د کانونو د شرکتونو پېژندنه

۱- د چين د مسي فلزاتو شرکت او د جيانګزيي همکاره کمپنۍ (MCC-JCL):

د چين د مسي فلزاتو شرکت او د جيانګزيي همکاره (MCC-JCL) کمپنۍ چې د چين د فلز را ايستني (The Metallurgical Corporation of China Limited) دولتي شرکت دى. افغانستان د کانونو په برخه کې خپل لومړنى لوى تړون، د عينک مسو کان قرارداد د ۲۰۰۸ زېږديز کال د مې مياشتې په ۲۵مه د چين له اېم سي سي – جي سي ال کمپنۍ سره لاسليک کړ.

يادې شوې کمپنۍ تر اوسه د مسو کان د دې پروژې پر بنسټيزو چارو شاوخوا ٣۶٠ ميليونه امريکايي ډالره پانګونه کړې او اکتشافي کارونه يې بشپړ کړي دي.

برېښناليک: [email protected]  

د اړيکې شمېره: 0793701709 86-10-59869999-

 ويبپاڼه:  www.mccchina.com/english

 

۲- د افغان پانګونې کمپنۍ (AIC):

د افغان پانګونې (AIC) کمپنۍ د ۱۳۸۴ لمريز کال د کب په ۲۹مه د افغانستان د پانګې اچونې له ملاتړ ادارې (ايسا) ادارې د (D-23825) ګڼې جواز په ترلاسه کولو د شېرخان فرنود او عبدالحسين فهيم په مشرۍ خپل فعاليت پيل کړى دى.

د ولسمشر کرزي ورور محمود کرزى او د ولسمشر د لومړي مرستيال مارشال محمدقسيم فهيم ورور عبدالحسين فهيم په دغه شرکت کې له اصلي څېرو شمېرل کېدل خو په کابلبانک کې د مالي بحران له رامنځته کېدو سره محمود کرزي خپل سهم پر ميرويس عزيزي باندې وپلوره.

د بغلان ولايت د سمنټو دوه زړې او نوې فابريکې او د ډبرو سکرو د څلورو کانونو (دودکش، اهن دره، کرکر، خرد درۀ) قراردادونه د ١٣٨٥ لمريز کال د وږي مياشتې په ٢٣مه نېټه د ٤٩ کلونو لپاره د کانونو وزارت له خوا د افغان پانګونې کمپنۍ (AIC) شرکت ته ورکړل شول.

برېښناليک:  [email protected]

د اړيکې شمېرې: 07777 209 70-0707 545 511

 ويبپاڼه: www.afghaninvestco.com  

 

۳- افغان کرسټال نېچرل ريسورس کمپنۍ (AKNR):

افغان کرسټال نېچرل ريسورس کمپنۍ د ۲۰۱۰ زېږيز کال د اوکتوبر په ۱۳مه د افغانستان د پانګې اچونې له ملاتړ ادارې (ايسا) د (D-27091) ګڼې جواز په ترلاسه کولو د سيد سعادت منصور نادري په مشري خپل فعاليت پيل کړى دى.

افغان کرسټال نېچرل ريسورس کمپنۍ او د کانونو وزارت تر منځ د بغلان د سرو زرو کان د را ايستنې په برخه کې د ٥٠ ميليونو ډالرو په ارزښت د پانګې اچونې تړون د ۱۳۸۹ لمريز کال د مرغومي په٢٠ مه لاسليک شو.

د سرو زرو دغه کان د بغلان د دوشي ولسوالۍ د قره ذغن په سيمه کې موقعيت لري.

برېښناليک:  [email protected]

د اړيکې شمېره: 0707134234 او 0799134234

 ويبپاڼه:  www.smninvest.com

 

۴- ويست لند جنرال ترينګ کمپنۍ (WLGT):

ويست لندجنرال ترينګ کمپنۍ د ۱۳۸۴ لمريز کال د کب په ۲۰مه د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ له ادارې د (1-10708) ګڼې جواز په ترلاسه کولو د حاجي عبدالکبير بېدل په مشري خپل فعاليت پيل کړى دى.

دغه کمپنۍ د تخار ولايت د نورابه او دسمتي د سرو زرو د کانونو قرارداد په ١٣٨٧ لمريز کال کې د کانونو له وزارت سره لاسليک کړى دى.

خو کانونو وزارت د ځينو نيمګړتياوو په درلودو دغه قرارداد د تعديل لپاره وزيرانو شورا ته وړاندې کړ او دې شورا د ١٣۹۲ لمريز کال د جوزا په ۱۳مه په قرارداد کې راغلى تعديل تصويب کړ.

دغه کان د چاه اب ولسوالۍ شمال ته په ١٠ کيلومترۍ کې د نورابه په کلي کې موقعيت لري او په ١٣٦٦ لمريز کال کې د پخواني شوروي اتحاد له لوري کشف شو او هغه مهال په کې ٢٦٠ ټنه سره زر اټکل شوي وو.

برېښناليک: [email protected]   

د اړيکې شمېره: 0786112929

 

۵-د پېشګامان صنعت مجد کمپنۍ (MIP):

پېشګامان صنعت مجد (MIP) يو ايرانى شرکت دى چې د افغانستان د قوانينو له مخې يې په دغه هېواد کې د سوداګرۍ جواز د ابراهيم باى سلامي په مشري ترلاسه کړى دى.

دغه شرکت په ايران کې د (شرکت سيمان مجد خواف) په نوم فعاليت کوي. د افغانستان د کانونو وزارت په هرات کې د ډبرو سکرو د استخراج او سمنټو د توليد تړون د ۱۳۹۰ لمريز کال د کب په ۲۸ مه له ياد شرکت سره لاسليک کړ، چې له لارې به يې په لومړي پړاو کې په دې برخه کې ١٥٠ ميليونه امريکايي ډالره پانګونه کوي.

دغه شرکت به د تړون له مخې د هرات په زنده جان ولسوالۍ کې د سمنټو د توليد پخوانۍ فابريکه جوړه کړي، چې په کال کې به د يو ميليون ټنو سمنټو د توليد وړتيا ولري. دغه راز دغه شرکت په زنده جان ولسوالۍ کې د ((پهلوانانو)) په نوم د ډبرو سکرو د کان استخراج کوي او له استخراج شوو سکرو به د سمنټو په توليد کې کار اخلي.

برېښناليک:  [email protected]

د اړيکې شمېره: 0098(21)88615313

 ويبپاڼه:  www.afghaninvestco.com  

 

۶-د لاجوردين د استخراج شرکت:

د کانونو د استخراج لاجوردين شرکت د ۱۳۹۱ لمريز کال د ثور په ۲۴ مه د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ له ادارې (ايسا) د (D-42503) ګڼې جواز په ترلاسه کولو د حاجي عبدالمصور په مشرۍ خپل فعاليت پيل کړى دى.

د بدخشان د لاجوردو کان چې د نړۍ په کچه تر ټولو غوره کيفيت لري، د کران و منجان ولسوالۍ په سراس سنګ، جندکها او چلمک ساحو کې موندل کېږي. له دغه شرکت يې د تفحص، اکتشاف او راسپړلو تړون د ۱۳۹۱ لمريز کال د سلواغې په ۲۸مه د ۱۵ کلونو لپاره لاسليک کړى دى چې ۷ ميليونه پانګونه کوي.

برېښناليک:  [email protected]

د اړيکې شمېره:0780302009 او 0786082008

 ويبپاڼه: www. brbdgroup.com

 

۷- د چين د پټروليمو نړيوال شرکت (CNPCI):

د چين د پټروليمو نړيوال شرکت (CNPCI)، نړيواله کمپنۍ ده چې د جزاير کمين تر اوسنيو قوانينو لاندې جوړه شوې ده، دغه شرکت د وطن د تېلو او ګازو له ګروپ سره يو ځاى د امو نفتي حوزې د تېلو د اکتشاف او استخراج چارې پر مخ وړي او د دې لويې ملي پروژې تړون د ١٣٩٠ کال د مرغومي په مياشت کې د افغانستان د کانونو وزارت او د (CNPCI) په نوم د چين د پټروليمو د نړيوال شرکت ترمنځ لاسليک شو.

برېښناليک:[email protected] - [email protected],

 

۸- وطن ګروپ (Watan Group):

وطن ګروپ د تېلو او ګازو کمپنۍ ده چې د افغانستان د پانګې اچونې د ملاتړ له ادارې (ايسا) ادارې يې جواز ترلاسه کړى دى. دغه کمپنۍ د چين د پټروليمو د نړيوال شرکت (CNPCI) او د افغانستان د ګازو له شرکت سره يو ځاى د امو نفتي حوزې د تېلو د اکتشاف او استخراج چارې پر مخ وړي او د دې لويې ملې پروژې تړون د ١٣٩٠ کال د مرغومي په مياشت کې د افغانستان د کانونو وزارت او د (CNPCI) په نوم د چين د پټروليمو د نړيوال شرکت ترمنځ لاسليک شو.

برېښناليک:[email protected]

د اړيکې شمېره: 0795 433 842

 ويبپاڼه:  www.watan-group.com

 

۹-غضنفر ګروپ (Ghazanfar Group):

غضنفر ګروپ سل کاله وړاندې د ارواښاد عبدالغفار غضنفر له خوا جوړ شو او په ۱۹۹۶ لمريز کال کې د نفت او ګازو په برخه کې پانګونه وګړه.

غضنفر ګروپ له ترکېش پټروليم (TPAO) او ډراګن اېل (Dragon Oil) سره د "افغان تاجک" د نفت او ګازو حوزې د دوو بلاکونو (مزارشريف او صندوقلي بلاکونه) د استخراج تړون د ۱۳۹۲ لمريز کال د تلې په ۱۶مه د کانونو له وزارت سره لاسليک کړ، چې له مخې به يې دغه کمپنۍ ١٢ ميليارد ډالره پانګونه کوي.

د افغان تاجک د نفت او ګازو حوزه، د هېواد په شمال او شمال ختيځ کې له تخار څخه تر جوزجان ولايت پورې غځېدلې ده.

برېښناليک:  [email protected]

د اړيکې شمېرې: -0793101700 0797568568

 ويبپاڼه: www.ghazanfargroup.com

 

۱۰-ډراګن اېل (Dragon Oil):

ډراګن اېل (Dragon Oil) يوه نړيواله کمپنۍ ده چې مرکزي دفتر يې د متحده عربي اماراتو په دوبۍ ښار کې دى. د افغانستان په ګډون په تونيسيا، عراق او مصر هېوادونو کې د نفت او ګازو استخراج کوي.

ډراګن اېل له غضنفر ګروپ او ترکېش پتروليم (TPAO) سره د "افغان تاجک" د نفت او ګازو حوزې د دوو بلاکونو (مزارشريف او صندوقلي بلاکونه) د استخراج تړون د ۱۳۹۲ لمريز کال د تلې په ۱۶مه د کانونو له وزارت سره لاسليک کړ، چې له مخې به يې دغه کمپنۍ ١٢ ميليارده ډالره پانګونه کوي.

د افغان تاجک د نفت او ګازو حوزه، د هېواد په شمال او شمال ختيځ کې له تخار څخه تر جوزجان ولايت پورې پرته ده.

برېښناليک:  [email protected]

د اړيکې شمېره: 00971569934307

 ويبپاڼه: www.dragonoil.com

 

۱۱- ترکېش پټروليم (TPAO):

ترکېش پټروليم (TPAO) يوه نړيواله کمپنۍ ده چې مرکزي دفتر يې د ترکيې په پلازمېنه انقره کې دى. د افغانستان په ګډون په عراق، کولمبيا، ليبيا، ازربايجان او قزاقستان هېوادونو کې د نفت او ګازو استخراج کوي.

ترکېش پټروليم (TPAO)، غضنفر ګروپ او ډراګن اېل ((Dragon Oil د "افغان تاجک" د نفت او ګازو حوزې د دوو بلاکونو (مزارشريف او صندوقلي بلاکونه) د استخراج تړون د ۱۳۹۲ لمريز کال د تلې په ۱۶مه د کانونو له وزارت سره لاسليک کړ، چې له مخې به يې دغه کمپنۍ ١٢ ميليارد ډالره پانګونه کوي. د افغان تاجک د نفت او ګازو حوزه، د هېواد په شمال او شمال ختيځ کې له تخار څخه تر جوزجان ولايت پورې پرته ده.

برېښناليک:  [email protected]

د اړيکې شمېره: (0312) 207 20 00

 ويبپاڼه:  www.tpao.gov.tr

 

۱۲- صدف پټروليم کابل شرکت (SPK):

صدف پټروليم کابل (SPK) يو افغانى شرکت دى چې په ۱۳۸۴ لمريز کال کې تاسيس شوى دى. د ډېزلو، پټرلو او د الوتکو د تېلو ډېر قراردادونه يې ترلاسه کړي دي.

برېښناليک:   [email protected], [email protected]

د اړيکې شمېره: 0797730730, 0799 304 800, 0799 142 995

 ويبپاڼه:  www.sadafpetroleum.com

 

۱۳-د منځنۍ اسيا د کانونو خدمتونه (CAMS):

د منځنۍ اسيا د کانونوخدمتونه (CAMS) يا Central Asian Mining Services د تېلو د اکتشاف، استخراج او د کانونو په برخه کې د کمپنيو د ملاتړ اداره ده چې مرکزي دفتر يې په کابل کې دى.

دغه اداره په افغانستان او منځنۍ اسيا کې د کانونو په برخه کې د اکتشاف، استخراج په اړه حل لارې او نور خدمتونه وړاندې کوي.

برېښناليک: [email protected]  

د اړيکې شمېره: 079-349-9083

 ويبپاڼه:  www.centralasianminingservices.com

Give us a call on +93 20 220 1814