Article

“که حکومت پام ونه کړي د اوسپنې ويلې کولو فابريکې له فعاليته غورځي”

کابل (پژواک ٢١ سلواغه ٩٣): د افغانستان د صنايعو ټولنه ګواښ کوي، چې که  تر راتلونکې يوې مياشتې پورې د صنعتکارانو غوښتنو ته پام ونه شي او حکومت په خپلو ژمنو عمل ونه کړي نو د هېواد د اوسپنې د ويلې کولو د ټولو فابريکو کار په ټپه ودروي.

 د اوسپنې په وارداتي الاتو باندې د ګمرکي تعرفو لوړول، د صنايعو د توليد په ځانګړي ډول د اوسپنې د ويلي کولو صنعت لپاره د برېښنا د بيو راکمول، د اوسپنې د کباړ او زړو الاتو په خپلسري ډول له پلور او ليلام مخنيوى، په هېواد کې يواځې د ماليې وزارت د زړو وسايلو د کمېټې له لارې د زړو وسايلو پلورل؛ د افغان صنعتکارانو له غوښتنو بلل کېږي چې نن يې د يوې اعلاميې په صادرلو سره مطرح کړي دي.

 دوى ويلي، دولت اړ دى څو له کورنيو توليداتو په ټولو ودانيزو او د ابادۍ په پروژو کې د پراختيا لپاره له داخلي صنايعو ګټه پورته کړي.

 د افغانستان د صنايعو ټولنې مشر سخي احمد پيمان نن په هغه ناسته کې چې نن په کابل کې د اوسپنې د ويلې کولو له يو شمېر فابريکو لرونکو سره درلوده وويل، چې دولت بايد له هېواد څخه د خامو توکو د قاچاق په مخنيوي سره له ٥٠ څخه تر ٦٠ ميليارد ډالرو پورې افغانانو ته په هېواد کې د اقتصادي ودې زمينه مساعد کولى شي.

نوموړي څرګنده کړه، چې د ملي يووالي حکومت مشرانو د ټاکنيزو مبارزو پر مهال ژمنه کړې وه چې د کورنيو صنايعو د پراختيا لپاره به اړين ګامونه پورته کوي.

خو هغه زياته کړه، چې د حکومت مشرانو تر اوسه پورې په دغه برخه کې په خپلو ژمنو عمل نه دى کړى.

د هغه په وينا، اوسمهال افغانستان د اوسپنې د ويلي کولو په ګډون په ١٩ سکتورونو کې په خپلو پښو ولاړ دى او د حکومت د پاملرنې په صورت کې به په راتلونکو پنځو کلونو کې د هېواد د وارداتي توکو پنځوس سلنه اړتياوې په کور د ننه کې حل شي.

هغه وويل، چې د اوسپنې د ويلې کولو له صنعت څخه د حکومت د نه ملاتړ له امله دغه صنعت په هېواد کې په دغه برخه کې د ١٢٠ ميليون ډالرو پانګونې سره سره موجودې لس فابريکې، چې هره ورځ د ٥٠٠ ټن د بېلابېلو اوسپنو لکه سيخ ګول ، ګاډر، ټي ايرن او نورو د توليد وړتيا لري، اوسمهال له ځوړوند حالت سره مخ دي.

نوموړي، د ګاونډيو هېوادونو د فابريکه لرونکو له لوري د دا ډول توليداتو د بيو ٣٠ سلنه راکمول، د ورته واردتاتو د ګمرکي تعرفو کموالى، د صنعتي برېښنا لوړه بيه او له هېواده د زړو اوسپنو او الاتو ډېر لېږد، د دغه صنعت د ځوړوندوالي لامل وبلل.

د اوسپنې د ويلې کولو د يوې فابريکې مشر حاجي عطاءالله وردګ په دغه ناسته کې وويل: " دولت د دې پر ځاى چې له موږ سره مرسته وکړي، له موږ ګټه اخلي او يو کيلو واټ برېښنا څه کم دوه افغانۍ تماميږي، خو له صنعتکارانو يې شپږ افغانۍ اخيستې او اخلي يې."

هغه زياته کړه چې خام توکي او داغ شوي توکي له هېواده بهر ته قاچاق وړل کېږي او د ورته توليداتو  ګمرکي تعرفې په داسې حال کې بيخي ناڅيزه ده چې د ګاونډيو هېوادونو صنعيت کاران هڅه کوي چې افغانستان په راتلونکي کې هم يو مصرفي هېواد وي.

د هغه په خبره، اوسمهال شاوخوا ٥٠-٦٠ پورې بېلابېلې صنعتي فابريکې په همدې سبب له فعاليت نه لوېدلې او که چېرته دولت د صنعت د ودې په مخکې د پرتو خنډونو د لرې کولو لپاره اقدام ونه کړي، نو په يوه راتلونکي مياشت کې به په هېواد کې د وسپنې ويلې کولو د لسو فعالو فابريکو فعاليت هم ودرېږي.

د وسپنې ويلي کولو د فابريکو يوه بل مالک عبدالله رسولي چې په دې غونډه کې يې ګډون درلود، وويل:((دولت د صنايعو په فکر کې نه دى، موږ پور کړى، د بانکونو پوروړي يو، ٤٠٠ ټنه توليد لرو، خو که دولت راته ډېر ژر پاملرنه ونه کړي؛ نو اړ به شو چې خپلې فابريکې وتړو.))

نوموړي وويل چې اوسمهال يو ټن سيخ ګول ايرانى سيخ په کابل کې په ٦٢٥ډالره پلورل کېږي، خو د صنعتکاران له پاره په ٦٥٥ ډالر تمامېږي.

نوموړي له حکومت څخه غوښتنه وکړه د هغو يو ميليارد ډالرو مخنيوى دې وکړي چې هر کال د وسپنيزو الاتو د واردولو لپاره له هېواد څخه اېستل کېږي.

نوموړي زياته کړه چې اوسمهال د وسپنې ويلې کولو فابريکې پر ځان بسيا شوې او کولى شي چې د هېواد اړتياوې په غوره کيفيت سره پوره کړي.

ددې ټولنې مرستيال عبدالجبار ساپي وويل که چېرته دولت د کارموندلو توان نه لري، صنعتکاران دې وهڅوي  و ملاتړ دې ورڅخه وکړي چې د ټولنې د هر پوړ خلکو( لوستو او نالوستو) ته د کار زمينه مساعده شي.

هغه وويل چې په ١٣٨٢ لمريز کالکې حکومت د نوشابې صنعت له توليد څخه ملاتړ وکړ او د ورته وارداتي تعرفې اندازه يې لوړه کړه چې په پايله کې يې په کلني ډول له افغانستان څخه د ٢٠٠ ميليون ډالرو د وتلو مخنيوى وشو او په دې برخه کې سلګونه ميليون ډالره نوره پانګونه هم وشوه.

دهغه په خبره، په هغه صورت کې چې دولت له صنعت کارانو څخه ملاتړ وکړي او دهغوى مشروع غوښتنې چې په ټولو هېوادونو کې رواج دي ومني، پانګه وال حاضر دي چې په بېلابېلو برخو کې پانګونه وکړي.

نوموړي د حکومت له مشرانو څخه غوښتنه وکړه چې د صنعت د ودې په برخه کې خپلې کړې مشورې په عمل کې پلې کړي او د افغانستان د صنعتي کېدو لپاره له ځانه وړتيا وښيي.

ساپي وويل چې د دولت ملاتړ به د ملي اقتصاد او صنعت د ودې سبب شي او بايد په دې برخه کې عملي ګامونه واخيستل شي.

دا به داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني په خپلو ويناوو کې د هېواد په صنعتي کېدو او د صنعت په وده ټينګار کړى او له دولتي ادارو څخه يې غوښتي د توليداتو د ودې په موخه له کورنيو توليداتو ملاتړ وکړي.

نوموړي همدارنګه له پانګوالو غوښتي چې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره د سمنټو او فولادو په برخه کې خپلې پانګونې ته لومړيتوب ورکړي.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814