Article

د حاجيګک وسپنې کان په اړه له هندۍ کمپنۍ سره خبرې روانې دي

کابل (پژواک، ١١ مرغومى ٩٢): د کانونو او پټروليم وزارت وايي، د حاجيګک وسپنې کان استخراج په اړه خبرې اترې روانې دي، چې زيات مسايل يې هوار شوي او يواځې پر څو مواردو يې بحث روان دى.

د کانونو او پټروليم وزارت وياند محمدرفيع رفيق صديقي، پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې د فولادو هندي کنسرسيوم کمپنۍ سره د حاجيګک وسپنې کان په اړه په خبرو اترو کې کومه ستونزه نشته او مذاکرات روان دي.

هغه د حاجيګک په اړه د هندي کمپنيو له خوا د ستونزو د ردولو ترڅنګ زياته کړه، په دوه اړخيزه خبرو اترو کې په ډېرو مهمو برخو کې هوکړه شوې او يواځې د ترانسپورت په ګډون پر دوه درې مواردو مذاکرات جريان لري.

يو شمېر رسنيو د هندي کمپنيو په اړه ويلي وو، چې د هندي فولادو کنسرسيوم کمپنۍ به د حاجيګک د وسپنې کان کې خپله پانګونه له ١٠.٨ ميليارده ډالرو څخه شاوخوا ٢ ميلياده ډالرو ته راټيټه کړي.

د رسنيو په حواله، هندي کنسرسيوم کمپنۍ د حاجيګک په وسپنه کې د خپلې پانګونې راټيټېدو لامل د هند له حکومت څخه د ٧.٨ ميليارده ډالرو پور نه ترلاسه کول بولي.

نږدې يوه نيمه مياشت وړاندې د کانونو په نوم يوې نړيوالې وېبپاڼې، چې د سوېلي افريقا دولتي وېبپاڼه ده، ليکلى و، چې په افغانستان کې د وسپنې او فولادو کنسرسيوم هندي کمپنۍ د باميانو د حاجيګک د وسپنې کان د استخراج په برخه کې اعلان شوې خپله ١١ ميليارده ډالره پانګونه به ١.٥ ميليارده ډالرو ته راټيټه کړي.

سرچينې همدا راز ويلي و، چې د کنسرسيوم کمپنۍ يوه مسوول سي اس ورما ته ويلي، چې تر دې دمه د حاجيګک د وسپنې د تړون په برخه کې کومې پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

دغې وېبپاڼې د کنسرسيوم کمپنۍ د مسوول له خولې ويلي و، چې د فولادو د کمپنيو دغه ګروپ په دې برخه کې د هند له حکومت څخه د ٧.٨ ميليارده ډالرو پور غوښتنه کړې، چې هغه مهال د هند حکومت د دې ګروپ غوښتنه تر څېړنې لاندې نيولې وه.

د وسپنې دغه کان، چې په ١٠٠ کيلومترۍ کې د کابل سوېل لور ته پروت دى، نږدې ١.٨ ميليارده ټنه وسپنه لري.

افغانستان د بېلابېلو کانونو په درلودلو سره يو بډاى هېواد دى، چې د استخراج او پروسس لپاره يې نږدې ٣٠ ميليارده ډالرو ته اړتيا ده، ترڅو له دې لارې په اقتصادي برخه کې وده وکړي.

هندوستان، چې له ٢٠٠٢زېږديز کال راهيسې افغانستان سره له يو ميليارد ډالرو زياتې مرستې کړې دي، غواړي د افغانستان د کانونو په برخه کې، چې د امريکا د متحده ايالاتو د ځمکې پېژندنې ادارې له خوا د يو تريليون ډالرو په ارزښت اټکل شوي، له چين سره خپله سيالي ترسره کړي. 

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814