Article

''د مسک عينک کان د استخراج چارې دې پيل شي''

پل علم (پژواک ١٧ ليندۍ ٩٣): چارواکي وايي چې د لوګر د مس عينک کان د امنيت لپاره يې د پوليسو٨٦ پوستې ځاى پر ځاى کړي او قراردادي کمپنۍ بايد په کې خپلې چارې پيل کړي.

د مس عينک کان قرارداد له ''ام سي سي'' چينايي کمپنۍ سره شوى، چې د چارواکو په وينا، له څه مودې راهيسې يې کارونه درولي دي.

دا څرګندونې د لوګر سرپرست والي نياز محمد اميري او د ياد کان د امنيت ساتنې د ځانګړو ځواکونو قوماندان تېره ورځ ناوخته  له دغه کان څخه د لېدنې پر مهال وکړې.

په دې لېدنه کې پر حکومتي  چارواکو سربېره يو شمېر وکيلانو هم برخه لرله.

د مس عينک کان پروژې د امنيت ساتنې د ځانګړو ځواکونو قوماندان مل پاسوال محمد نسيم مسعود په سيمه کې خبريالانو ته وويل چې د دې کان د ساتنې لپاره ١٧٥٠ پوليس ګومارل شوي دي.

هغه وايي چې دا پوليس يې د کان په شاوخوا سيمو کې په ٨٦ امنيتي پوستو کې تنظيم کړي، چې له امله به يې وسله وال ونه توانېږي ، چې د کان د کارونو پر وړاندې ممکنه ستونزې جوړې کړي.

هغه اعلان وکړ ، چې قراردادي کمپنۍ کولى شي په ياد کان کې خپلې استخراجي چارې پر مخ يوسي.

نوموړي پاکستان تورن کړ چې د ياد کان د ساحې په ناامنيو کې لاس لري ، خو يادونه يې وکړه چې تر دې وروسته به اجازه ورنه کړي څو وسله وال ياد کان ته څېرمه سيمې ناامنه کړي.

د لوګر سرپرست والي سيمه کې د خبري کنفرانس پر مهال وويل، د دې لپاره يې له دغه کان څخه لېدنه وکړه چې امنيت يې وڅاري.

اميري وويل  چې د کان امنيت خوندي دى او قراردادي کمپنۍ دې تر دې وروسته په ډاډه زړه خپل کارونه په کې پيل کړي.

ده زياته کړه: (( ام سي سي چينايي کمپنۍ دې امنيت نه بهانه کوي، را دې شي کار دې پيل کړي؛ ځکه اوس د کان د ټولو شاوخوا سيمو امنيت خوندي دى.))

 

ولايتي چارواکو د دغه کان له يو شمېر امنيتي پوستو څخه لېدنه هم وکړه.

دا کان په محمداغې ولسوالۍ کې دى، چې په شاوخوا لرې سيمو کې يې د غرونو څنډو ته د ځايي خلکو کورونه هم شته ، خو د دغو غرونو پر سرونو  هم د پوليسو پوستې ځاى پر ځاى شوې دي.

سرپرست والي له کان څخه نږدې ١٠ کيلومتره لرې په يوه امنيتي پوسته کې خبريالانو ته وويل : (( موږ ټولې هغه ستونزې حل کړي چې په حکومت پورې يې تړاو درلود، نور کار د کمپنۍ دى چې راشي او کار پيل کړي.))

د ولايتي شورا غړي ډاکټر عبدالولي وکيل پژواک اژانس ته وويل چې د مس عينک کان د کارونو لپاره  هيڅ ډول ننګونې نه شته او په سيمه کې امنيتي ستونزې حل شوې دي.

دي وايي : ((امنيت په بشپړ ډول تامين دى خو چينايان بايد نور خپل کارونه پيل کړي.))

د شورا يوه بل غړي سيدقريب سادات پژواک سره په خبرو کې وويل چې حکومت بايد پر يادې کمپنۍ فشار راوړي چې ژر تر ژره خپل کارونه پيل کړي.

د کانونو وزارت چارواکو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي .

پژواک اژانس په کابل کې د ام سي سي دفتر ته د يادو چارواکو د څرګندونو په اړه د رسمي ايميل له لېږلو سره سره بيا هم ځواب ترلاسه نه کړ.

پژواک  به د يادې  کمپنۍ له لوري د ځواب له ترلاسه کولو وروسته د هغوى نظر هم خپور کړي.

د مس عينک کان د استخراج قرارداد په   ۲۰۰۸ م کال کې له ''ام سي سي'' کمپنۍ سره وشو، چې له مخې يې ټاکل شوې، په څلور کلونو کې به د دغه کان  ټول لومړي کارونه لکه سړک، د ريل پټلۍ، برېښنا او نور ترسره شي، خو تراوسه په دې برخه کې ډير څه نه دي شوي.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814