پېښې

د "ميتان"ګاز د څلورو کان کېدونکو ژوند واخيست

Category: 

ايبک(پژواک، ١٥ سلواغه ٩٣): د سمنګان ولايت د دره صوف بالا ولسوالۍ د "دهانه تور" ډبرو سکارو کان په يوه استخراجي تونل کې  د ميتان ګاز د مسموميت له امله  څلور کان کېدونکي مړه شوي دي.

د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ فني مرستيال انجنيرمحمد عباس پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه پېښه تېره شپه ٣ بجې ددې کان په ګنګ چشمه سيمه کې په يوه خپلسري استخراجي تونل کې رامنځته شوې ده.

 نوموړى د تونل  دننه د ميتان ګاز خورېدل ددې پېښې لامل بولي.

د سمنګانو په يوه کان کې د وژل شويو کسانو شمېر ٢٠ تنو ته ورسېد

Category: 

 لومړى تعقيب، ايبک ښار( پژواک ١٠ غويى ٩٣): د سمنګانو ولايت د صوف بالا درې اوسېدونکي وايي، چې د ډبرو سکرو کان له استخراجي تونل څخه يې د ٢٠ کسانو مړي رايستي دي.

د صوف بالا درې ولسوالۍ اجراييوي مدير عبدالخالق پژواک ته وويل، چې د دغه سيمې له خلکو څخه نن شا وخوا د پنځو بجو پر مهال د تر لاسه شويو معلوماتو له مخې، د وژل شويو کسانو شمېر ٢٠ تنو ته رسېدلى دى.

سرچينې که څه هم دا معلومات کره ونه ګڼل، خو ويې ويل چې د دغې پېښې کره مرګ ژوبله به د پېښې ځاى ته د استول شوي پلاوي له راستنېدو ورسته په ډاګه شي.

د ګاز ډبې چاودنې يو تن مړ او شپږ نور ټپيان شول

Category: 

جلال اباد( پژواک ٩ کب ٩٢): د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې په يو هوټل کې د ګاز ډبې د چاودنې له امله يو تن مړ او شپږ نور ټپيان شول.

د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه نن سهار شاوخوا نهې بجې د جلال اباد ښار د سالار هوټل په پخلنځي کې رامنځته شوه.

دى وايي ، چې په پېښه کې وژل شوى او ټپيان شوي د همدې هوټل کارکوونکي دي.

 د هوټل مشر شهسوار وايي، چاودنه ډېره درنه وه او د دوه پوړيز هوټل يې تخريب کړى ، خو تر اوسه نه ده معلومه ، چې چاودنه د څه شي له امله رامنځته شوې ده.

شبرغان د ګازو تصدۍ دوه کارکوونکي ټپيان شول

شبرغان (پژواک ٧ سلواغه ٩٢): د شبرغان د افغان ګازو تصدۍ د رياست دوه کارکوونکي د ماين چاودنې ټپيان کړي دي.

د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني وايي، چې د افغان ګاز د کارکوونکو يو موټر نن سهار د ګاز د نوي پايپ لاين د غځولو په موخه پر لاره و، چې د شبرغان ښار په بارګاه سيمه کې پر د ماين چاودنه رامنځته شوه.

هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې پېښه کې دوه کارکوونکي ټپيان شوي او موټر يې هم له منځه تللى دى.

امنيه قوماندان د يادې پېښې پړه پر وسله والو واچوله، خو وسله والو په دې اړه څه نه دي ويلي.

هلمند کې اور لګېدنې د يوه کور شپږ تنه مړه کړي

لښکرګاه (پژواک ٥ مرغومى ٩٢): د هلمند د عامې روغتيا رياست مسوولين وايي، چې د ګاز او پټرولو له امله اور لګېدنې د يوې کورنۍ شپږ غړي مړه کړي دي.

د دغه ولايت د بست روغتون مشر ډاکټر نثاراحمد بارک د مرغومي په پنځه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه د لښکرګاه ښار اړوند د بست کلا په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د ده په خبره، اور لګېدنه تېره شپه وروسته له هغه په يوه کور کې رامنځته شوه، چې يوې مېرمنې په پټرولو د خپل خاوند لونګۍ مېنځله، چې په ترڅ کې يې لومړى پټرولو او بيا ګازډبې اور اخيستى دى.

د ګازډبې اور لګېدنې ١١ زده کوونکي سوځولي

Category: 

ترينکوټ (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٢): په اروزګان ولايت کې د ګاز ډبې د اور لګېدنې له امله د يوې دينې مدرسې ١١ زده کوونکي سوځېدلي دي.

د اروزګان په مرکز ترينکوټ ښار کې د دولتي روغتون د جراحۍ څانګې مسوول ډاکټر ياد ولي د مرغومي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن غرمه دوولس بجې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې روغتون ته ١١ سوځېدلي زده کوونکي ور وړل شوي، چې عمرونه يې له ٥ تر ١٣ کلونو پورې دي.

په لښکرګاه کې ګازنيونې د يوې کورنۍ درې تنه مړه کړل

Category: 

لښکرګاه (پژواک ٢٦ ورى ٩٢): د هلمند د مرکز لښکرګاه اړوند د باباجي په سيمه کې د يوې کورنۍ درې غړي يوې څاه ته په ننوتو سره ګاز نيولي او مړه شوي دي.

د والي وياند عمر ځواک د وري په ٢٦مه پژواک اژانس ته وويل، پېښه تېر ماښام په داسې حال کې رامنځته شوې، چې د يادې کورنۍ يوه نجلۍ د جنراتور ګل کولو لپاره څاه ته دننه شوې وه، چې ګاز نيولې او مړه شوې ده.

هلمند کې د سکرو بخار درې تنه مړه کړي

لښکرګاه (پژواک ١١ مرغومى ٩٢): چارواکي وايي، چې د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې د سکرو ګاز د جومات په حجره کې درې طالبان مړه کړي او يو بل د کوما په حالت کې دى.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک د مرغومي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغو طالبانو د سنګين په جامع جومات کې زده کړه کوله.

د ده په وينا، پرون ماښام يې د خپلې کوټې د تودولو لپاره سکاره بل کړي و، چې د خوب پر مهال درې تنه مړه شوي او يو بل د کوما په حالت کې دى.

د ځواک په خبره، دغه طالبان د جامع جومات په حجره کې اوسېدل او عمرونه يې د ١٢ او ١٦ کلونو تر منځ دي.

په نيمروز کې د ګازو بالون په چاودنه کې دوه تنه مړه شول

Category: 

زرنج ( پژواک ١٣ مرغومى ٨٩ ) : په نيمروز ولايت کې د ګازو بالون د چاودنې له امله دوه تنه مړه او دوه نور ټپيان شول .

دغه پيښه تېره شپه د اوو بجو په شاوخوا کې په زرنج ښار کې د خښتو پخولو بټۍ د کارکوونکو د استوګنې په خونه کې رامنځته شوه .

ددې بټۍ يوه کارکوونکي محمد انور پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ګازو بالون تېر سهار د هغوى په خونه کې خلاص پاتې شوى او ګاز يې په خونه کې خور شوى و، د شپې کله چې له کاره راستانه شول او بالون يې روښانه کړ ، چاودنه رامنځته شوه .

په فارياب کې د ډبرو سکرو ګاز پنځه تنه مړه کړل

Category: 

ميمنه (پژواک ۲۸ لېندۍ ۹۱): د فارياب په شيرين تګاب ولسوالۍ کې د ډبروسکرو د ګاز له امله پنځه کارګر مړه او دوه نور د کوما په حال کې دي.

ياد کسان د ګچ د يوې فابريکې کار کوونکي وو.

د شيرين تګاب ولسوال سيد لقمان ګهريک پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کارخانې دغو پنځو کارکوونکو تېره شپه  د سړې هوا له امله په خپله کوټه کې سکاره لګولي وو، چې د ګاز له امله يې دغه مړينه رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د دغو کسانو عمرونه له ۲۰ تر  ۵۰ کلونو پورې وو. 

Pages

Give us a call on +93 20 220 1814