Article

"په کونړ کې د کروميټ ډبرو کيندونکي دې محاکمه شي"

کابل (پژواک ١٩ لړم ٩٢): د افغانستان د روڼوالي د څار اداره وايي، چې په کونړ ولايت کې له تېر يو کال راهيسې د نړيوالو ځواکونو په همکارۍ د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان په پراخه پيمانه کروميټ قيمتي ډبرې په غير قانوني ډول کيندلې دي.

دې ادارې د لړم په ١٩مه په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې د امريکې د فاع وزارت اړوند (د سوداګريز ټيکاو لپاره د ځانګړو فعال ځواکونو) له لوري  د افغان سيمه ييز پوليسو يو قوماندان نورمحمد او د هغه مرستيال فرهاد د خاص کونړ ولسوالۍ د اخندزاده ګانو په کلي کې دغه کيندنې کړې دي.

د افغانستان د روڼوالي د څار اداره په کونړ ولايت کې د کروميټ قيمتي ډبرو د قاچاق په اړه له تېر يوه کال راهيسې څېړنه کړې او خپل  راپور يې نن (د لړم ١٩مه)  له رسنيو سره شريک کړ.

د دې ادارې يوه غړي جاوېد نوراني په ياده خبري غونډه کې په ډاګه کړه، دغه سيمه ييز قوماندان چې د امريکايي ځواکونو له لوري ورته په سيمه کې  د پروسس لپاره دستګاه هم لګول شوې وه، هره ورځ له ٥ نه تر ٧٠ ټنه پورې د کروميټ قيمتي ډبرې په غير قانوني توګه کيندلې دي .

د نوموړي په وينا، له تېرو ٥ کلونو راهيسې د کروميټ دغه قيمتي ډبرې خپله د سيمې د خلکو له لوري په غير قانوني توګه کيندل کېدې، خو يو کال وړاندې دغه زورواک قوماندان د سيمې خلک ګوښه او خپله يې دغه کار ته ملا وتړله، چې لا تراوسه په دغه کار کې پاتې دى.

نوراني وايي، چې د دى اداري د څېړنو له مخې  د هېواد په کچه نږدې ١٤٠٠ تنه پېژندل شوي، چې د قيمتي ډبرو په قاچاق کې لاس لري، چې يواځې ٧١٠  تنه يې د کابل ښار په شاوخوا کې دي  خو اشخاص يې مشخص نه کړل.

د يادې ادارې په راپور کې راغلي، چې حکومت دې د ټولو کانونو غير قانوني کيندنو پلټنه وکړي او په دې برخه کې دې هر ډول فعاليت ودروي.

راپور زياتوي، هغه  ډلې چې په غير قانوني کيندنو کې لاس لري  بايد محاکمه  شي، د کانونو قانون او پاليسۍ دې د داوطلبۍ په بهير کې د روڼتيا او سيالۍ کولو بهير پياوړى کړي او حکومت دې په هرو شپږو مياشتو کې د کانونو د غيرقانوني کيندنو په اړه ولس او ملي شورا ته خبر ورکړي.

په راپور کې اندېښنه ښودل شوې، که سيمه ييز پوليس د کانونو دا ډول کيندنې ترسره کړي، نو نه يواځې دا چې امنيت ته ستر ګواښ پېښوي، بلکې د منظمو غيرقانوني کړيو د رامنځته کېدو پيل به هم وي.

 خو په کونړ ولايت کې د نوموړې ادارې له خوا تورن قوماندان نورمحمد پژواک اژانس ته وويل، د دوى له خوا هېڅ ډول کيندنې نه دې ترسره شوې، يواځې هغه مواد، چې د سيمې اوسېدونکو له خوا په سيمه کې پاتې شوي وو، هغه راټول او پروسس شوي دي.

هغه زياته کړه: ((دلته په سيمه کې د دولت ټول امنيتي ځواکونه موجود دي،  څنګه به خلک کروميټ قاچاق کړي، که پر ما لږ اندازه قاچاق هم ثابت شو، نو هرې  محکمې ته چې وغواړي ورته حاضريږم، دا هېڅ حقيقت نه لري.))

د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي پژواک اژانس ته وويل، چې د نوموړي شخص هويت لا څرګند نه دى، چې  په خاص کونړ کې د سيمه ييزه پوليسو قوماندان دى او  کنه؟

صديقي وويل: ((د کانونو په برخه کې د هر ډول غير قانوني کيندنو مخه نيسو او که د کانونو وزارت په هره برخه کې مرسته وغواړي نو د کورنيو چارو وزارت يې مرستې ته چمتو دى.))

د تېرو لسيزو پرله پسې کيندنو له کبله د سيمې اوسېدونکي او زورواک دومره هوښيار کړي، چې پرته له وسايلو په غره کې دننه د قيمتي ډبرو ذخيرې پيدا کړي.

کونړ دقيمتي ډبرو يو غني ولايت شمېرل کېږي، چې له کروميټ سربېره بيروج، کونزيت، اکومارين، مرمر او نور ډېر په کې پيدا کېږي، چې اوس مهال يې غيرقانوني کيندنې روانې دي.

د دغه ولايت خاص کونړ ولسوالۍ سربېره په پېچ دره، وټه پور، چپه دره، ماڼوګي او شيګل ولسواليو کې هم قيمتي ډبرې شته دي.

په ۱۳۹۱ لمريز کال کې د ختيځو ولايتونو په کچه د قميتي ډبرو سوداګرو ټولنې ويلي وو، چې په يوه کال کې د ختيځ په کچه د يو  ميليارد افغانيو په ارزښت قيمتي ډبرې پاکستان ته په ناقانونه توګه وړل شوې او دغه لړۍ لا هم روانه ده .

 

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814