Article

اسلام کلا بندر کې د نفتو د کيفيت کتنې لابراتوار جوړ شو

هرات (پژواک ٣ چنګاښ ٩٢): د هرات په اسلام کلا بندر کې د نفتو د کيفيت د کتنې لپاره پرمختللې دستګاه فعال شوه.

د نورم او سټنډرډ ادارې تخنيکي مرستيال مجيب الرحمن خطير وايي، چې د دغه لابراتوار په فعالېدو سره به د بې کيفيته تېلو د وارداتو مخه ونيول شي.

نوموړي د چنګاښ په ٣مه پژواک اژانس ته وويل، په دې وروستيو کې له ايران څخه د بې کيفيته تېلو واردات زيات شوي وو او مخنيوى يې د دوى لپاره ستونزمن کار و.

هغه ز ياتوي، چې د نفتو د کتنې پر دستګاه پنځه ميليونه امريکايي ډالره لګښت راغلى او يادې پيسې د نورم او سټنډرډ ادارې له لوري ورکول شوې دي.

د خطير په خبره، له دې لارې هره ورځ نږدې ١٠٠ ټانکره تېل او اوبلن ګاز افغانستان ته وارديږي، چې ډېرى يې ښه کيفيت نه لري او د چاپېريال د ککړتيا تر څنګ ماشينونو ته هم زيان رسوي.

د هرات ښار يو ټکسي چلوونکى جمشېد په دې خوشاله دى، چې د اسلام کلا په بندر کې د تېلو د کيفيت د کتنې لابراتوار جوړ شو، خو دى باور نه لري چې د بې کيفيته تېلو د وارداتو مخه دې ونيول شي.

هغه زياتوي، چې ټول مامورين په اداري فساد کې ښکېل دي او ښايي دې ته لاره جوړه شي، چې ډېر ځله همدا بې کيفيته تېل له کتنې پرته بازار ته وړاندې شي.

د هغه په وينا، د لابراتوار او دستګاه کارکوونکي هم بايد مسلکي کسان وي، چې د تېلو د کيفيت ارزونه په سمه توګه وکړاى شي.

د نورم او سټنډرډ اداره پنځه کاله مخکې د سوداګرۍ او ماليې وزارتونو پر وړانديز او د ولسمشر تر تاييد وروسته د خپلواک رياست په چوکاټ کې رامنځته شوه.

دغه اداره د اسلام کلا تر څنګ د هېواد په نورو ټولو بندرونو کې څانګې لري.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814