Article

د "افغان تاجک" د نفت او ګازو حوزې د دوو بلاکونو د استخراج تړون لاسليک شو

مزارشريف ( پژواک ،١٦ تله ٩٢) : له درېيو کمپنيو سره د "افغان تاجک" د نفت او ګازو حوزې د دوو بلاکونو د استخراج تړون لاسليک شو، چې له مخې به دغه کمپنۍ يې ١٢ ميليارد ډالره  پانګونه وکړي.

د افغانستان د کانونو وزرات د پتروليم مشر جليل احمد نن  د بلخ په مرکز مزارشريف کې د تړون د لاسليک په ناسته کې وويل، چې  د افغان تاجک د نفت او ګازو حوزه، د هېواد په  شمال او شمال ختيځ کې له تخار څخه تر جوزجان ولايت پورې پرته ده.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه حوزه په ۱۹۵۸ ميلادي کال کې کشف شوه او  شاوخوا دوه کاله وړاندې د ټراسايز په نوم د کاناډا د نفت او ګازو کمپنۍ د يوې سروې په ترڅ کې په ٣١ زره کيلو متره مربع مساحت کې  د دې حوزې ١٢ بلاکونه مشخص کړل.

 دى وايي، چې د دې حوزې د استخراج داوطلبۍ ته شلو کمپنيو وړانديزونه ورکړي و، چې له  ډلې څخه يې  ۸ کمپنۍ  په  دې برخه کې کاري وړتياوې لري .

هغه زياته کړه، چې نن د دې حوزې د ( مزارشريف بلاک او صندوقلي بلاک) د استخراج تړون له يادو ٨ کمپنيو څخه د ترکش پتروليم له ترکي ، ډرګن اېل عربي اماراتو او غضنفر ګروپ افغاني کمپنيو سره لاسليک شو.

جليل احمد وويل، چې د تړون له مخې به په لومړيو پنځو کلونو کې دغه کمپنۍ يو عشاريه شپږ ميليارد  امريکايي ډالره پانګونه وکړي او په ۱۲ کلونو کې به دغه کچه ١٢ ميليارد ډالرو ته ورسيږي.

نوموړي زياته کړه، چې د دغې حوزې د بلاکونو د نفت او ګاز استخراج به د درېيو تر پنځو کلونو په موده کې پيل شي.

د هغه په وينا، د سيمې په کچه د نفت او ګازو د دې غني حوزې په يادو دوو بلاکونو کې ۵۱۴ ميليون بېرله نفت او ۹۱ ميليارد متر مکعب طبيعي ګاز موجود دي .

همداراز دى وايي، چې له يادې حوزې څخه تر لاسه کېدونکي نفت او ګاز به لومړى د افغانستان اړتيا پوره کوي او له دې اړتيا اضافه نفت او ګاز به يې بهر ته صادريږي.

د کانونو وزارت د پتروليم مشر وايي، چې د يادو دوو بلاکونو د استخراج په پيل کې به زرو کسانو ته  د کار زمنيه برابره شي ، خو وروسته به دغه کچه ١٢ زرو تنو ته لوړه شي.

د بلخ والي عطا محمد نور چې په نننۍ ناسته کې يې برخه لرله وويل، چې د افغان تاجک د نفت او ګازو حوزې د دووبلاکونو د استخراج په پيل سره به د دولت د عوايدو د لوړوالي تر څنګ  په ولسي کچه هم مثبت اقتصادي بدلون رامنځته شي.

هغه وايي، چې د يادې اقتصادي پروژې د ودې او پرمختګ لپاره نه ستړې کېدونکې هڅو ته چمتو دى .

  د نفتو د دې حوزې ختيځ ته د هندوکش غرونه، لوېديځ ته د امو سيند يوه برخه، شمال ته امو سيند او جنوب ته د بلخ ولايت د البرز غرونه پراته دي.

د دې حوزې تر څنګ  د امو سيند د نفتي حوزې د تېلو استخراج او اکتشاف تړون هم په ١٣٩٠ کال کې د افغانستان د کانونو وزارت او د چين د نفتو ملي شرکت (CNPCI) ترمنځ لاسليک شوى دى.

د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، يوه سروې ښيي چې  د امو سيند او افغان تاجک په نفتي حوزو کې ٤٤٤ ميليارد متره مکعب اوبلن ګاز، ٢١٩ ميليونه ټنه تېل او ٧٠ ميليون ټنه کاندنسات تېل شتون لري.

  کاندنسات يو ډول تېل دي، چې په ترکيب کې يې ګاز شتون لري.

دغه راز د معتبرو نړيوالو بنسټونو څېړنې ښيي، چې په افغانستان کې د امو سيند او افغان تاجک د نفتي حوزو ترڅنګ ، څلور نورې لويې د نفتو او ګازو حوزې هم شتون لري.

په يادو څلورو حوزو کې د هرات د کُشک او  تېرپل، د کټواز او د هلمند حوزې شاملې دي.

يوې سروې ښودلې، چې د افغانستان په دېرش سلنه خاوره کې تر درې تريليونه امريکايي ډالرو په ارزښت بېلابېل کانونه شتون لري.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814