Article

کارپوهان د عينک مسو په استخراج کې له چاپيريالي خطرونو خبردارى ورکوي

کابل (پژواک ٩ وږى ٩٣): د کانونو او چاپېريال ساتنې برخې څېړونکي خبردارى ورکوي چې د لوګر د مسو کان د استخراج په چارو کې چاپېريالي خطرونو ته نه پاملرنه به د دغه ولايت د زرګونو اوسېدونکو ژوند اغېزمن کړي.

د دغو کاروپوهانو په باور، که چېرې دولت او چينايي قراردادي کمپنۍ (MCC) د عينک مسو کان په برخه کې د چاپېريال زيانونو د مخنيوي لپاره جدي تدابير ونه نيسي، نو د مسو د استخراج پروسې له پيلېدو سره به د سيمې د اوسېدونکو سربېره به د لوګر او کابل سيند د څنډو اوسېدونکي او تر ډيورنډ کرښې پورې خلک له جدي روغتيايي خطرونو سره مخ شي.

د کانونو او پټروليم وزارت د ويبپاڼې د معلوماتو له مخې، د کابل ښار سوېل ختيځې سيمې خوا ته د لوګر سيند په حوزه کې د مسو لرونکو ستره ساحه په ١٣٥٣ کال کې کشف شوې چې جيولوجيکي مطالعات يې په لومړنۍ بڼه د روسانو له خوا بشپړ شوي او په ١٣٨٥ لمريز کال کې د کانونو وزارت له خوا داوطلبۍ ته وړاندې شو.

د دې ويبپاڼې له قوله، هغه مهال د کاناډا، امريکا، روسيې، چين، سوېلي کوريا، استراليا، ايران، هند او قزاقستان له هېوادونو ١٣ کمپنيو په دغه کان کې پانګه اچونې ته لېوالتيا ښودلې وه.

سرچينې زياته کړه، چې د کانونو وزارت ګومارل شوې کمېټې د ګوستافسن مشورتي کمپنۍ په همکارۍ د لېوالو کمپنو له ډلې په دغه کان کې پانګونې په شرايطو برابرې ٩ کمپنۍ تثبت کړې چې له ساحې د شپږو کمپينو د استازو تر ليدو او د افغان حکومت له چارواکو سره تر خبرو وروسته پنځو کمپنيو خپلې وړانديز شوې طرحې د پانګونې لپاره وړاندې کړې.

د ١٣٨٦ لمريز کال په چنګاښ مياشت کې د اړوند مراجعو له خوا د دې وړانديز شوې طرحې په ارزونه کې د چين هېواد MCC کمپنۍ د غوره وړانديز ورکوونکې کمپنۍ په توګه لومړى، د کاناډا هنترډيکسن کمپنۍ په ريزرفي بڼه په دويمه درجه کې ټاکل شوې ده.

دغه چاره د وزيرانو شورا او د ولسمشر له خوا هم تاييد شوه او بالاخره د وزيرانو شورا د ١٣٨٧ لمريز کال د غويي مياشتې د اومې نېټې شمېرې د مصوبې پر بنسټ د کان کيندنې دغه قرارداد د کانونو وزارت د هغه مهال چارواکو له خوا له MCC کمپنۍ سره لاسليک شو.

دا دى د قرارداد له لاسليک څخه تر شپږو کلونو تېرېدو وروسته د بېلابېلو لاملونو له امله لکه د دغه کان شاوخوا د لرغونو اثارو د کشف او استخراج له امله لا هم له کان څخه د مسو استخراج نه دى پيل شوى خو د کانونو د برخې څېړونکي بنسټونه او کارپوهان پر دې باور دي چې که چېرې د مسو د استخراج پروسه له اړينو تدابيرو وړاندې پيل شي، د لوګر سيند د څنډو د استوکنې سيمو ته د چاپېريال جدي ستونزې ورپېښېږي، همداسې تر کابل سيند او له پاکستان سره تر ګډې ډيورنډې کرښې پورې انسانانو او نباتاتو ته خطرونه پېښولى شي.

د کابل پوهنتون د ځمک پېژندنې پوهنځي استاد پوهنوال لطف الله ساپي څرګنده کړه چې قراردادي شرکتونه د عينک له کان څخه د کاني توکو د استخراج او ګټې اخيستنې لپاره تر ټولو وړاندې انرژۍ ته اړتيا لري. هغه زياته کړه: ((ګومان کوم چې ياد شرکت به دغه انرژي د ډبرو سکرو له توليد څخه ترلاسه کړي.))

د صافي له قوله، د ډبرو سکاره کاربن ډاى اکسايد توليدوي، چې د هوا او چاپېريال د ککړتيا لامل ګرځي او په همدې ترتيب هغه انرژۍ چې د مسو کان د استخراج لپاره کارېږي، هوا ککړوي.

د ځمک پېژندنې د پوهنځي دغه استاد په دې برخه کې د يوه کره پلان پر طرحه ټينګار وکړ او ويې ويل چې هغه فضله مواد چې د مسو د استخراج پر مهال توليدېږي، که چېرې په کره او محفوظ ډول ځاى پر ځاى نه شي، نو د اوبو د چټلۍ لامل ګرځي.

پوهنوال ساپي وړاندې وويل، د مسو د استخراج په بهير کې د زهري موادو له امله د دې سيمې د اوبو د ککړتيا د مخنيوي لپاره اړينه ده چې د کان د شاوخوا ککړې اوبه له نورو اوبو سره تر ګډېدو وړاندې فلټر شي.

نوموړي همدارنګه يوې بلې موضوع ته هم اشاره وکړه او ويې ويل چې د مسو استخراج د ځينو ګازونو د توليد لامل ګرځي، چې شنه ساحه اغېزمنوي، نو بايد د استوګني کورونه د کانونو د کيندنې له ساحې په يوه واټن کې جوړ شي، که نه له دې پرته کان ته نږدې خلک له خطرونو سره مخ کېږي.

په ورته وخت کې د کانونو د برخې يو بل کار پوه چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله د عينک مسو د استخراج په برخه کې پر چاپېريال د ناوړه اغېزو په اړه وويل، دا چې په لوګر سيند کې روانې اوبه د افغانستان په دننه د کابل له سيند سره د نښلېدو له لارې له زرګونو کلو تېرېږي او پاکستان هېواد ته هم رسېږي، نو له دغه کان څخه د استخراج پر مهال د چاپېريال زيان ليدل د دغو ټولو کلو پر اوسېدونکو منفي اغېز کولى شي.

ياد کارپوه په دې باور دى، چې د چاپېريالي ستونزو او مسو د استخراج له امله له ګازونو، تيزابو او نورو کيمياوي توکو له وجې د سيند اوبو د احتمالي ککړتيا په له امله د هغو زرګونو کلو د اوسېدونکو د اغېزمنېدو امکان شته چې دغه سيند ترې تېرېږي.

هغه زياته کړه، چې له کان څخه د مسو د توليد لپاره له تيزابو وچته استفاده کېږي، چې له شک پرته د استخراج پر مهال توليد شوي ګازونه نه يواځې چې اوبه ککړوي، بلکې د فضا په ککړولو کې هم رول لري.

پر دې سربېره دغه کارپوه اندېښنه څرګنده کړه چې پر دغو دوو موضوعاتو سربېره د مسو په استخراج کې د نورو ستونزو تصور هم کېږي چې بايد قراردادي شرکت ورته پاملرنه وکړي او د زيانونو د مخنيوي لپاره يې سم پلان ترتيب کړي.

نوموړي وويل چې که چېرې چينايي شرکت تر استخراج وړاندې د دغه کان د چاپېريالي ستونزو د کمښت په برخه کې د منلو وړ او کره پلان د چاپېريال ساتنې ملي ادارې ته وړاندې نه کړي او استخراج پيل کړي نو چاپېريال به له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.

بلخوا د چاپېريال ساتنې ملي ادارې تخنيکي مرستيال انجنير غلام محمد ملکيار وويل، چې د MCC چينايي کمپنۍ تر اوسه د دغه کان د چاپېريال په اړه منظم پلان نه دى بشپړ کړى او د کان کيندنې لپاره يې د چاپېريال ساتنې ادارې جواز نه دى ترلاسه کړى.

ملکيار له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې زياته کړه: ((نږدې درې کاله وړاندې د سکريننګ کان د استخراج او پر چاپېريال يې د اغېزو د ارزونې راپور زموږ ادارې ته ورسېد، خو زموږ د تخنيکي ټيم له مطالعې وروسته مشخصه شوه چې نيمګړتياوې او نواقص لري.))

هغه وويل چې په دغه راپور کې ځيني موضوعات را نغاړل شوي وو او ډېر ترکيبات چې بايد ورته د يوه پياوړي بديل وړاندوينه شوې واى، په پام کې نه دي نيول شوي.

ملکيار زياته کړه، له هغو کيمياوي توکو د کار اخيستنې ډول، چې د مسو کان په استخراج کې کارېږي، د فاضلاب موضوع چې له استخراج وروسته په ساحه کې توليدېږي، د ژوند چاپېريال ستونزې او ورته ٣٠ نور موارد په دغه راپور کې په پام کې نيول شوي دي.

تخنيکي مرستيال وويل چې راپور د پورته يادو دليلونو له امله مسترد شو او زياته يې کړه: ((چينايي کمپنۍ MCC تر اوسه د دغه وزارت وړانديزونه نه دي بشپړ کړي او راپور يې دويم ځلي نه دى را استولى.))

د ملکيار په خبره، هر وخت چې دغه کمپنۍ خپل بشپړ راپور د چاپېريال ساتنې ملي ادارې ته وړاندې کړي او د دې ادارې د متخصصينو له خوا ومنل شي، نو هغه وخت کولى شي چې په کان کې د استخراج چارې پيل کړي.

دا چې کمپنۍ تر اوسه نه ده توانېدلې چې د عينک د مسو کان په ساحه کې عملي کار پيل کړي، دا بولي چې د ژوند چاپېريال ساتنې له ملي ادارې يې تر اوسه جواز نه دى اخيستى.

 دا په داسې حال کې ده چې د کانونو ارشد څېړونکى جاوېد نوراني په هغې څېړنه کې چې د تېر کال په ليندۍ مياشت کې يې د افغانستان د څار بنسټ ته د عينک د مسو کان د قرار داد پر ټوليزو موضوعاتو کړې وه، د ژوند چاپېريال د ککړتيا په اړه ليکلي دي: ((په عينک کان کې د مسو استخراج، سلفايډ ګاز او اسيډ سلفوريک توليدوي، چې د خلکو روغتيا او کرنيزو فعاليتونو ته جدي ستونزې پيدا کولى شي.))

 په دې څېړنه کې ويل شوي چې ککړتياوې کولى شي اوبو، هوا او خاورې ته زيانونه واړوي او د دې تر څنګ ويل شوي چې په عينک کان کې د استخراج بهير احتمالاً هره ورځ ٥٨٤ زره متره مکعب اوبو ته اړتيا لري، په داسې حال کې چې په دې سيمه کې د اوبو د کمښت ستونزه ده.

 څېړنيز راپور زياتوي، چې د لوګر د اوبو چټلېدل کولى شي ډېرى هغه کسان چې دې پلو ته پراته دي او په ځانګړي ډول د کابل ولايت اوسېدونکي اغېزمن کړي.

د دغه راپور د څېړونکو په خبره، اړينه ده چې په عينک کې د اوبو وضعيت تر کره تخنيکي مطالعې او ارزونې لاندې ونيول شي او کله چې پروژه د توليد پړاو ته نږدې کېږي نو عواقب يې هم بايد وڅېړل شي.

ياد راپور د ژوند چاپېريال ککړتيا چې د عينک د مسو پر پروژې د کار په اوږدو کې د توليد شوو ګازاتو په پايله کې چټلېږي، يو خطرناک مورد بولي.

څېړنيز راپور همدارنګه د مسو د پوډر توليد ته، چې د هغو د کان له کيندلو او استخراج وروسته د استخراج په ځاى کې پاتې کېږي، اشاره وکړه او هغه يې يوه بله جدي ستونزه بللې ده.

 راپور وايي چې دغه پوډري ډبرې د بند يا زباله دانۍ په نامه يوه برخه کې زېرمه کېږي او کله چې کان تړل کېږي نو په هغه ځاى کې د يوه محيطي ګواښ په توګه پاتې وي.

 کارپوهانو په دغه راپور کې ټينګار کړى، چې دغه زبالې کېدى شي له بنده راووځي اوبه چټلې کړي او يا د کليو د تخريبوونکو سېلابونو لامل شي.

د دغو زبالو زرې هم په هوا کې شاملېږي او د تيزابو د ورېدو لامل ګرځي او د دې امکان شته چې تر ځمکې لاندې اوبه هم ککړې کړي.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814