د حاجیګک کان

"د حاجيګک د وسپنې کان دې له سره داوطلبۍ ته وړاندې شي"

کابل (پژواک، ١٨ ليندۍ ٩٣): د افغانستان د کانونو ځيني پخواني کارکوونکي او کارپوهان وايي چې د باميانو د حاجيګک د وسپنې کان د داوطلبۍ لړۍ رڼه نه ده او هندي او کاناډايي کمپنۍ په کې د سياسي لاسوهنو له امله بريالۍ پېژندل شوې او د دغه کان د راسپړلو وړتيا نه لري.

"هندي کمپنۍ به په نږدې راتلونکې کې د حاجيګک اوسپنې رابرسيره کړي"

 کابل (پژواک، ٨ لړم ٩٢): د کانونو وزارت وايي، له کانسرسيوم سره د حاجيګک اوسپنې کان د قرارداد په برخه کې، چې ارزښت يې لس ميليارده او اته سوه ميليون ډالرو ته رسيږي، په زياتو مواردو کې سره هوکړې ته رسېدلي دي.

د کانونو وزارت وياند محمد رفيع رفيق صديقي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل: "د کانسرسيوم په نوم هندي کمپنۍ سره، چې د اووه سترو کمپنيو سرمشري په غاړه لري، د اوسپنې د دغه کان د قرارداد په برخه کې نږدې اتيا سلنه پرمختګ شوى دى."

د حاجيګک وسپنې کان په اړه له هندۍ کمپنۍ سره خبرې روانې دي

کابل (پژواک، ١١ مرغومى ٩٢): د کانونو او پټروليم وزارت وايي، د حاجيګک وسپنې کان استخراج په اړه خبرې اترې روانې دي، چې زيات مسايل يې هوار شوي او يواځې پر څو مواردو يې بحث روان دى.

د کانونو او پټروليم وزارت وياند محمدرفيع رفيق صديقي، پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې د فولادو هندي کنسرسيوم کمپنۍ سره د حاجيګک وسپنې کان په اړه په خبرو اترو کې کومه ستونزه نشته او مذاکرات روان دي.

"د امنيت خرابوالى د حاجيګک کان په برخه کې پانګونه نوي سلنه راټيټوي"

کابل (پژواک، ٢٢ لړم ٩٢) : د کانونو په اړه يوه نړيواله ويب پاڼه وايي، شپږو هندي کمپنيو پرېکړه کړې، چې د ناامنۍ له امله د افغانستان د وسپنې دکان په استخراج کې به دخپلې  پانګونې کچه  راټيټه کړي.

د کانونو په نوم  په دغه ويب پاڼه کې ، چې  د جنوبي افريقا دولتي  ويب پاڼه ده، را غلي ، چې  په افغانستان کې د وسپنې او فولادو کنسرسيوم هندي کمپنۍ ويلي، چې د باميانو د حاجيګک د وسپنې کان  د استخراج په برخه کې اعلان شوې خپله  ١١ ميليارده ډالره پانګونه به ١.٥ ميليارده ډالرو ته راټيټه کړي.

د حاجيګک کان د اوسېدونکو په اړه قضاوت ناسم دى

باميان  (پژواک ٢٨ کب ٩١) : په باميانو ولايت کې د حاجيګک د وسپنې کان د خلکو شورا د روڼوالي د څار راپور نيمګړى بللى او له دولت څخه يې غوښتي، چې د دغه کان د شاوخوا سيمو د اوسېدونکو کرنيزې ځمکې دې نه استملاکوي.

خو د روڼوالي د څار بنسټ د حاجيګک کان په اړه خپله سروې پر واقعيتونو ولاړه ګڼي.

د حاجيګک د وسپنې کان د هندوکش غرونو په لړۍ کې د باميانو ولايت په شيبر ولسوالۍ کې پروت دى، چې په ١٣٣٩ لمريز کال کې پېژندل شوى، ١٦ کيلومتره اوږدوالى او ٥٥٠ متره ژوروالى لري.

د حاجيګک د وسپنې کان کې ١٤،٦ ميليارد ډالره پانګونه کېږي

کابل (پژواک ١٢ ورى ٩١): د هندوستان د کمپنيو کنسرسيوم او کاناډايي کمپنۍ د حاجيګک د وسپنې کان کې په ټوليزه توګه ١٤،٦ ميليارده امريکايي ډالره پانګونه کوي.

 د حاجيګک د وسپنې کان په باميانو ولايت کې موقعيت لري، چې له کابل ١٣٠ کيلومتره واټن لري او د  ١.٨ ميليارده ټنه وسپنې اټکل په کې شوى دى.

  د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، د دې کان د اکتشاف او استخراج لپاره ٢٢ نړيوالو کمپنيو وړانديز کړى وو، چې له منځه يې د هندي کمپنيو کنسرسيوم (SAIL/ AFISCO) د دې کان د (ب )، (ج ) او (د) بلاکونو لپاره غوره شوې دي.  

د هند او کاناډا د کمپنيو کنسرسيوم د حاجيګک کان د څلورو بلاکونو ګټونکي وبلل شول

کابل (پژواک ٨ ليندۍ ٩٠): د افغانستان د کانونو وزارت اعلان وکړ، چې د هندوستان کمپنيو کنسرسيوم د حاجيګک د کان د درېيو بلاکونو او د کاناډا هېواد يوه کمپنۍ د دغه کان د يوه بلاک ګټونکي وبلل شول.

 د حاجيګک د اوسپنې ستر کان په باميانو ولايت کې، چې د کابل په ١٣٠ کيلومترۍ کې موقعيت لري، د کيفيت او کميت له پلوه په نړۍ کې د اوسپنې له سترو کانونو ګڼل کېږي.

 د کانونو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې تر اوسه په دغه کان کې کومې کيندنې نه دي شوې.

د حاجيګک کان د استخراج لپاره شپږو نړيوالو کمپنيو خپلې طرحې وړاندې کړې

کابل ( پژواک١٦ وږى ٩٠): په افغانستان کې د " حاجيګک " د اوسپنې کان د استخراج او پراختيا لپاره شپږو نړيوالو کمپنيو خپلې طرحې وړاندې کړې دي.د کانونو د وزارت وياند جواد عمر د وږي په ١٦مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه طرحې د امريکا، کاناډا ، هند او ايران ٦ نړيوالو کمپنيو لخوا وړاندې شوې دي .

Give us a call on +93 20 220 1814