چاپیريال ساتنه

اسلام کلا بندر کې د نفتو د کيفيت کتنې لابراتوار جوړ شو

هرات (پژواک ٣ چنګاښ ٩٢): د هرات په اسلام کلا بندر کې د نفتو د کيفيت د کتنې لپاره پرمختللې دستګاه فعال شوه.

د نورم او سټنډرډ ادارې تخنيکي مرستيال مجيب الرحمن خطير وايي، چې د دغه لابراتوار په فعالېدو سره به د بې کيفيته تېلو د وارداتو مخه ونيول شي.

نوموړي د چنګاښ په ٣مه پژواک اژانس ته وويل، په دې وروستيو کې له ايران څخه د بې کيفيته تېلو واردات زيات شوي وو او مخنيوى يې د دوى لپاره ستونزمن کار و.

هغه ز ياتوي، چې د نفتو د کتنې پر دستګاه پنځه ميليونه امريکايي ډالره لګښت راغلى او يادې پيسې د نورم او سټنډرډ ادارې له لوري ورکول شوې دي.

"کندهار ته له قاچاقي لارو بې کيفيته تېل او ګاز وارديږي"

کندهار (پژواک ١١ غويى ٩٢): د کندهار ولايت د انحصاراتو رياست مسوولين وايي، چې دغه ولايت ته له قاچاقي لارو بې کيفيته تېل او ګاز راوړل کېږي، چې د مخنيوي لپاره يې د نورم او سټنډرډ په نوم ادارې ته اړتيا ده.

د کندهار د انحصاراتو رياست مرستيال خواجه سيف الله صديقي دغه څرګندونې د غويي په ١١مه د ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې خبري غونډې ته وکړې.

هغه وويل، دا مهال کندهار ولايت ته د هرات او نيمروز ولايتونو له لارې تېل راځي، خو له يو شمېر قاچاقي لارو هم دغه ولايت ته نفتي مواد راوړل کېږي، چې ډېرى مهال يې کيفيت خراب وي.

په جلال اباد کې له درې زرو رېکشو ګازي ډبې لرې شوې

جلال اباد (پژواک ٢٨ وږى ٩١): د ننګرهار ترافيک وايي، چې د عامې روغتيا او چاپېريال ساتنې د رياستونو په غوښتنه يې په جلال اباد ښار کې له درې زره رېکشو ګازي سيسټم لرې کړى دى.

ګازي رېکشې خلکو ته روغتيايي ستونزې پيدا کړې دي

جلال اباد (پژواک ٣٠ زمرى ٩١): د ننګرهار د عامې روغتيا ډاکټران او ښاريان وايي، چې د ګازي رېکشو له امله په خلکو کې بېلابېلې ناروغۍ پيدا شوې دي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رياست د چاپېريال ساتنې مدير ډاکټر يوسف احدي وايي؛ چې په رېکشو کې د تېلو پر ځاى د ګازو کارول خلکو ته ناروغۍ پيدا کړې دي.

هغه زياته کړه، چې د رېکشو د لوګيو له امله په انسانانو کې د تنفسي او جلدي ناروغيو په ګډون نورې ناروغۍ رامنځ ته کېږي، چې تر ټولو خطرناکه يې سرطان ده.

د نفتي توکو د کيفيت د کنټرول په برخه کې ١٠ ميليونه ډالره پانګونه کېږي

کابل (پژواک ١١ چنګاښ ٩١): د متحده عرب اماراتو يو شرکت په افغانستان کې د نفتي توکو د کيفيت د کنټرول په برخه کې ١٠ ميليونه امريکايي ډالره پانګونه کوي.

دغه څرګندونې د افغانستان د ستندرد د ملي ادارې (انسا) مرستيال مجيب الرحمن خطير د چنګاښ په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وکړې.

هغه وويل، چې څه موده مخکې د جيوکيم ميډل اېست په نوم د متحده عرب اماراتو د يوه شرکت له چارواکو سره يې په دې اړه هوکړه کړې ده.

په هېواد کې به د مضرو ګازونو پر ځاى نور ګازونه ترويج شي

کابل (پژواک ١١ سلواغه٩٠): ټاکل شوې، چې په افغانستان کې د اوزون طبقې له تخريب کوونکو ګازونو د ګټې اخيستنې کچه تر ٨ کلونو ٣٥سلنه او تر ٢٠٤٠ ميلادي کال پورې صفر ته راټيټه شي.

دا څرګندونې د چاپيريال ساتنې د ملې ادارې مسلکي مرستيال غلام محمد ملکيار نن په کابل کې خبريالانو ته وکړې او ويې ويل، چې د دغو ګازونو پر ځاى به نور ګازونه، چې زيان نه پېښوي، ترويج شي.

ولسمشر: سوداګر دې د بې کیفیته تېلو او ګازو له واردولو ډډه وکړي

کابل ( پژواک ۹ مرغومی ۹۰) : ولسمشر حامد کرزي د هیواد له ملي سوداګرو وغوښتل چې د بې کیفیته تېلو او ګازو له واردولو دې ډډه وکړي.

ولسمشر حامد کرزي دغه څرګندونې د مرغومي په ۹مه، پخپلې پنځلس ورځنۍ راډیويي وینا کړې چې نن د ملي راډیو لخوا خپره شوې ده.

د ولسمشر د ویندوي له دفتر څخه د مرغومي په ۹مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر په دې راډیويي وینا کې له ملي سوداګرو غوښتي چې دخپلو شخصي ګټو په موخه  د بې کیفیته تېلو او ګازو له واردولو چې د هیوادوالو روغتیا له ګواښ سره مخامخ کوي، ډډه وکړي.

د تېلو اوخوراکي توکيو پرمخ تللي لابراتوارونه فعالېږي

کابل (پژواک ٢٧ مرغومى ٨٩) په افغانستان کې به په تېلو کې د سربو د شتون د تثبيت يو لابراتوار او د خوراکي توکيو د څرنګوالي معلومولو دوه پرمخ تللي لابراتوارونه فعال شي.

دا څرګندونې د نورم او سټندرډ ادارې تخنيکي مرستيال مجيب الرحمن خطير د مرغومي په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته وکړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د خوراکي توکيو او تېلو د څرنګوالي په اړه په تېره بيا په تېلو کې د سربو د شتون په تړاو شکايتونه موجود دي.

خلک د بې کيفيته تېلو له شتون څخه سرټکوي

کابل (پژواک د لړم ١٥مه ٨٩): د افغانستان د سټنډرډ ملي ادارې شاوخوا دوه کاله مخکې د تېلو لپاره سټنډرډونه جوړ کړي، خو پلي شوي نه دي او خلک اوس هم د تېلو له کيفيت څخه سرټکوي.

 د افغانستان د سټنډرډ ملي اداره شاوخوا دوه کاله مخکې جوړه شوې او په دې وخت کې يې د پټرولو، ډيزلو او خاورو د تېلو لپاره سټنډرډونه جوړ کړي دي.

خو د کابل ښار اوسېدونکي او ټکسي چلوونکي نبي الله د لړم په ١٥مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په بازار کې د ټيټ کيفيت لرونکيو پټرولو شتون، له ستونزو سره مخ کړى دى.

Give us a call on +93 20 220 1814