کابل (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٣): د پاکستان لومړى وزير نوازشريف وايي چې هېواد يې د ګازو د (ټاپې) پر پروژې د ژر تر ژره کار پيلولو غوښتونکى دى.
د پاکستان د ملي راډيو د راپور له مخې، نوازشريف دغه څرګندونې د سلواغې په ٢٢مه د افغانستان، هندوستان او ترکمنستان د معادن او پټروليم له وزيرانو سره د ليدنې پر مهال کړې دي.
په اسلام اباد کې نن د پاکستان افغانستان، هندوستان او ترکمنستان د يادو وزيرانو تر منځ له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان پر لاره هندوستان ته د ګاز د نلليکې د غځولو پروژې ( ټاپې) په اړه ١٩مه غونډه ترسره کېږي.
د ترکمنستان هيواد چې د ګازو خورا سترې زيرمې لري، په ١٣٦٨ لمريز کال کې يوه داسې طرحه وړاندې کړه ، چې له مخې به یې له دغه هېواده د ګازو يوه اوږده نل ليکه د افغانستان له لارې پاکستان او بيا هند ته وغځول شي او پدې توګه به د ترکمنستان ګاز د پاکستان او هند بازارونو ته لار پيدا کړي.
کابل (پژواک ٦ ليندى ٩٢): افغان حکومت وايي، چې د ټاپي پروژې د مالي مشورتي خدمتونو تړون، د ټاپي د غړو هېوادونو تر منځ په عشق اباد کې لاسليک شو.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د ټاپي غړو هېوادونو (ترکمنستان، افغانستان ،پاکستان، هند) استازو د ګاز د نلليکې د پروژې مالي مشورتي خدمتونو (TASA) تړون د دې پروژې د ٢٤ تخنيکي غونډې په ترڅ کې د ترکمنستان په مرکز عشق اباد کې لاسليک کړ.
کابل (پژواک ٤ وږى ٩٢): پاکستاني چارواکو ويلي، چې دغه هېواد د ټاپي پروژې د بشپړېدو په غونډه کې، چې له ترکمنستان هېواد څخه ګاز د افغانستان له لارې، پاکستان او هندوستان ته لېږدول کېږي، ډډه کړې ده.
اکسپرېس ټربيون پاکستانۍ ورځپاڼې، په ياد هېواد کې د حکومت د ځينو سرچينو له قوله ويلي، چې ټاکل شوې وه دغه خبرې د زمري په ٣١ مه او د وږي په لومړۍ د ډهلي په ښار کې تر سره شوې وى، خو د پاکستان استازي په کې ګډون ونه کړ.
ويل شوي، چې امريکا له پاکستان څخه د ټاپي په پروژې کې د ګډون غوښتنه کړې ده، خو دغه غونډه د پاکستاني استازي د نه ګډون له امله وځنډېده.
کابل (پژواک٢٩ کب٩١): ځينې افغان کارپوهان وايي، چې د ايران او پاکستان ترمنځ د ګاز نل ليکې د هوکړې پلي کول ستونزمن دي، خو که پلې شي ښايي د ټاپي پروژې مخه ونيسي.
ايران او پاکستان د روانې مياشتې په ٢١مه هوکړه وکړه، چې له ايران څخه پاکستان ته د مايع ګاز نل ليکه وغځوي.
دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې د ازبکستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بيا هند ته ولېږدول شي.
ټاپي يا د افغانستان له لارې هند او پاکستان ته د ترکمنستان د ګازو د پايپ لاين غځول هغه پروژه ده ، چې په تېرو څه باندې لسو کلونو کې يې پر عملي کولو خبرې کېږي.
کابل(پژواک٢٦غبرګولى٩١) : دافغانستان له خاورې ترکمنستان څخه تاجکستان او چين ته د ګاز نل ليکي د جوړونې د همکاريو سند دچين او افغانستان ترمنځ لاس ليک شو.
په کابل کې نن دغه سند د کانونو وزير وحيدالله شهراني او د چين هيواد د پطروليم کمپنې د عمومي رئيس ژان ژيمينګ تر منځ لاس ليک شو .
شهراني ددغه سند تر لاسليک وروسته وويل ، چې دغه سند د ګاز او نفت په برخه کې د افغانستان اود چين د پطروليم د ملي کمپنې ترمنځ اړيکي ټينګوي .
دواړو ولسمشرانو دامریکا په وخت له غرمې وروسته په شاوخوا څلورو بجو دغه لیدنه په شیکاګو کې د ناټو د ناټو دسرمشریزې غونډې په مقر کې وکړه.
په دې لیدنه کې دپاکستان د بهرنیو چارو وزیره میرمن حنا رباني کهر، په پاکستان کې دامریکا سفیره میرمن شیري رحمان اود پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال جلیل عباس ګیلاني برخه درلوده.
تر دې لیدنې وروسته د پاکستان د ولسمشر ویاند فرحت الله بابر خبریالانو ته وویل چې دواړو ولسمشرانو په دوه اړخیزو موضوعاتو، سوداګرۍ او د ترهرګرې پر وړاندې پر روانې مبارزې خبرې وکړې. چې د ولسمشر حامد کرزي لخوا ددې وړاندیز هرکلی او ملاتړ وشو.
کابل (پژواک ٢٦غويى ٩١): مشرانو جرګې له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګاز د نل ليکې د غځولو (تاپي) هوکړه ليک تاييد کړ.
د افغانستان، پاکستان، هند او ترکمنستان ترمنځ د ګاز نل ليکې (تاپي) هوکړه ليک نن د مشرانو جرګې د عامه هوساينې کمېسيون له لوري عمومي غونډې ته وړاندې شو.
د مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې شاوخوا ٨٠ تنه حاضر وو، چې د ياد هوکړه ليک د تاييد لپاره ټولو شنه کارتونه پورته کړل.
کابل (پژواک ٣٠ورى٩٠): ولسي جرګې د افغانستان او هند ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو او له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګاز د نل ليکې د غځولو (تاپي) او دوه نور هوکړه ليکونه تصويب کړل.
د افغانستان او هند ترمنځ د ستراتيژيکو همکاريو، د افغانستان او ايټاليا تر منځ د هېواد په لوېديځه حوزه کې د کرنې او کليوالي پراختيا د پروژو د پلې کېدو د ملاتړ او د افغانستان، پاکستان، هند او ترکمنستان ترمنځ د ګاز نل ليکې (تاپي) هوکړه ليکونه نن د ولسي جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړل.
کابل (پژواک ٢٩ ورى ٩١): افغانستان، پاکستان او هند له ترکمنستان څخه د افغانستان له لارې يادو هېوادونو ته د ګاز نل ليکې (تاپي) د حق العبور د فيس په اړه هوکړه وکړه.
د افغانستان د کانونو وزارت وياند محمد جواد عمر نن پژواک خبرې اژانس ته وويل، چې دغه هوکړه تېره ورځ د پاکستان په پلازمېنې اسلام اباد کې د يادو هېوادونو د چارواکو ترمنځ وشوه.
هغه ونه ويل، چې افغانستان ته به د يادې هوکړې له مخې څومره د حق العبور فيس ورکول کېږي او زياته يې کړه: ((د دې لپاره چې دغه ارقام د تړون تر لاسليک مخکې محرم دي، څه نه شم ويلى.))
Give us a call on +93 20 220 1814