Article

د غوري سمنټو فابريکه دبرېښنا لګښت له امله ١٤٠ ميليون افغانۍ پوروړې ده

پلخمري (پژواک ١٥ سلواغه ٩٣): د بغلان د غوري سمنټو د فابريکې برېښنا، د برېښنايي لګښتونو د نه ورکړې له امله پرې شوې او د يادې فابريکې توليدات په ټپه درېدلي دي.

 د بغلان د برېښنا مشر انجنير  غلام حسين حيدري وايي، چې د غوري د سمنټو فابريکه د برېښنا د لګښتونو له برخې ١٤٠ ميليون افغانۍ پوروړې ده او له همدې امله يې د فابريکې برېښنا له يوې اونۍ راهيسې پرې کړې ده.

 هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پورونه له ١٣٨٦ لمريز کال راهيسې چې دغه فابريکه له دولتي څخه خصوصي ته بدله شوې، په تدريجې ډول پاتې دي او تر هغه مهاله چې فابريکه د برېښنا د لګښتونو پيسې ورنکړي، برېښنا به ورته جريان پيدا نه کړي.

 انجنير حيدري زياته کړه، چې د دغې فابريکې مسوولانو ته يې څو ځلې ګواښ کړى چې د برېښنا لګښتونه ورکړي، خو دوى بې پروايي کړې ده.

 خو د فابريکې مشر انجنير اسلام الدين احمدي وويل، له دې امله چې اوسمهال ژمى دى او سمنټ هم نه پلورل کېږي،  د برېښنا لګښتونه يې نه دي ورکړي.

 هغه زياته کړه، چې اوسمهال د  ٨ ميليون ډالرو په ارزښت سمنټ په دغه فابريکه کې زېرمه دي، چې د هوا په ګرمېدو سره به هغه بازار ته وړاندې او د برېښنا د لګښتونو پيسې به ورکړي.

 احمدي زياته کړه، چې فابريکه هر کال د برېښنا د لګښتونو پيسې د سمنټو د پلورلو او توليد پر بنسټ دولت ته ورکوي او تېر کال يې هغه نږدې صفر ته رسولې وې.

 د غوري سمنټو د فابريکې مشر وويل، چې اوسمهال هره ورځ ٤٢٠ ټنه سمنټ توليدوي چې د برېښنا په پرې کېدو سره يې توليدات درېدلي او تر څنګ يې د فابريکې ٨٠٠ کارکوونکي هم بې روزګاره شوي دي.

 خو د بغلان د برېښنا مشر وايي، چې که  دغه فابريکه د برېښنا ٢٥ ميليون افغانۍ هم ورکړي، د فابريکې برېښنا به يو ځل بيا ورته جريان پيدا کړي.

 د فابريکې چارواکو څه موده مخکې ويلي و، غوري سمنټ چې په تېره کې تر ډېره په شمالي ولايتونو پورې منحصر و، اوسمهال د پاکستان له سرحد سره نږدي د هېواد سوېلي ولايتونو ته هم لېږدول کېږي.

 د غوري سمنټ پلورونکو ويلي وو، چې دغه سمنټ ډېر ښه کيفيت لري او د پاکستاني سمنټو بازار يې سوړ کړى دى.

 د هغوى په وينا، د پاکستان د کوهاټ او پوځي سمنټ هېواد ته را وارديږي ، خو غوري سمنټ چې پخوا يې ډېر شهرت درلود، تر ډېره بريده يې يو ځل بيا خپل مقام ته ځان رسولى دى.

 د غوري سمنټو د فابريکې د لومړي پړاو قرارداد د افغانستان او چک وسلواکيه تر منځ په ١٣٤٠ لمريز کال کې لاسليک شو .

په لومړي پړاو کې دغې فابريکې په ٢٤ ساعتونو کې د ٢٠٠ ټنه سمنټو د توليد ظرفيت درلود او په دويم پړاو کې يې دويمې بټۍ هم فعاليت پيل کړه، چې په ٢٤ ساعتونو کې يې د توليد ظرفيت٤٠٠ ټن سمنټو ته رسېده.

 هغه مهال په دغه فابريکه کې ٤٠٠ کارکوونکو کار کاوه، خو له ١٣٧٢ کال وروسته د يادې  فابريکې توليدات د کورنيو جګړو له امله کم شول   .

 د غوري د سمنټو فابريکې په ١٣٨٢ کال کې يو ځل بيا وده وکړه او توليدات يې د هرې ورځې په حساب له ٢٠٠ څخه ٤٠٠ ټنو ته ورسېدل. دغه فابريکه په ١٣٨٦ کال کې د ٤٩ کلونو لپاره خصوصي سکټور ته ورکړل شوې ده.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814