Article

نوازشريف پر ټاپي پروژې د کار پر ژر پيلېدو ټينګار وکړ

Category: 

کابل (پژواک، ٢٢ سلواغه ٩٣): د پاکستان لومړى وزير نوازشريف وايي چې هېواد يې د ګازو د (ټاپې) پر پروژې د ژر تر ژره کار پيلولو غوښتونکى دى.

د پاکستان د ملي راډيو د راپور له مخې، نوازشريف دغه څرګندونې د سلواغې په ٢٢مه د افغانستان، هندوستان او ترکمنستان د معادن او پټروليم له وزيرانو سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

په اسلام اباد کې نن د پاکستان افغانستان، هندوستان او ترکمنستان د يادو وزيرانو تر منځ له ترکمنستان څخه د افغانستان او پاکستان پر لاره هندوستان ته د ګاز د نلليکې د غځولو پروژې ( ټاپې) په اړه ١٩مه غونډه ترسره کېږي.

په دې غونډه کې ګډون کوونکو وزيرانو نن په اسلام اباد کې د پاکستان لومړي وزير نوازشريف سره ليدلي دي.

د پاکستان د ملي راډيو د راپور له مخې، نواز شريف له دوى سره د ليدنې پر مهال ويلي چې په هېواد کې يې د ګازو قلت دى او دوى غواړي چې د ټاپې پر پروژې کار ژر تر ژره پيل شي.

د هغه په وينا، له دې پروژې نه يواځې پاکستان، بلکې  افغانستان، هندوستان او ترکمنستان ته يې هم ګټې رسېږي او ټولو ته مهمه ده.

نوازشريف زياته کړې چې پاکستان به د دې پروژې د کار په پيلولو او پرمختګ کې خپل مثبت رول ولوبوي.

نوموړي د ټاپې پروژې د کار پر ژر پيلېدو د ټينګار تر څنګ ويلي، څومره چې دا پروژه ځنډېږي، هغومره يې پر لګښت زياتوالى راځي.

له ترکمنستانه د افغانستان او پاکستان پر لاره هندوستان ته د ګاز د شاوخوا ١٧٠٠ کيلومتره نلليکې غځولو پروژې (ټاپې) تړون په ١٣٨٩ لمريز کال کې د افغانستان، پاکستان او ترکمنستان د ولسمشرانو او د هندوستان د انرژۍ د وزير په ګډون لاسليک شو.

د تړون له مخې، د ګاز نلليکه د ترکمنستان له دولت اباد سيمې تر ١٤٧ کيلومترو وروسته افغانستان ته رسېږي او د افغانستان په خاوره کې د هرات، فراه، هلمند او کندهار له لارې د ٧٣٥ کيلومتره په غځېدو د پاکستان خاورې ته رسېږي.

د اټکل له مخې، د پاکستان له کوېټې او پنجاب له لارې د ٨٠٠ کيلومتره ليکې غځولو سره د هندوستان خاورې ته رسول کېږي.

د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت وياند محمدرفېع صديقي پرون په کابل کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې وويل چې د اسلام اباد په کېدونکې غونډه کې د کانونو وزير داوود شاه صبا ګډون کوي.

هغه زياته کړه چې د دې پروژې د کار د ژر تر ژره پيلېدو لپاره يو شمېر کمپنيو داوطلبي ورکړې، چې ډېرى امکان شته دا پروژه د فرانسې د ((توتال)) کمپنۍ ته ورکړل شي.

د نوموړي په وينا، د کمپنۍ تر ټاکل کېدو وروسته کېداى شي په دې غونډه کې د يادې پروژې د کار د پيل نېټه هم په ډاګه شي.

د صديقي د معلوماتو له مخې، د دې پروژې لګښت اته ميليارده ډالر اټکل شوى چې ٥٠ سلنه يې کمپنۍ او پاتې برخه يې ياد څلور هېوادونه ورکړي.

دى وايي چې له دې پروژې زرګونو افغانانو ته د کار د زمينو پيدا کېدو تر څنګ هر کال افغانستان ته ٣٠٠ ميليونه ډالرو د حق العبور په توګه ورکول کېږي.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814