Article

شهراني: د لوګر د کرومېټ ډبرو کانونه په غيرفني توګه استخراجيږي

Category: 

پل علم (پژواک، ١٨ مرغومى ٩١): په لوګر کې دا مهال د کرومېټ ډبرو کانونه د خلکو له خوا په غير فني ډول استخراج او قاچاق کيږي.

دغه مطلب د کانونو وزير وحيدالله شهراني نن (د مرغومي ١٨مه) د لوګر د کانونو رياست د ودانۍ د ګټې اخيستنې پرمهال  څرګند کړ.

د لوګر د والي وياند دين محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ودانۍ چې شاوخوا ١٢ ميليونه افغانۍ لګښت پرې راغلى، نن د کانونو وزير، د لوګر والي محمداقبال عزيزي او يو شمېر ولايتي چارواکي له خوا پرانيستل شوه.

د هغه په وينا، دغه ودانۍ په دوو پوړونو کې په دوه زره متر مربع ځاى کې په تېرو شپږو مياشتو کې د کانونو وزارت د پراختيايي بودجې په لګښت جوړه شوې ده.

نوموړي زياته کړه، په جوړه شوې ودانۍ کې ٢٢ اداري خونې او نور اړين ملحقات شامل دي، چې د دغه رياست ډېرې چارې به ورسره ښې شي.

د يادې ودانۍ د پرانيستې په مراسمو کې د لوګر والي محمداقبال عزيزي وويل، چې دا مهال په لوګر کې ٩٠ سلنه دولتي ادارې خپلې ودانۍ لري او لږ شمېر يې په کرايي ځايونو کې خپل فعاليتونه کوي.

نوموړي له کانونو وزير څخه وغوښتل، چې د مس عينک پروژې ترڅنګ په لوګر کې نورو کانونو ته هم پاملرنه ډېره کړي.

د کانونو وزير وحيدالله شهراني هم په خپلو خبرو کې وويل، چې دوى په دغه ولايت کې د نورو کانونو په استخراج به هم ژر لاس پورې کړي.

د ده په خبره، په لوګر کې د کرومېټ ډبرو يو شمېر کانونه هم شته، چې خلک يې دا مهال په غير فني ډول استخراجوي او قاچاق کيږي.

د هغه په وينا، په لوګر کې د دوى د رياست د نوې ودانۍ په جوړېدو به د دوى د کارکوونکو چارې منظمې شي او پر کانونو خپله څارنه ډېره کړي.

نوموړي زياته کړه، ډېر ژر به په دغه ولايت کې خپلو کارکوونکو ته د کانونو د استخراج، سروې او څار په موخه نوي او عصري وسايل ورکړي.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814