ايبک(پژواک، ١٥ سلواغه ٩٣): د سمنګان ولايت د دره صوف بالا ولسوالۍ د "دهانه تور" ډبرو سکارو کان په يوه استخراجي تونل کې د ميتان ګاز د مسموميت له امله څلور کان کېدونکي مړه شوي دي.
د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ فني مرستيال انجنيرمحمد عباس پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه ٣ بجې ددې کان په ګنګ چشمه سيمه کې په يوه خپلسري استخراجي تونل کې رامنځته شوې ده.
نوموړى د تونل دننه د ميتان ګاز خورېدل ددې پېښې لامل بولي.
د ده په خبره، د کان انجنيرانو ددې استخراجي تونل څښتن ته ويلي وو چې دغه تونل تخنيکي ستونزې لري، ځکه چې تحکيمات نه لري، هره شېبه يې د پرېوتو وېره شته او احتمال لري چې ګاز هم په کې خور شي.
عرفان وويل چې انجنيرانو په همدې سبب په دې تونل کې کار درولى و، خو د سيدتقي په نامه يو ځايي اوسېدونکى چې ددې تونل د ډبرو سکاره استخراجوي، د خپلو شخصي ګټو لپاره د انجنيرانو خبرو ته ارزښت ورنه کړ او د شپې له خوا يې ځينې کارګران، د کان سمڅې ته ور ننويستلي وو.
د دره صوف بالا ولسوال احمد علي حسني وويل چې په دې تونل کې د مړو شوو څلورو کسانو مړي له تونل نه را اېستل شوي او کورنيو ته يې سپارل شوي دي.
د هغه د معلوماتو له مخې، ددې کارګرانو له ډلې درې تنه د دره صوف پايين ولسوالۍ د خانه سنګي او يو يې د همدې ولسوالۍ د چيچل کلي اوسېدونکى دى چې د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو لپاره يې د استخراج کارونو ته مخه کړې وه.
ولسوال وويل چې د قضيې د څېړنې په موخه يو ګومارل شوى پلاوى ساحې ته تللى دى.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په غويي مياشت کې هم ددې کان په يوه استخراجي تونل کې د ميتان ګاز له امله ٢٤کان کېدونکي مړه او ٨ نور ژوبل شول.
له څو کلونو راهيسې ځايي خلک له دې کان څخه په غير فني ډول د ډبرو سکاره را باسي او د شمال د ډبرو سکرو تصدي له يو ټن سکرو څخه ١٥٠٠افغانۍ محصول اخلي.