صنعت او صادرات

“که حکومت پام ونه کړي د اوسپنې ويلې کولو فابريکې له فعاليته غورځي”

کابل (پژواک ٢١ سلواغه ٩٣): د افغانستان د صنايعو ټولنه ګواښ کوي، چې که  تر راتلونکې يوې مياشتې پورې د صنعتکارانو غوښتنو ته پام ونه شي او حکومت په خپلو ژمنو عمل ونه کړي نو د هېواد د اوسپنې د ويلې کولو د ټولو فابريکو کار په ټپه ودروي.

"اينده درخشان" د مالګې فابريکه خپل توليدات په دولتي ملاتړ پورې تړلي بولي

د افغانستان توليد:

کابل (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٣): په کابل کې د ايودين لرونکې مالګې د توليد فابريکه په ٢٤ ساعتونو کې ٢٠٠ ټنه مالګه توليدوي، خو د فابريکې چارواکي وايي چې د دولت د ملاتړ په صورت کې کولى شي چې د ټول هېواد د مالګې اړتيا پوره کړې.

د "اينده درخشان" فابريکه په ١٣٩٢ لمريز کال کې په کابل کې په ٢٠٠زره امريکايي ډالر جوړه شوې ده. دغه فابريکه تر دې وړاندې يو شرکت و چې مالګه يې له بهره واردوله، خو له هغه وروسته يوه توليدي فابريکه شوه.

په بلخ کې د ښيښې جوړولو فابريکه جوړېږي

کابل (پژواک، ٢٢ مرغومى ٩٣): په بلخ ولايت کې به دې د ښيښې شګې کان په استخراج سره به په دغه ولايت کې د ښيښې او ناشکن جوړولو لومړۍ فابريکه جوړه شي.

د دغه کان د استخراج تړون د ١٣٩٢ لمريز کال د غويي مياشتې په ٢١مه نېټه د لس کلونو لپاره له افغان-امريکايي ګډې کمپنۍ "ياسمين ماينينګ" سره د لسو کلونو لپاره لاسليک شوى دى.

د بلخ د کانونو او پټروليم وزارت د چارواکو په خبره، د ښېښې رېګ کان يا " کوارتزي رېګ" د دغه ولايت په شولګرې ولسوالۍ کې دى.

له رخام ډبرې څخه جوړ شوي مصنوعات ښه بازار لري

کندهار ( پژواک، ٢٠ مرغومى ٩٣ ) : په کندهار ولايت کې د لومړي ځل لپاره د رخام ډبرې د پروسس فابريکه جوړه شوې چې د هلمند له ديشو ولسوالۍ څخه ورته ډبرې راوړل کېږي او له توږلو وروسته ورڅخه ښکلي توکي جوړېږي.

که څه هم د هلمند په مرکز لښکرګاه کې کلونه وړاندې د وخت د حکومت له خوا دغسې يوه فابريکه جوړه شوې او په دې وروستيو کې خصوصي سکتور ته سپارل شوې ده، خو په کندهار کې دا لومړى ځل دى چې د خصوصي سکتور په پانګونه دغسې يوه فابريکه جوړېږي.

د کندهار شاه مقصودي تسبو نړيوال بازار موندلى

کندهار (پژواک، ١٧ لېندۍ ٩٣): په کندهار کې له شاه مقصود ډبرو جوړېدونکې تسبې (تسبېح) نه يواځې په کور دننه، بلکې له هېواده بهر هم ځانګړى شهرت او ښه بازار لري.

د شاه مقصود ډبره د خاکرېز ولسوالۍ په غرونو کې موندل کېږي چې له را ايستنې وروسته ترې تسبې جوړېږي او بيا په لوړه بيه بازار ته وړاندې کېږي.

په دغه ولايت کې د تسبو جوړولو دغه لاسي صنعت اوږده مخينه لري چې د وخت په تېرېدو يې نوره وده هم کړې او ډېر مينه وال لري.

په کندهار ښار کې شاوخوا شل داسې کارځايونه شته چې لسګونه کسان په کې له يادې ډبرې د تسبو جوړولو پر کار بوخت دي.

"د افغانستان کاني توکيله رېل پرته نړيوالو بازارونو ته نه شي رسېدى"

کابل (پژواک ١٨ کب ٩٢): "تر څو چې افغانستان د رېل پټلۍ د ٣٦٠٠ کيلومتره لنډ واټن پر جوړولو کار پيل نه کړي. نو د وسپنې، مسو او سروز زرو په څېر د دغه هېواد نورو کاني توکو د بندو شتمنيو ته د خلاصون کيلي نه شي موندلى."

دغه مطلب د (BLOOMBERG)په نامه ويبپاڼه کې په خپاره شوي راپور کې څرګند شوى دى.

يادې ويبپاڼې په خپل دغه راپور کې د افغانستان د رېل ګاډي پټلۍ په جوړېدو او له ٢٠١٤ کال وروسته له افغانستان څخه د بهرنيو پوځي ځواکونو وتو ته په پام سره د دې موضوع پر اوسني وضعيت هم څېړنه کړې ده.

د تخار ولايت مالګه نورو ولايتونو ته صادرېږي

تالقان(پژواک ١٨ مرغومى ٩٢): د تخار ولايت د کانونو رياست چارواکي وايي، چې د اب نمک ولسوالۍ د تاقچه خانې د مالګې کان توليدات نورو ولايتونو ته صادرېږي.

تخار ولايت د هېواد  له شمال ختيځو ولايتونو څخه شمېرل کېږي، چې ٤٦ بېلابېل کانونه لري او په ځينو کې يې تر ١٥٠٠ زيات کارګر په کار بوخت دي.

ددې کانونو له ډلې څخه يو هم  په نمک اب ولسوالۍ کې د تاقچه خانې د مالکې کان دى.

په حيرتان بندر کې د تېلو د تصفيې فابريکه پرانيستل شوه

 مزارشريف (پژواک ٣ وږى ٩٢): د بلخ ولايت په بندري ښار حيرتان کې د ۳۰ ميليونه ډالرو په لګښت  د تېلو د تصفيې لومړۍ ستره فابريکه پرانيستل شوه.

 دغه فابريکه چې کام ايل انټرنشنل نومېږي، د هېواد په کچه د تېلو د تصفيې لومړۍ ستره افغاني فابريکه ګڼل کېږي.

 د افغانستان د کانونو او پتروليم وزارت مرستيال جميل حارث، رسنيو ته وويل چې دغه فابريکه د ورځې ۱۰۰۰ لېتره تېل تصفيه کوي.

 نوموړي زياته کړه، چې د هېواد د امو دريا په نامه د تېلو د استخراج د ساحې د خامو تېلو يوه برخه به دلته تصفيه کېږي.

د هرات د سمنټو د توليد تړون له يوه ايراني شرکت سره وشو

کابل (پژواک ٢٨ کب ٩٠): د افغانستان د کانونو وزارت، په هرات کې د ډبرو سکرو د استخراج او سمنټو د توليد تړون له يوه ايراني شرکت سره لاسليک کړ، چې له لارې به يې په کال کې لس ميليونه ډالره عايد ترلاسه شي.

دکانونو وزير وحيدالله شهراني نن په کابل کې د دغه تړون د لاسليک په ناسته کې خبريالانو ته وويل، چې د ((پېشګامان صنعت مجد)) په نوم ياد شوى ايرانى شرکت به په لومړي پړاو کې په دې برخه کې ١٥٠ ميليونه امريکايي ډالره پانګونه وکړي.

له اوبلن ګاز څخه د ٢٠٠ ميګاواټه برېښنا د توليد دستګاه جوړېږي

کابل (پژواک ١٦ مرغومى ٩٠): په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره له اوبلن ګاز څخه په ګټې اخيستنې سره د ٢٠٠ ميګاواټه برېښنا د توليد دستګاه جوړېږي .

دغه څرګندونې د افغانستان د کانونو وزير وحيدالله شهراني په يوه ځانګړې مرکه کې پژواک خبري اژانس ته وکړې .

هغه زياته کړه چې له اوبلن ګاز څخه په  استفادې د برېښنا د توليد دستګاه جوړولو پلان په اړه يې د اړونده وزارتونو  موافقه ترلاسه کړې او په پام کې ده، چې په راتلونکيو څلورو اونيو کې د افغانستان کابينه يې هم تصويب کړي .

Pages

Give us a call on +93 20 220 1814