Article

ولسمشر: امنيتي ځواکونه دې د مس عينک کان امنيت ټينګ کړي

کابل (پژواک ٢٣ سلواغه ٩٣): ولسمشر اشرف غني وايي، د دې لپاره چې د مس عينک کان چارې ژر پيل شي، امنيتي ځواکونه دې په خپلو کې په همغږۍ سره د دې کان امنيت خوندي کړي

نوموړي، دغه څرګندونې نن د لوګر ولايت د مس عينک کان له بېلابېلو برخو څخه د کتنې پرمهال کړې دي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد اشرف غني له دغه کان څخه د کتنې په ترڅ کې وويل، اوسمهال  د افغانستان او چين ترمنځ اړيکې نوي پړاو ته داخلې شوې او لازمه ده، چې د دغو اړيکو د لا پراختيا لپاره مهم قدمونه پورته شي.

سرچينه کاږي، اشرف غني د لوګر ولايت د مس عينک کان د هېواد لپاره مهمه اقتصادي سرچينه وبلله.

ده ويلي: "د چين هېواد چې د دغه کان د استخراج قرارداد ورسره شوى دى، د دغې اقتصادي سرچينې د امنيت په اړه اندېښنه لري؛ د دې لپاره چې د دغه ستر کان د استخراج چارې ژر پيل شي، لازمه ده، چې افغان امنيتي ځواکونه په خپلو کې د همغږۍ له لارې د هېواد د دغه مهم کان امنيت خوندي کړي."

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې، ولسمشر همداراز د دغه کان لرغونې سيمې هم وکتلې او په دغو سيمو کې يې د شتو لرغونو اثارو د سمې ساتنې او څارنې په اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو ته لازمې لارښوونې وکړې.

خبرپاڼه زياتوي، له ولسمشر غني سره په دې سفر کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست سيد مصدق خليلي، د کانونو او پټروليم وزارت معين ميراحمد جاوېد، په پارلماني چارو کې د دولت وزير غلام نبي فراهي، په فرهنګي چاروکې د ولسمشر سلاکار اسدالله غضنفر، د لوګر ولايت سرپرست او يو شمېر امنيتي چارواکي ملګري وو.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814