Article

"تخار کې زرګونه عام وګړي د سرو زرو په چاڼ بوخت دي"

تالقان (پژواک ٢١ ليندۍ ٩٣): د تخار د مرکز تالقانو ښار په ختيځه برخه خطايان سيمه کې شاوخوا درې زره تنه د سيند د غاړو له شګو سره زر راباسي او ګټه وټه ترې ترلاسه کوي.

دا کاريګر وايي چې په ژمي کې يې کاروبار له دې له امله  ښه کېږي، چې په سيند کې اوبه لږ وي.

د شاوخوا سيمې اوسېدونکوپه وينا، چې له کلونو راهيسې د سيمې خلک خپل لګښت له زر شويي څخه ترلاسه کوي.

د دغوکسانو په ډله کې يو هم ۵۰ کلن عبدالکريم دى، چې په وينايې له دېرشو کلونو راهيسې په همدغه سيمه کې د شګو په مينځلو بوخت دى.

هغه د خپل ورځني کار په هکله پژواک خبري اژانس ته وويل:((يومترپلاستيک را اخلو دلته يې هواره وو، برسېره پرې د پسه وړۍ اچوو، وروسته ورباندې سپين سان غوړوو، چې سره زر له شګو جلا شي، بيا موږ د دې سان له مخ څخه  سره زر را اخلو.))

دغې سيمې ته د سرو زرو د را ايستلو لپاره له نورو ولسواليو، فرخار، کلفګان او د تالقانو ښار له شاوخوا سيمو څخه هم خلک راځي.

د کلفګان له ولسوالۍ څخه راغلي رجب علي چې د سرو زرو د موندلو په موخه د سيند د غاړې په کېندلو بوخت و پژواک ته ويل ، چې له شګو څخه د سرو زرو د چاڼ کولو په برخه کې مهارت لري.

هغه وايي چې دوى لومړى ځاى په نښه کوي او بيا د يوم،کولنګ او نورو ساده وسايلو په مټ د ځمکې په کېندلو پيل کوي.

دى وايي:((هره سيمه ځانته ليکه لري، په هر ځاى کې سره زر نه شته.په کوم ځاى کې چې سره زر وي ځانته ډبرې لري، چې د چخني په نامه يادېږي اوهغه شګه چې سره زر ولري له نورو شګو سره توپير لري، که هماغه شګې يا ډبرې په هره سيمه کې ولېدل شي موږ پوهېږو، چې هلته سره زر شته. موږ بيا دغه سيمه شکوو، له پنځو تر پنځلسو ورځو پورې په کې کارکوو، که بيخي بېکاره پاتې هم شو همدغه کارته دوام ورکوو څو چې يوڅه په کې پيدا کړو، ځينې ځايونه ۱۱ متره اوځينې نور۱۲ متره کېندل کېږي.))

دى وايي چې دکور د ورځنيو لګښتونو دپوره کولو لپاره همدا يوکار دى، چې له سهاره تر مازيګره پورې د سيند پر غاړه د شګو په اړولو را اړولو بوخت وي او  د ورځې له ٢٠٠-٥٠٠ افغانۍ ګټي.

دغه راز د سراسيا دکلي اوسېدونکى محب الله وايي: (( په ورځ کې يو، نيم مثقاله سره زرترلاسه کوو. موږ  دغه سره زر له  ۶ تر ۸ زره افغانيو پلورو او بيايې په خپلومنځو کې وېشو، هره ورځ يوشان نه وي، کله دوه نيم سوه کېږي، کله درې سوه اوکله هم يوسل اوپنځوس افغانۍ کېږي.))

دغه کانونه په ولايت کې په خپلسري او نا مسلکي توګه کېندل کېږي، خو د دغه ولايت د کانونو امر طاهرخان وايي د خطايان د سروزرو کان رسوبي کان دى، چې په مشکل ترې سره  زر تر لاسه کېږي.

هغه زياتوي : (( دخطايان د زرشويي سره زر، په رسوبي شکل شتون لري، دکانونو وزارت له خوا انجنيران راغلي و، خو ويې کتل چې ډېر لږ سره زره لري، خلکوته يې د کېندلو اجازه ورکړه، چې د خلکو روزګار ورسره ښه شي. خطايان د نورابه د سرو زرو دکان په څېر نه دى، چې يوڅه لاس ته راشي او دقرارداد وړ وي، اوس دلته کوم تړون هم نشته، هلته يوشمېر بېوزله خلک کارکوي که سره زره يې لاس ته ورنغلل، د تېږو او شګو په خرڅولوسره يوڅه پيسې ګټي.))

له زر شويي څخه د لاسته راغليو سرو زر يو سودا ګر حاجي صلاح الدين وايي، چې يو مثقال سره زر له کاريګرو څخه په ۹۲۰۰ اخلي او له تصفيې وروسته يې بيا په لوړه بيه پلوري.

صلاح الدين وايي، يو مثقال  ۴،۵۸ ګرام کېږي چې په تصفيه کې يې ۸۰ سلنه خالص سره زر ترې راوځي.

نوموړی وايي دغه سره زر  په کور دننه نه کارول کېږي .

ده زياته کړه: (( له دغو زرو څخه په کور دننه د ګاڼې په جوړولو کې کار نه اخيستل کېږي، ډېرى برخه يې ايران او پاکستان ته لېږدول کېږي، هلته ترې ګاڼه جوړېږي او د عربي سرو زرو په نامه بېرته افغانستان ته راځي.))

د تخار د کانونو رياست د ګادستر مدير انجنير هدايت الله پژواک ته وويل  چې ددغه ولايت د تالقانو، د کوکچې او د اموسيند په غاړو کې شاوخوا درې زره کسان په زر شويي بوخت دي.

هغه وايي چې دغه سيمې د کانونو په ډله کې نه راځي په وينا يې چې له لرې غرونو او سيمو څخه د سرو زرو وړې وړې ټوټې له شګو او اوبو سره يو ځای راځي.

نوموړی وايي ، چې د تالقانو د سيند له غاړو څخه لاسته راغلي سره زر ښه کيفيت لري.

نوموړی وايي، د کانونو وزارت هڅه کوي  د زر شويانو لپاره يوه لايحه جوړه کړي  .

د تخار د کانونو مدير وايي ، د زر شويانو شمېر تر اوسه نه ده معلوم، خو ددغې لايحې په جوړېدو سره يې ثبتول پيليږي.

 

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814