منرالونه

د پاکستانيانو له خوا د هلمند د مرمر ډبرو پراخه غلا روانه ده

Category: 

لښکرګاه (پژواک ٢٩ زمرى ٩٢): د هلمند د حجارۍ او نجارۍ د فابريکې مسوولين وايي، پاکستانيان يې د ډبرو د غلا تر څنګ معدنونه تخريبوي.

په لښکرګاه کې د رخام ډبرو د پروسس د فابريکې رييس محمدلعل کارګر نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له ډېره وخته له پاکستان سره پر پوله په دېشو ولسوالۍ کې پاکستانيان د دوى له کانونو په خپل سر ډبرې وړي.

د ده په خبره، له دې سره سره چې ډبرې غلا کوي تر څنګ يې په کان کې کله ناکله چاودنې په کې کوي، هوايي بمبار هم پرې کوي، چې له دې سره ډېرى معدونو تخريب شوي دي.

شهراني: د لوګر د کرومېټ ډبرو کانونه په غيرفني توګه استخراجيږي

Category: 

پل علم (پژواک، ١٨ مرغومى ٩١): په لوګر کې دا مهال د کرومېټ ډبرو کانونه د خلکو له خوا په غير فني ډول استخراج او قاچاق کيږي.

دغه مطلب د کانونو وزير وحيدالله شهراني نن (د مرغومي ١٨مه) د لوګر د کانونو رياست د ودانۍ د ګټې اخيستنې پرمهال  څرګند کړ.

د لوګر د والي وياند دين محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ودانۍ چې شاوخوا ١٢ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلى، نن د کانونو وزير، د لوګر والي محمداقبال عزيزي او يو شمېر ولايتي چارواکي له خوا پرانيستل شوه.

"په کونړ کې د کروميټ ډبرو کيندونکي دې محاکمه شي"

کابل (پژواک ١٩ لړم ٩٢): د افغانستان د روڼوالي د څار اداره وايي، چې په کونړ ولايت کې له تېر يو کال راهيسې د نړيوالو ځواکونو په همکارۍ د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان په پراخه پيمانه کروميټ قيمتي ډبرې په غير قانوني ډول کيندلې دي.

دې ادارې د لړم په ١٩مه په کابل کې د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې د امريکې د فاع وزارت اړوند (د سوداګريز ټيکاو لپاره د ځانګړو فعال ځواکونو) له لوري  د افغان سيمه ييز پوليسو يو قوماندان نورمحمد او د هغه مرستيال فرهاد د خاص کونړ ولسوالۍ د اخندزاده ګانو په کلي کې دغه کيندنې کړې دي.

په هرات کې د ليتيوم کان نړيوالې داوطلبۍ ته وړاندې کېږي

Category: 

کابل (پژواک ٢٧مرغومي٩٠): د وزيرانو شورا له خوا د نادرو معدني توکو د سپړلو او اکتشاف د تګلارې تر تصويب وروسته به لومړى په هرات کې د ليتيوم کان نړيوالې داوطلبۍ ته وړاندې شي. 

د افغانستان د کانونو وزارت وياند جواد عمر نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دې تګلارې مسوده شاوخوا دوه نيمې اونۍ مخکې بشپړه شوې او په نږدې ورځو کې به د وزيرانو شورا ته وړاندې شي.

هغه وويل، چې په دې مسوده کې د هېواد ګټو ته په پام سره د يادو کانونو د اقتصادي اړخ تر څنګ امنيتي اړخ هم په پام کې نيول شوى دى.

د کانونو له عوايدو د اغېزمنې ګټې اخيستنې په موخه تګلاره جوړه شوه

Category: 

کابل (پژواک ١٤ مرغومى ٩٠): د افغانستان د کانونو له عوايدو څخه د اغېزمنې ګټې اخيستنې په موخه تګلاره جوړه شوې او په نږدې راتلونکې کې به د وزيرانو شورا ته وړاندې شي.

دا څرګندونې د افغانستان د کانونو وزير وحيدالله شهراني د مرغومي په ١١مه له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې او ويې ويل، چې دغه تګلاره د ولسمشر په سپارښتنه د کانونو او ماليې وزارتونو په ګډو هڅو جوړه شوې ده.

په لندن کې د افغانستان څلورکانونه پانګه والو ته ور وپېژندل شول

Category: 

کابل (پژواک ١٦ ليندۍ ٩٠): په افغانستان کې دکانونو په برخه کې د نړيوالې پانګونې د جذبولو په موخه، دوه د سرو زرو او دوه د مسو لوى کانونه په لندن کې پانګوالو ته معرفي شول.

 د کانونو د وزارت وياند محمد جواد عمر د ليندۍ په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په يادو کانونو کې د غزني د زرکشان،د بدخشان د سرو زرو، د سرپل د بلخاب او هرات د شيدا د مسو کانونه شامل دي.

په سرپل کې د نړۍ تر ټولو لوى د مسو کان تثبيت شو

Category: 

کابل (پژواک ٩ سلواغه ٨٩): د نړۍ په کچه په سرپل کې د مسو تر ټولو لوى او د هېواد په شپږو نورو ولايتونو کې د ٢٥٠ ميليارد ډالرو په ارزښت د ځمکنيو منرالونو، ليتيوم، طلا، نيوبيوم او مسو کانونه تثبيت شوي دي.

د امريکا متحده ايالتونو د سروې او جيولوجي ادارې، د افغانستان د کانونو له وزارت سره په ګډه په  ٢٠٠٦ کال کې د افغانستان ٣٠ سلنه خاوره کې د کانونو سروې او پلټنه پيل او د تېر زېږديز کال په اوږدو کې پاى ته ورسېده.

په دې سروې کې څرګنده شوه، چې په سروې شويو سيمو کې تر درېيو ترېليونو په ارزښت بېلابېل کانونه شتون لري.

دافغانستان کشف شوي کانونه داوطلبۍ ته وړاندې کېږي

Category: 

د غبرګولي ٢٦مه، ١٣٨٩، پژواک خبري اژانس

افغانستان د کشف شويو کانونود راوېستلو په موخه دوه سوه نړيوالو شرکتونو ته په داوطلبۍ کې د ګډون بلنه ورکړې ده.

دغه څرګندونې د معادنو وزير وحيد الله شهراني، تېره ورځ د هندوستان په نوي ډيلي کې ددغه هېواد دکانونو له وزير بي کي هنديقي سره له ليدنې وروسته، يوې ورځپاڼې سره د مرکې پر مهال کړې دې.

هغه زياته کړې، چې په دې نړيوالو کمپنيو کې يو شمېر هندي کمپنۍ هم په دې داوطلبۍ کې برخه اخلي.

شهراني ويلي، چې دغه داوطلبۍ به په راتلونکيو څو مياشتو کې ترسره شي.

Give us a call on +93 20 220 1814