختيا، د کانونو د کيندنې چارو پراختيا، ګران بيه ډبرې، د مرمرو ډبرې، ساختماني توکو، ډبرو سکرو، سرو زرو او نور مواد.))

 د دغه ولايت ټاکلې موخې او مسووليتونه په لاندې ډول دي:

- د وزارت له ستراتيژيک پلان سره سم د کوچنيو کانونو د کيندنې پراختيا رياست د کلني پلان طرحه.

- په مرکز او ولايتونو کې د کوچنيو کانونو د کيندنې د روزنيزو پروګرامونو له پلي کولو او پراختيا څارنه او کنټرول.

- د کان کيندنې د مرکزي او ولايتي څانګو سره د اړيکو اوهمغږۍ رامنځته کول.د پاليسۍ او پروګرامونو د پراختيا له څانګې سره د اړيکو او همغږۍ ټينګول.

 ٥- د منرالونو د قراردادونو پر پلي کولو د څار رياست: دغه رياست د مس عينک امريت له ادارو، د حاجيګک امريت، د ګډو خدمتونو امريت، د قره زغن امريت او له عمومي اداري امريت څخه راپور ترلاسه کوي او بيا يې د جامدو کانونو د تنظيم او انسجام مرستيال ته وړاندې کوي.

د دغه رياست دنده ده، چې لاندې دندې ترسره کړي:

- د ملي پراختيايي ستراتيژۍ، کانونو قانون او د پاليسۍ له منرالونو سره سم د منرالونو د ملي قراردادونو طرحه او تنظيم.

- د هېواد د اقتصادي ودې په موخه د پرله پسې پراختيا د قواعدو پر بنسټ د ګډونوالو د مشورې ورکولو له ميتوده استفاده کول.

 دغه رياست د خپل مسووليت له مخې لاندې دندې ترسره کوي:

- د دولتي ګټو ساتنه او د قراردادي مخاطراتو کنټرول.

- د کان کيندنې له جواز لرونکي سره د شته او مخکنيو ننګونو او ستونزو د مخنيوي لپاره د اغېزمنو اړيکو رامنځته کول او ساتل.

- د قراردادونو له لارې د دولت د حد اکثر اوږدمهال او لنډه مهاله ګټو له خونديتوب څخه ډاډ ترلاسه کول.

- د منرالي قراردادونو د يوه اړخ په توګه د دولت د مکلفيتونو په اجرا کې د اسانتيا راوستل او د اصلاحي اقداماتو وړانديز.

- په منرالي پروژو پورې د اړوندو ټولو اطلاعاتو، اسنادو راپورونو، پرېکړو او حکمونو له ثبت او ساتنې څخه د ډاډ ترلاسه کول.

- د کانونو وزارت، د ژوند چاپېريال ساتنې ملي ادارې او نورو دولتي ادارو ته د معلوماتو وړاندې کول.

- د غوره کاري اړيکو ساتل، د کانون وزارت له ادارو سره د معلوماتو شريکول او اړوندو ادارو ته خبر ورکول.

- د اړوند رياست د عملي پلانونو په طبيق تعريف او څارنه.

- د فساد پر وړاندې د دولت او وزارت د پاليسيو له رعايت څخه د ډاډ ترلاسه کول.

د- د پيټروليم عمومي رياست د ادارې (تېل او ګاز) پېژندنه:

  د دغه رياست دنده دا ده، چې له سازمان شوې ستراتيژۍ سره سم ټول کاري او عملياتي پلانونه او پرګرامونه کنټرول او رهنمايي کړي، پر رييسانو څارنه وکړي او له دې برخې ډاډ حاصل کړي. د دې ترڅنګ د تېلو او ګازو د استخراج په برخه کې د پانګونې او پروګرامونو د پراختيا په تړاو د تېلو او نفتو د عمومي رياست د فعاليت لارښوونه او کنټرول ور له غاړې دى.

د پيټروليم ادارې عمومي رياست په چوکاټ کې د تېلو او ګازو پر قراردادونو د څارنې رياست، د پطروليم د مالي قراردادونو د پلټنې رياست، د تخنکي خدماتو رياست، د پيټروليم د راجستر امريت، د پيټروليم قراردادونو سرمفتش او د لاندې دندو سکرتريتونه شامل دي:

١- د نفت او ګازو (پيټروليم) پر قراردادونو د څارنې رياست: دغه رياست د امو دريا پروژې له امر، له افغان تاجک پروژې، د تسهيلاتو له عمومي مدير او اجرائيه مدير څخه راپور اخلي او ترلاسه کړي معلومات د پيټروليم (تېلو او ګازو) عمومي ادارې ته وړاندې کوي.

 اړوند اداره مسووليت لري، چې لاندې موخې هم ترلاسه کړي:

- د ملي پراختيايي پروژې، د کانونو قانون او د پيټروليم له پاليسو سره سم د قراردادونو طرحه او تنظيم او همدارنګه د هېواد اقتصادي پراختيا په موخه د اوږدمهالو پراختيايي قواعدو پر بنسټ د مشورې ورکولو له ميتودونو کار اخيستل.

  د دغه رياست ورځنۍ دندې او مسووليتونه په لاندې ډول دي:

- د پيټروليم ملي پروژې او دولت تر منځ د اړيکو ټينګول او د قراردادونو چارو د اسانتياوو په برخه کې د اړوند رياست له موثرو فعاليتونو ډاډ حاصلول.

د قراردادونو په اجرا کولو کې د خطرونو کنټرول او دولتي ګټو ساتنه.

- له جواز لرونکو سره د اغېزناکو اړيکو رامنځته کول او ساتل، د قراردادونو له لارې د اوږدې او لنډې مودې لپاره د دولت د حد اکثر ګټو له تامين څخه ډاډ حاصلول.

- د جواز لرونکو لپاره د اړوند لازمو اړتياوو د بيا کتنې اسانول.

- د تخنيکي خدماتو له رياستونو سره همغږي او د پيټروليم د مالي قراردادونو څېړنه، د ټولو معلوماتو،اسنادو، راپورونو او پرېکړو له ثبت او څېړنې څخه د ډاډ حاصلول.

- د ننګونو او فعاليتونو د پراختيا په برخه کې د کره معلوماتو وړاندې کول.

- د اړتيا په صورت کې د ژوند چاپېريال ساتني ملي ادارې او نورو دولتي ادارو او وزارت ته د وړانديزي اقداماتو وړاندې کول.

- د جواز لرونکو له خوا په قرارداد کې شوو مکلفيتونو ته د رعايت په اړه دولت ته د ډاډ ورکول.

- د غوره کاري اړيکو ساتل او له دولتي ادارو سره د معلوماتو شريکول.

- د پيټروليم قراردادونو د تنظيم پروسې موثريت او د کيفيت ښه کېدل.

- له فساد سره د مبارزې او له ادارې وسايلو د ګټې اخيستنې په برخو کې د دولتي پاليسۍ د رعايت او ډاډ ترلاسه کول.

- د راپور ورکولو او اداري چارو په ترسراوي کې د کانونو وزارت د مقرراتو او شرايطو له رعايت څخه ډاډ ورکول او د همدغه وزارت له خوا د ملي قوانينو رعايت.

 ٢- د پيټروليم مالي قراردادونو د پلټنې رياست: د دې ادارې رييس د اقتصادي چارو د تحليل له امر، د مالي چارو د تحليل له امر او له اجرائيه مدير څخه معلومات او راپورونه ترلاسه کوي او وروسته يې بيا د پيټروليم ادارې عمومي رياست ته وړاندې کوي.

دغه رياست بايد لاندې موخې ترلاسه کړي، چې عبارت دي له:

_ د مالي، اقتصادي او حساب ورکونې ګروپ د کارکوونکو استخدام، کنټرول، رهبري او پلان جوړول.

- د قراردادونو په اړه د خبرو ترسره کول او همدارنګه د قراردادونو د موثر مالي مديريت د سيستمونو له پروسو د ډاډ ترلاسه کول.

  همدارنګه دغه رياست دنده لري، چې لاندې کارونه او مسووليتونه ترسره کړي:

_ د ادارې مديريت او مالي پلان جوړونې په برخه کې د پيټروليم عمومي ادارې له رييس سره مشوره.

- د قرار داد د مالي او حسابي راپور ورکولو د مقتضياتو پلي کول او طرحه.

- د توليد او مقرراتو وېش، د حق الامتياز (ريالټي)، کرايو، د تېلو او نورو توکو له عوايدو د حاصل شوي مقدار د ارزونې او تصديق د پروسو طرحه، د حسابي پاليسيو طرحه او پلي کول، د مقرراتو د تعديل په اړه د پشنهاداتو وړاندې کول، د تخنيکي خدمات له رييس سره په همغږۍ د عوايدو او لګښتونو د وړاندوينې طرحه، د ماليې له وزارت سره د همغږۍ را منځته کول او د قراردادونو د مذاکراتو مشري.

 ٣- د تخنيکي خدمتونو رياست: د دې ادارې رييس د تېلو او ګازو د سرچينو له امر، د تسهيلاتو امر، د تېلو او ګازو د سرمفتش او اجرائيه مدير څخه راپور تر لاسه کوي او د پيټروليم د عمومي ادارې رييس ته يې وړاندې کوي.

د تخنيکي خدماتو رياست موخې عبارت دي له:

- د ملي پراختيا ستراتيژي، د کانونو قانون او پيټروليم له پاليسو سره سم د تېلو او ګازو (پيټروليم) د کړنلارو مشري، پلان جوړونه، کنټرول او طرحه او له شريکانو سره د مشورې ورکولو له ميتود څخه ګټه اخيستل.

  د ياد رياست مسووليتونه په لاندې ډول دي:

- د پيټروليم تفتيش، تسهيلاتو، د پيټروليم سرچينو د تسهيل په چارو کې د اړوند رياست له اغېزمنو فعاليتونو څخه د ډاډ حاصلول.

_ په سم او تلپاتې ډول د غوره چارو د ترسره کولو په موخه د پلان جوړونې او ادارې مديريت په برخه کې د ګاز او تېلو عمومي ادارې له رييس سره همکاري.

- د پيټروليم او تسهيلاتو په برخه کې د پلانونو طرحه کول.

- د تېلو د تر ټولو غوره ساحوي روشونو د کړنلارو طرحه او پلي کول.

- د خطرونو د مخنيوي او پراختيا په موخه د تفتيش د کلني پلان تصويب.

- د پيټروليم د تفتيش امريت پر وړانديز اشخاصو يا املاکو ته د خطر د امکان شته والي له امله د ساحوي عملياتو ځنډول.

- د عامه پوښتنو او شکايتونو حل کول.

- د پيټروليم سرچينو د پراختيا پاليسيو لپاره د زېرمو برابرول، په عمومي صورت د تخنيکي سرچينو د اړخونو مسووليت او د تسهيلاتو پراختيا، د افغانستان د پيټروليم سرچينو په اړه د جيولوجي سروې له عمومي رياست سره د همغږۍ رامنځته کول، د قانون او مقرراتو د اصلاح او تعديل په موخه وړانديزنه کول.

 ٤- د پيټروليم د راجستر امريت: دغه امريت د نقشې اخيستو د سروې له کارپوه، د تېلو او ګازو قراردادونو د ثبت مديريت او د تېلو او ګازو بانک له متخصص څخه اطلاعات، معلومات او راپور اخلي او بيا يې د پيټروليم (تېلو او ګازو) ادارې عمومي رييس ته وړاندې کوي.

دغه رياست د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره لاندې دندې ترسره کوي:

په کانونو وزارت کې د تېلو او ګازو قانون له ٦ تر ١٠مې مادې پورې له پلې کولو او پيروۍ څخه د ډاډ حاصلول، کنټرول او څارنه، په وزارت کې د تېلو او ګازو د بانکي معلوماتو ثبت او راجستر دفترله جوړولو څخه ډاډ ورکول.

 همدارنګه ياد رياست لاندې مشخصې دندې او مسووليتونه هم اجرا کوي:

- د پيټروليم عمومي رياست له ستراتيژۍ سره سم د تېلو او ګازو د راجستر او ثبت امريت د کاري پلان ترتيب، په افغانستان کې د ګازو او تېلو سروې د ټولو پروژو اداره او مخته وړل، د پيټروليم قراردادونو د تنظيم له رياست سره نږدې همغږي، په کانونو وزارت کې له له اړوند واحدونو سره دمعلوماتو شريکول او د کاري فعاليتونو همغږي کول، د کانون وزارت ته د تېلو او ګازو د ټولو اړوندو اداري اړينو شرايطو د راجستر او ثبت راپور ورکول.

 هـ - د سروې او جيولوجي عمومي رياست پېژندنه:

د دغه رياست دنده ده، چې د وزارت له ملي پراختيا او ملي ستراتيژۍ سره سم پلان او پاليسي طرحه کړي، د سروې او جيولوجي عمومي رياست د څانګې تنظيم او مديريت کړي او د دې ترڅنګ د قوانينو، مقرراتو، کړنلارو او موجودو پاليسيو ترتيب، څارنه او لارښوونه وکړي.

د دغه رياست په چوکاټ کې د جيولوجي محيطي رياست، د منرالونو د سروې رياست، د تېلو او ګازو د سروې رياست، د جيولوجيکي معلوماتو رياست، د متخصصينو بورډ، د لابراتوارونو امريت او همدارنګه د ساحوي خدماتو تر عمومي مديريت لاندې دندې مخته وړي:

 ١- د محيطي د جيولوجي (چاپېريالي) رياست: د دې ادارې رييس د اجرائيې له مدير، محيطي سرجيولوجست، سر سيسمولوجست، د ځمکې خطرونو له سرجيولوجست او سر هايدرو جيولوجست څخه راپور اخلي او بشپړ شوي معلومات بيا د سروې او جيولوجي عمومي رييس ته وړاندې کوي.

د دغه رياست موخې عبارت دي له:

د دغه رياست دنده د ژوند چاپېريال رياست علمي او تخنيکي رهبري او د ژوند چاپېريال د ساتنې په موخه د ځمکې خطرونو او تر ځمکې لاندې د اوبو مطالعه ده.

 د محيطي جيولوجي رياست مسووليت دى، چې لاندې دندې ترسره کړي:

د سروې او جيولوجي عمومي رياست له پلان سره سم د ژوند چاپېريال برخې د پلان ترتيب، اړوند رياست کې د محيطي جيولوجي د پلان پلي کولو څرنګوالى او د اجرااتو څارنه، د منرالونو له امريت سره د ژوند چاپېريال رياست د همغږۍ را منځته کول، د ژوند چاپېريال علمي او تخنيکي لارښوونه، د سروې او جيولوجي عمومي رياست د نورو څانګو، کانونو وزارت او هم د نورو ادارو، له کورنيو او بهرنيو موسساتو سره د اړيکو ټينګول، د اړوندې ادارې د موخو او پروګرامونو د پلي کولو مراقبت، د کاري پلان پر بنسټ د اړوندې ادارې د بوديجوي اړتياوو تشخيص او وړانديز.

 ٢-د منرالونو د سروې رياست: دغه رياست د منرالونو له امر، د جيولوجيکي نقشو اخيستلو سروې له امر او اجرائيوي مدير څخه راپور ترلاسه کوي او د سروې او جيولوجي عمومي رييس ته يې وړاندې کوي.

د منرالونو د سروې رياست د کانونو چارو وزارت په چوکاټ کې د لاندې موخو ترلاسه کول ور پر غاړه دي:

- د سروې او جيولوجي عمومي رياست د ستراتيژيکو موخو د لاسته راوړنو لپاره د د کانونو د سروې رياست د پروګرامونو تنظيم او پلي کول.

 همدارنګه دا اداره مسووليت لري، چې ورته لاندې مشخصې شوې دندې هم ترسره کړي:

- د رياست د امرانو او جيولوجي د عمومي رييس د لارښود په همکارۍ د رياست کلنى ستراتيژيک پلان رهبري او تدوينول، له هايدرو کاربونونو پرته د ټولو علمي او جيولوجيکي چارو د ترسره کولو پر وړاندې ځواب ويل، د منرالونو له اکتشافي پروژو څارنه، د ځمکې خطرونو او تر ځمکې لاندې د اوبو د خطرونو پېژندلو د همکارۍ په موخه د سروې ګانو څارنه، د رياست له خوا د وروستيو ترسره شوو سروې ګانو، لاسته راوړنو او پرمختګونو په اړه عمومي رييس ته د معلوماتو وړاندې کول.

د کارکوونکو د کاري ظرفيتونو استخدام، وده او لوړتيا، د مرکزي او ولايتي ادارو تر لاس لاندې ادارو د دندو خپلواک ارتباط ټينګول.

 ٣- د تېلو او ګازو د سروې رياست (هايدرو کاربونونه): دا اداره د جيولوجي له امر، د استراتيګرافي امر، د کابل د نماينده گيو له امر، د جيوفزيک له امر، د ژورو څاګانو د برمه کولو له امر، د اطلاعاتو د بانک عمومي مدير، د مالي او اداري امر، د نماينده ګيو له عمومي مدير او له اجرائيه مدير څخه راپور او معلومات ترلاسه کوي او د سروې او جيولوجي عمومي رييس ته يې وړاندې کوي.

د دغه رياست موخې عبارت دي له:

د سروي او جيولوجي عمومي رياست د ستراتيژۍ له پلان سره سم د طرحه شوو موخو د لاسته راوړلو لپاره د هايدروکاربونونو رياست د څانګو مديريت او د کاري چارو سازمان او تنظيم.

 دغه رياست همدارنګه دنده لري چې لاندې مشخصې دندې ترسره کړي:

د سروې او جيولوجي عمومي رياست د پلان ستراتيژي پلي کول او طرحې پلان کول، د رياست د مسووليتونو او دندو تنظيم، د هايدرو کاربونونو رياست د کلنيو پلانونو د پلي کېدو څارنه، د هايدرو کاربونونو سازمان، لارښوونه او د عملي چارو مخته وړل. د هايدرو کاربونونو د سروې رياست په کاري چارو کې همغږي او څارنه، د تېلو او ګازو ساحو بلاک بندي (ګرېډ سيسټم) څارنه، په کانونو وزارت کې د هايدرو کاربونونو د کادستر څانګې له مسوولينو سره نږدې همکاري، د مرکزي او ولايتي ادارو تر لاس لاندې له ادارو سره خپلواکه وظيفوي اړيکه.

 ٤-د جيولوجيکي معلوماتو رياست: د دې ادارې رييس د معلوماتو او پراختيا له عمومي مدير، د معلوماتو له عمومي مدير، د کلکسيون له عمومي مدير او له طبيعي سرچينو راپور او معلومات ترلاسه کوي او د سروې او جيولوجي عمومي رييس ته يې وړاندې کوي.

د جيولوجي معلوماتو رياست د خپلو موخو د لاسته راوړلو لپاره لاندې مشخصې موخې ترسره کوي، چې عبارت دي له: د جيولوجيکي ارقامو او اطلاعاتو جمع بندي او د ستراتيژيک پلان په پلي کولو کې د اړوندې برخې مديريت او رهبري.

 دغه رياست دنده لري چې لاندې ور له غاړه دندې ترسره کړي:

د جيو د معلوماتي رياست د کاري پروګرامونو، مسووليت او ستراتيژيک پلان تطبيق او تنظيم.

د جيولوجي د سروې عمومي رياست د کلني ستراتيژيک پلان طرحه.

د ستراتيژيک پلان او موخو پړاو په پړاو د پلي کولو د څرنګوالي کنټرول.

د کارکوونکو د فني او مسلکي روزنې له بهير څخه څارنه. د جغرافيوي معلوماتو سيسټم يا GIS د پراختيا او ساتنې څارنه. د دولت لوړو پوړو چارواکو او خصوصي سکتور ته پوهاوى او معلومات ورکول. د وظايفو له لايحې سره سم د پروګرامونو په پلي کولو کې د حجم او خدماتو د ارزښت تشخيص.

د اړوندې ادارې د کلني کار د پلان پر بنسټ د بوديجوي اړتياوو تشخيص او وړانديز.

 و- د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست:

 

دغه رياست دنده لري، چې د اجرائيې له مدير، د ژباړې له امر، د اړيکو او عامه پوهاوي له امر، په رسنيو او مطبوعاتو د څار او تنظيم له امر، د اطلاعاتو او کورنيو اړيکو له عمومي مدير او د غږيزو او انځوريزو راپورونو د خپرولو له مدير څخه معلومات واخلي او د وزارت مقام ته يې وړاندې کړي.

دغه رياست دنده لري، چې د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست، ټولنيزو چارو، د ونډه والو مديريت، کورنيو اړيکو او بحراني اړيکو کاري پلان طرحه او ترتيب کړي. همدرانګه په کور دننه او نړيواله کچه د بهرنيو او نورو ښکېلو همکارانو د ارتباطي ستراتيژۍ طرحه او تطبيق او همدارنګه د اطلاعاتو او عامه اړيکو د تصويب شوې بوديجې د لګښت کنټرول د دغه رياست په ندو کې راځي.

 

 ز- د دولتي تصديو رياست پېژندنه:

د دولتي تصديو رياست د تصديو د اصلاحاتو له امريت، د تصديو له څارنې عمومي مديريت، د ډيټابيس له مدير او اجرائيې مدير څخه راپور او معلومات ترلاسه کوي او بيا يې د کانونو وزارت ته وړاندې کوي.

همدارنګه دغه رياست دنده لري، چې د تصديو د څارنې، ادارې او مديريت او هم د خصوصي برخې پانګوالو د جلبولو لپاره په مرکز او ولايتونو کې د وزارت د تصديو رياست فعاليتونه طرحه او تنظيم کړي.

 ح- د کورني تفتيش رياست پېژندنه:

دغه رياست د مالي او حسابي تفيتش له امر او د تحليل او توحيد له امر څخه راپور اخلي او وروسته يې بيا د کانونو وزير ته وړاندې کوي. د دغه رياست موخه د بوديجې د لګښت روڼتيا رامنځته کولو او په وزارت کې د بوديجوي تخصيصاتو د لوټلو پروګرامونو د مخنيوي په موخه د مالي قوانينو، لارښودو او کړنلارو پر پلي کېدو له څارنې او پلټنې څخه عبارت ده.

 همدارنګه د کورني تفتيش رياست مسووليت لري، چې د دغه رياست کاري پلان د کانونو وزارت د ستراتيژۍ او د تفتيش او کنټرول عمومي ادارې له کاري پلانونو سره سم ترتيب کړي. د دې ترڅنګ د اړوندو کارکوونکو د کارونو څرنګوالى هم له هغو مقرراتو، پاليسو او کورني تفتيش رياست له پاليسيو او بنسټيزو موخو سره سم تنظيم کړي او د دې ترڅنګ د مفتيشينو ډلو ته يو لارښود ترتيب کړي او د وزارت د کاري برخو له فعاليتونو سره په تړاو د مفتش وړاندې کړو اصلاحي نظرياتو او وړانديزونو د پلي کېدو د څرنګوالي تعقيب ترسره کړي.

 ط- د دفتر رياست پېژندنه :

د وزارت مقام د دفتر رياست د اسنادو عمومي مدير، د بهرنيو اړيکو عمومي مدير، اجرائيه مدير، د روڼتيا سکرتريت او د پين الوزارتي سکرتريتڅخه راپورونه او معلومات تر لاسه کوي او د وزارت مقام ته يې وړاندې کوي.

ددې رياست موخې عبارت دي له: د وزرات د وضع کړو مقررارتو او قوانينو پر پلي کولو اړوندو چارو مديريت او سازمان، د وزير مقام د احکامو او لارښوونو صدور او پلي کول، تر لاس لاندې ادارو ته د ولسمشرۍ رياست مقام د فرمانونو او مصوبو استول، د کانونو وزارت ستراتيژيکو موخو ته د رسېدو لپاره ملکې او ليدنې.

 د دغه رياست دندې عبارت دي له: د دفتر رياست د کاري پلان ترتيب او طرحه، د وزارت په دفتر رياست پورې اړوندو چارو سازمان او رهنمايي، د وزير د لارښوونو او احکامو، د ولسمشرۍ د مصوباتو او فرمانونو د پلي کولو په موخه د وزارت مقام له خوا تر لاس لاندې ادارو ته له استول شوو لارښوونو او امرونو څخه څارنه. د مرکو، ليدنواو خبري ناستو تنظيم او ډله ييزو رسنيو ته يې خبر ورکول، د وزارت او پارلمان، نورو دولتي ادارو او نړيوالو موسسو تر منځ د اړيکو ټينګول او د اړوندې ادارې د موخو او پروګرامونو له پلي کولو څخه څارنه.

 

 

 

Give us a call on +93 20 220 1814