پلخمري ( پژواک ١٠ورى ٩٠ ) : د بغلان ولايت د سمنټو فابريکې دوه سوه کارګرو نن ( دوري په ١٠مه ) په کاري اعتصاب لاس پورې کړ.
دغه کارګران وايي ، چې د انفکاک په نامه هغوى ته د پلورلو د سلنې د نه ورکړې له امله يې په اعتصاب لاس پورې کړى دى.
ددغې فابريکې د توليد کار شپږ مياشتې مخکې د عزيزي هوتک خصوصي شرکت ته سپارل شوى دى.
يوه کارګر حسن علي د نورو په استازيتوب پژواک ته وويل: " دغه خصوصي شرکت د فعاليت په پيل کې ژمنه کړې وه، چې د سمنټو پلور ته په کتو سره به يوه اندازه کارګرو ته ووېشل شي . "
ده وويل چې دهغوى مياشتنۍ تنخواه پنځه زره افغانۍ ده ، چې د لګښتونو بسنه يې پرې نه کېږي.
نوموړي زياته کړه : " که چيرې مو ستونزه هواره نشي ، کار ته نه حاضرېږو . "
د بغلان والي منشي عبدالمجيد وويل چې په دې اړه د اسنادو د موجوديت په صورت کې به د شرکت له چارواکيو څخه د کارګرانو حق واخلي.
هغه د ولايتي شورا او ولايت د استازيو په ګډون ديوه درې کسيزه پلاوي د جوړېدو خبر ورکړ، چې د اسنادو د ارزونې او کارګرانو ستونزې د حل لپاره ټاکل شوى دى .
له پرله پسې اړيکو سره سره د بغلان د سمنټو فابريکې چارواکي له پژواک سره خبرو اترو ته حاضر نه شول .
د يادونې ده ، چې مخکې له دې هم د سمنټو فابريکې کارګرو په کاري اعتصاب لاس پورې کړى و ، چې د څو ورځو له تېرېدو وروسته بېرته خپلو کارونو ته ستانه شوي و.
په دې فابريکه کې د سمنټو دتوليد کچه په ورځ کې نږدې پنځوس ټُنه ده، چې هره پنځوس کيلويي بورۍ يې په ٢٥٠ افغانۍ پلورل کېږي .
دا په داسې حال کې ده ، چې دوه ورځې مخکې هم د بغلان ولايت د کرکر، آهن دره او دودکش د ډبرو سکرو د کانونو کارګرانو د تنخواه د کموالي له امله په کاري اعتصاب لاس پورې کړى و ، چې اوس هم روان دى .