Article

"اينده درخشان" د مالګې فابريکه خپل توليدات په دولتي ملاتړ پورې تړلي بولي

د افغانستان توليد:

کابل (پژواک، ٢٣ مرغومى ٩٣): په کابل کې د ايودين لرونکې مالګې د توليد فابريکه په ٢٤ ساعتونو کې ٢٠٠ ټنه مالګه توليدوي، خو د فابريکې چارواکي وايي چې د دولت د ملاتړ په صورت کې کولى شي چې د ټول هېواد د مالګې اړتيا پوره کړې.

د "اينده درخشان" فابريکه په ١٣٩٢ لمريز کال کې په کابل کې په ٢٠٠زره امريکايي ډالر جوړه شوې ده. دغه فابريکه تر دې وړاندې يو شرکت و چې مالګه يې له بهره واردوله، خو له هغه وروسته يوه توليدي فابريکه شوه.

د فابريکې چارواکي وايي چې فابريکه په يوه شپه ورځ کې د ١٩٢ ټنه مالګې د توليد ظرفيت لري، خو د خپلو پېرېدونکو غوښتنې ته په پام سره اوسمهال په مياشت کې دوه ورځې فعاليت کوي او څلور ټنه مالګه توليدوي.

د "آيندۀ درخشان" فابريکې مشر ميراقا شريف وايي چې د دوى توليدات پخوا ښه وو، خو دا چې دولت د مالګې کانونه هغه چا ته په قرارداد ورکړي چې هم مالګه استخراجوي او هم هغه په خپلو فابريکو کې توليد او بازار ته وړاندې کوي؛ ځکه خو دې چارې د دوى بازار سوړ کړى دى.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په لومړيو کې يې په يوه شپه ورځ کې شاوخوا ٢٠٠ ټنه ايودين لرونګې مالګه توليدوله، خو اوس په يوه مياشت کې ١٠ ورځې توليد لري چې توليدات يې په شپه ورځ کې څلورو ټنو ته رسېږي.

همدارنګه په پيل کې يې سل کارګر په کار بوخت وو، خو اوس دغه شمېر لسو کسانو ته رسېدلې دى.

شريف زياته کړه چې فابريکه توانېدلې وه چې سلګونه کسه په غير مستقيم ډول په کار بوخت کړي او دوى هغه کسان وو چې مالګه يې نورو ولايتونو ته لېږدوله، خو اوس يې شمېر له لسګونو کسانو زيات نه دى.

هغه د ناخوښۍ په څرګندولو سره وويل: ((اوس د دې پر ځاى چې زموږ پانګه زياته شي، خپله لومړنۍ پانګه مو چې دوه سوه زره امريکايي ډالره وه، هم له لاسه ورکړې ده.))

د فابريکې مشر زياته کړه چې د فابريکې د توليد ځاى ډېر وړوکى دى او دوى يوې پراخې ساحې ته اړتيا لري، څو ځلې يې د افغانستان له پانګونې د ملاتړ ادارې (ايسا) ته مراجعه کړې او عريضه يې ورکړې، خو چارواکو تر اوسه هم د ځمکې کومه نومره دوى ته نه ده ورکړې.

شريف زياته کړه: ((که چېرې دولت راڅخه ملاتړ وکړي، نو کولى شو چې د ايودين لرونکې مالګې په برخه کې د ټول هېواد اړتيا پوره کړو.))

د کورنيو توليداتو د فرهنګ دودېدل:

د اينده درخشان فابريکې مشر وويل چې کورني توليدات ښه کيفيت لري او پېرونکي يې ورڅخه راضي دي.

هغه زياته کړه چې ډېر هټيوال مالګه د دوى له فابريکو مالګه پېري او د دوى د مالګې توليدات په کابل، پروان، ميدان وردګو او باميانو کې هم پېرونکو ته وړاندې کېږي.

نوموړي زياته کړه چې د عامې روغتيا وزارت له خوا ورته يو اسټنډرډ ټاکل شوى او دوى د وزارت له لارښوونو سره سم مالګه توليدوي او مارکېټ ته يې وړاندې کوي.

د شريف په خبره، په ١٨ ټنه مالګه کې يو کيلو ايودينو ته اړتيا ده، څو د خوړو په مالګه بدله شي. هر کيلو ګرام ايودين په ٥٠ امريکايي ډالرو پېري، وروسته له عادي مالګو سره ګډېږي او که چېرې يې ايودين له اندازې ډېر شي، نو مالګه د کارونې وړ نه ده.

د ايودين لرونکې مالګې د کارولو ګټه:

د وهاج خصوصي روغتون مشر ډاکټر محمدهاشم وهاج وويل چې ايودين لرونکې مالګه په فابريکو کې پروسس او توليد کېږي چې د نورو عادي مالګو په پرتله صحي ده.

هغه زياته کړه چې دغه ډول مالګه د دې تر څنګ چې د جاغور ناروغۍ په او د دماغي ګډوډيو په مخنيوي کې اغېز لري، بلکې د ماشومانو په ذکاوت او وده کې هم ډېر اغېزمنه ده.

ډاکټر وهاج اميندوارو ميندو ته سپارښتنه کوي چې د دماغي ودې، ذکاوت او ماشومانو د ودې لپاره ايودين لرونکې مالګه وکاروي، هغه زياته کړه: ((له ايودين لرونکې مالګې په ګټه اخيستو کولى شو چې د کورنۍ راتلونکي په ځانګړي ډول د خپلو ماشومانو راتلونکې تضمين کړو.))

نوموړى د ايودين کمښت د ماشومانو پر زيان بولي او زياته يې کړه چې د ايودين کمښت د دې تر څنګ چې د ماشومانو له ودې مخنيوى کوي، بلکې د جاغور او ياد هېرولو لامل ګرځي.

د جاغور ناروغي د ججوري له لويوالي عبارت ده چې اکثره وخت د غاړې په څنګ کې د سختې کتلې په بڼه او راوتلې بڼه را څرګندېږي او په تدريج لويېږي.

متخصصين د دې ناروغۍ د پيدا کېدو لامل د انسان په وجود کې د ايودين کمښت بولي چې يو کيمياوي عنصر دى.

دوى د دې ناروغۍ جانبي عوارض د غږ لوېدل، نفس تنګي، د خوړو په تېرولو کې ستونزې، د ذکاوت کمښت، د ونې (قد) ټيټ والى او په زېږون کې رامنځته کېدونکې ستونزې بولي.

د قرارداديانو له خوا د مالک انحصار:

د اينده درخشان فابريکې مشر وويل چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د کانونو او پټروليم وزارت د مالګې کانونه قرارداديانو ته سپارلي او دغه قرارداديانو په استخراج، توليد او وړاندې کولو سره فابريکې نورې هم په خپل انحصار کې راوستې دي.

هغه زياته کړه: ((موږ په انحصار کې يو او اوس خام با کيفيته توکي په واک کې نه لرو، که چېرې يې له بهر نه هم را وارد کړو؛ ٤٠ سلنه ټکس اخلي چې دا ډېره لوړه کچه ده.))

نوموړي زياته کړه تصميم لري چې په نږدې راتلونکي کې له کانونو وزارت سره خبرې وکړي چې يا کورني با کيفيته خام توکي برابر کړي او يا هم ټکس راکم کړي، څو دوى وکولى شي چې خام توکي له بهر نه را وارد کړي.

شريف ادعا وکړه چې قرارداديان تر اوسه نه دي توانېدلي چې کانونه په فني او معياري بڼه استخراج کړي او په اوس وخت کې مالګه فوق العاده خرابه ده. له کانونو څخه مالګه په جبل او ډېره لومړنۍ بڼه او غير معياري توګه را ايستل کېږي.

د ده په خبره، د فارياب د اندخوى د مالګې کانونه او د تخار نمک اب کان د څلوېښت سلنه سوډيم کلورايډ روڼوالى نه لري، ډبرې او شګې په کې دي چې مالګه يې د کارونې وړ نه ده.

د هغې د منځلو لپاره يوې سترې فابريکې ته اړتيا ده، خو له بدغه مرغه چې داسې کومه فابريکه نشته چې مالګه ومينځي.

سرچينې زياته کړه چې د کانونو قرارداديان يو ټن لوړه مالګه په اووه زره افغانۍ پلوري، خو همدا مالګه په بازار کې ټن په څلور زره پلورل کېږي.

د پورونو ورکولو زمينه دې برابره شي:

د دې فابريکې چارواکي وايي چې حکومت قانون ته په پام سره مکلف دى چې له متشبثينو سره همکاري وکړي او په کمه سلنه ورته اوږدمهال پورونه ورکړي.

دوى د پورونو د ورکړې د بڼې په اړه هم نيوکه کوي او زياتوي چې بانکونه په کم وخت او کمه ګټه زيات پور ورکوي چې د يوه شرکت لپاره ډېر ستونزمن دي چې په يوه کال کې له سل زرو څخه ١٣ زره ډالر ګټه ترلاسه کړي.

شريف ادعا کوي چې په افغانستان کې قانون نه پلى کېږي او په هېواد کې يوه ناسالمه سيالي روانه ده او دولت هم د فابريکو وضعيت ته پاملرنه نه کوي.

د ده په خبره، په نورو هېوادونو کې هغه فابريکې چې د کار جواز لري، حکومت ورته د اوږدمهاله پورونو زمينه تر ١٥ کلونو پورې مساعدوي، خو په افغانستان کې له خصوصي سکتور څخه ملاتړ نه کېږي.

د دولت نه پاملرنه:

د فابريکې چارواکي وايي چې دوى خپله فابريکه د هېواد د صنعت د ودې او هېواد د اقتصادي وضعيت د ښه کېدو او خلکو ته د خدمت په موخه فعاله کړې، خو له بده مرغه چې د دوى توليدات مخ په کمېدو دي چې عمده دليل يې له متشبثينو سره د حکومت همکاري نه کول دي.

د "اينده درخشان" فابريکې مشر وويل چې په لومړيو څلورو کلونو کې يې ښه توليدات لرل او دوى توانېدلي وو چې شاوخوا پنځوس سلنه هېواد تر پوښښ لاندې راولي، خو وروسته له هغه چې کان قرارداديانو ته ورکړل شو، نو د ناسالمې سيالۍ له امله د دوى توليدات او پلور کم شو.

هغه زياته کړه چې د کانونو وزارت بايد فابريکه لرونکو ته خام توکي چمتو کړي او له دې پرته په کم ټکس سره متشبثينو ته د خامو توکو د واردولو اجازه ورکړي چې وکولى شي په ښه بڼه فعاليت ترسره کړي.

شريف وويل: ((د سوداګرۍ وزارت هم خپل ټکس زيات کړى او په همدې سبب موږ نه شو کولى چې خام توکي له بهره نه هېواد ته وارد کړو.))

هغه زياته کړه چې که چېرې وضعيت په همدې ډول مخې ته ولاړ شي، خپله فابريکه به ودروي او هېڅ وخت به په دې برخه کې پانګونه ونه کړي، همدارنګه په راتلونکي کې به اړ وي چې په نورو برخو کې پانګونه وکړي او که چېرې په نورو برخو کې هم دا ډول ستونزې وي، نو ښايي هېڅ پانګونه ونه کړي.

د ده په خبره، که چېرې حکومت په راتلونکي کې همکاري وکړي، نو د خپل کار د دوام په اړه به تصميم ونيسي.

د فابريکې مشر له دولته وغوښتل چې د خصوصي سکتور د ملاتړ په صورت کې دوى کولى شي چې له بهرنيو فابريکو سره سيالي وکړي او حتى خپل توليدات بهر ته هم صادر کړي او په راتلونکي کې افغانستان پر خپلو پښو ودرېږي.

هغه وويل: ((که چېرې له متشبثينو سره مرسته ونه شي، ښايي په راتلونکي کې ګاونډيو هېوادونو ته اړ شو او خلک مو د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره نورو هېوادونو ته ولاړ شي.))

د کانونو او پټروليم وزارت دريځ:

د دغه وزارت چارواکي وايي چې دوى کانونونه داوطلبۍ ته ورکړي چې يو شمېر شرکتونه د خپل ښه وړانديز له امله بريالي اعلان شول او اوسهال فعاليت کوي.

د کانونو او پټروليم وزارت وياند محمدرفېع رفيق صديقي پژواک ته وويل چې د خامو توکو وېش په ګټونکې کمپنۍ پورې اړه لري او دغه وزارت په کار کې د لاسوهنې اجازه نه لري.

هغه څرګنده کړه: ((موږ پلان لرو چې د کانونو په راتلونکو اعلانونو کې کيفيت، کميت او استخراج په پام کې ونيسو او وروسته ګټونکى شرکت اعلان کړو.))

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814