Article

٨ شرکتونه په افغان تاجک نفتې حوزه کې د پانګونې پر شرايطو برابر وپېژندل شول

کابل (پژواک ١٥ چنګاښ ٩١): د افغانستان د کانونو وزارت وايي، د افغان تاجک د نفتي حوزې له ١٢ بلاکونو څخه پر شپږو بلاکونو د پانګونې لپاره اته نړيوال شرکتونه په شرايطو برابر وپېژندل شول.

د کانونو وزارت وياند محمدجواد عمر د چنګاِښ په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه شرکتونه د متحده عربي اماراتو، امريکا متحده ايالتونو، کويټ، هندوستان، پاکستان، برازيل، تايلنډ او ترکيې هېوادونو اړوند دي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، ډراګن اويل انټرنېشنل لميټد، (Dragon Oil Intl ltd)، ايسو اکسپلورېشن انټرنېشنل لميټد (Esso Exploration Intl Ltd) کويټ انرژي پي اېل سي (Kuwait Energy Plc)، او. اېن. جي. سي وايډېش لمېټد (ONGC Videsh Ltd) پاکستان پيټروليم (Pakistan Petroleum)، پېټرا انرژيا (Petra Energia ) پي. ټي. ټي. اي. پي هولډېنګ کمپنۍ ( PTTEP Holding Co) او ترکيه پټروليري انانيم (Turkiye Petrolleri Anonim ) شرکتونه شامل دي.

دى وايي، چې اړوند کمېسيون دغه اته شرکتونه په دې برخه کې پانګونې ته له شلو لېوالو شرکتونو څخه پر شرايطو برابر پېژندلي دي.

هغه وويل، چې ياد اته شرکتونه به په دې برخه کې د پانګونې په موخه د روان کال د لړم مياشتې تر لسمې خپل اسناد او طرحې وړاندې کړي او په پاى کې به له هغو شرکت سره چې پانګونه يې د افغانستان لپاره ډېره ګتوره وي، تړون لاسليک شي.

د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، د نفتو د دې حوزې ختيځ ته د هندوکش غرونه، لوېديځ ته د امو سيند يوه برخه، شمال ته امو سيند او جنوب ته د بلخ ولايت د البرز غرونه پراته دي.

عمر د دې حوزې د تېلو ځانګړې کچه په ګوته نه کړه، خو زياته يې کړه، چې د امريکا د انجنيرانو د يوې ډلې د سروې له مخې، د امو سيند او افغان تاجک په نفتي حوزو کې ٤٤٤ ميليارده متره مکعب اوبلن ګاز، ٢١٩ ميليونه ټنه تېل او ٧٠ ميليون ټنه "کاندنسات" تېل شتون لري.

د ده په وينا، کاندنسات يو ډول تېل دي، چې په ترکيب کې يې ګاز شتون لري.

د امو سيند د نفتي حوزې د تېلو د استخراج او اکتشاف تړون د تېر کال د مرغومې په ٧مه د افغانستان د کانونو وزارت او د چين د نفتو ملي شرکت (CNPCI) ترمنځ لاسليک شو او شاوخوا دوه اونۍ مخکې يې د استخراج عملي چارې پېل شوې دي.

د معتبرو نړيوالو بنسټونو څېړنې ښيي، چې په افغانستان کې د امو سيند او افغان تاجک د نفتي حوزو ترڅنګ څلور نورې لويې د نفتو او ګازو حوزې شتون لري.

په يادو څلورو حوزو کې د کټواز، هلمند او په هرات کې د کُشک او تېرپل نفتي حوزې شاملې دي.

د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، په پام کې ده چې د روان کال په دوبي کې د تېرپل د نفتو حوزه هم نړيوالې داوطلبۍ ته وړاندې شي.

يوې سروې ښودلې، چې د افغانستان په دېرش سلنه خاوره کې تر درې تريليونه امريکايي ډالرو په ارزښت بېلابېل کانونه شتون لري.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814