Article

د سمنګانو په يوه کان کې د وژل شويو کسانو شمېر ٢٠ تنو ته ورسېد

Category: 

 لومړى تعقيب، ايبک ښار( پژواک ١٠ غويى ٩٣): د سمنګانو ولايت د صوف بالا درې اوسېدونکي وايي، چې د ډبرو سکرو کان له استخراجي تونل څخه يې د ٢٠ کسانو مړي رايستي دي.

د صوف بالا درې ولسوالۍ اجراييوي مدير عبدالخالق پژواک ته وويل، چې د دغه سيمې له خلکو څخه نن شا وخوا د پنځو بجو پر مهال د تر لاسه شويو معلوماتو له مخې، د وژل شويو کسانو شمېر ٢٠ تنو ته رسېدلى دى.

سرچينې که څه هم دا معلومات کره ونه ګڼل، خو ويې ويل چې د دغې پېښې کره مرګ ژوبله به د پېښې ځاى ته د استول شوي پلاوي له راستنېدو ورسته په ډاګه شي.

هغه زياته کړه، چې دا پېښه د صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو سکرو کان په استخراجي تونل کې، د چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

سيد عبدالخالق وويل، چې تر دې مهاله دوى ته د چاودنې په اړه کره معلومات نه دي رسېدلي، خو دا پېښه د ګومارل شوي پلاوي له لوري تر څېړنې لاندې ده.

د درې صوف بالا ولسوالۍ يوه اوسېدونکي احمد الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار شا وخوا لس بجې د مرک دهانه تور کلي د ډبرو سکرو په کان کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه، چې د يادې چاودنې لامل تر دې دمه نه دى معلوم او په رامنځته کېدو سره يې دغه تونل ناست دى.

ورته مهال د سمنګانو ولايت امنيه قوماندان پاسوال محمد اکرم بيکزاد هم د دغې پېښې رامنځته کېدل منلي دي.

هغه وويل، چې په کان کې د ٢٠ څخه تر ٢٥ بندو کسانو د ژغورنې لپاره يې هلې ځلې پيل کړې دي.

هغه زياته کړه، چې د پېښې ځاى ته يې د سمنګانو د مرستيال والي اخترمحمد خيرزاده په مشرۍ، د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر او په روغتيايي توکو د سمبالې ډلې په ګډون، يو پلاوى استول شوى دى.

دا په داسې حال کې ده، چې تېر کال د يادې ولسوالۍ د اب خورد سيمې د ډبرو سکرو په کان کې د چاودنې له امله د کان ٢٣ کارکوونکو خپل ژوند له لاسه ورکړى وو.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814