Article

"کندهار ته له قاچاقي لارو بې کيفيته تېل او ګاز وارديږي"

کندهار (پژواک ١١ غويى ٩٢): د کندهار ولايت د انحصاراتو رياست مسوولين وايي، چې دغه ولايت ته له قاچاقي لارو بې کيفيته تېل او ګاز راوړل کېږي، چې د مخنيوي لپاره يې د نورم او سټنډرډ په نوم ادارې ته اړتيا ده.

د کندهار د انحصاراتو رياست مرستيال خواجه سيف الله صديقي دغه څرګندونې د غويي په ١١مه د ولايت مقام له رسنيو سره د اړيکو او معلوماتو په مرکز کې خبري غونډې ته وکړې.

هغه وويل، دا مهال کندهار ولايت ته د هرات او نيمروز ولايتونو له لارې تېل راځي، خو له يو شمېر قاچاقي لارو هم دغه ولايت ته نفتي مواد راوړل کېږي، چې ډېرى مهال يې کيفيت خراب وي.

د نوموړي په وينا، اوسمهال د هېواد په يو شمېر بندرونو کې د نورم او سټنډر په نوم ادارې فعالې شوې، چې د تېلو او ګازو کيفيت معلوموي، خو په کندهار کې دغسې يوه اداره نه شته.

هغه زياته کړه، د دې لپاره چې دغه ولايت د بې کيفيته تېلو راوړو مخه ونيوله شي او د چاپېريال له ساتنې سره مرسته وشي، دغسې يوې ادارې ته ډېره اړتيا ده.

صديقي دغه راز وويل، چې په نږدې راتلونکي کې له ترکمنستان سره د تېل او ګازو په برخه کې يو قرارداد لاسليکوي، چې له مخې به يې کندهار ته باکيفيته نفتي توکي راوړل شي.

د هغه په وينا، اوسمهال يې اداره يواځې دولتي ادارو ته تېل چمتو کوي، خو تر دغه قرارداد وروسته به وتوانېږي، چې ملکي خلکو او شخصي شرکتونو ته هم تېل په ټيټه بيه ورکړي.

دى وايي، له دغه کار سره به دولت له ازاد بازار سره په سيالۍ کې شي، چې له مخې به يې د تېلو او ګازو بيه ډېره راټيټه شي.

په کندهار کې د تېل او ګازو د دې ادارې چارواکي وايي، چې اوسمهال يوازې په ښار کې فعاليت کوي، خو په نږدې راتلونکې به په ولسواليو کې هم خپلې څانګې او د تېلو پمپونه جوړ کړي.

د کندهار د انحصاراتو رياست د سوېلي زون په کچه فعاليت کوي، چې په هلمند، اروزګان او زابل ولايتونو کې يې هم خپلې څانګې پرانيستې دي.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814