غوري سمنټ

د غوري سمنټو فابريکه دبرېښنا لګښت له امله ١٤٠ ميليون افغانۍ پوروړې ده

پلخمري (پژواک ١٥ سلواغه ٩٣): د بغلان د غوري سمنټو د فابريکې برېښنا، د برېښنايي لګښتونو د نه ورکړې له امله پرې شوې او د يادې فابريکې توليدات په ټپه درېدلي دي.

 د بغلان د برېښنا مشر انجنير  غلام حسين حيدري وايي، چې د غوري د سمنټو فابريکه د برېښنا د لګښتونو له برخې ١٤٠ ميليون افغانۍ پوروړې ده او له همدې امله يې د فابريکې برېښنا له يوې اونۍ راهيسې پرې کړې ده.

د بغلان د سمنټو فابريکې کارګرو په اعتصاب لاس پورې کړ

پلخمري ( پژواک ١٠ورى ٩٠ ) : د بغلان ولايت د سمنټو فابريکې دوه سوه کارګرو نن ( دوري په ١٠مه ) په کاري اعتصاب لاس پورې کړ.

دغه کارګران وايي ، چې د انفکاک په نامه هغوى ته د پلورلو د سلنې د نه ورکړې له امله يې په اعتصاب لاس پورې کړى دى.

ددغې فابريکې د توليد کار شپږ مياشتې مخکې د عزيزي هوتک خصوصي شرکت ته سپارل شوى دى.

 يوه کارګر حسن علي د نورو په استازيتوب پژواک ته وويل: " دغه خصوصي شرکت د فعاليت په پيل کې ژمنه کړې وه، چې د سمنټو پلور ته په کتو سره به يوه اندازه کارګرو ته ووېشل    شي . "

Give us a call on +93 20 220 1814