بيجينګ (پژواک ۵ تله ۹۲): د ولسمشر وياند ايمل فيضي وايي، چې د چين حکومت له افغانستان څخه د امو د نفتو د استخراج د دريو ساحو غوښتنه کړې ده.
نوموړي په بيجينګ کې له پژواک خبري اژانس سره د تلې په ۵مه په ځانګړې مرکه کې وويل، د چين هېواد د افغانستان د امو د نفتو په حوزه کې تثبيت شوې درې ساحې غواړي.
نوموړي زياته کړه، د امو د نفتو حوزې لومړۍ، دويمه او دريمه هغه ساحې دي، چې نفت يې تثبيت شوي دي.
فيضي وايي، د چين حکومت د نفتو د استخراج تر څنګ د امو نفتو د دريو ساحو غوښتنه هم لري.
بیجینګ ( پژواک ، ۵تله ۹۲) : ولسمشر کرزي د چین د نفتو او پطرولیم شرکت چارواکو ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان به د امو د نفتو حوزې په پروژه کې ددوی ستونزې هواروي.
د ولسمشر ویاند ایمل فیضي د تلې په ۵مه، په بیجنګ کې پژواک اژانس ته وویل ، چې دغه ټکی په هغه ناسته کې په ډاګه شو ، چې نن په بیجینګ کې د ولسمشر حامد کرزي او د چین دنفتو او پطرولیم شرکت د رییس ترمنځ تر سره شوه .
د یادونې ده چې دغه شرکت د امو د نفتو د حوزې د لومړئ برخې د استخراج چارې هم پرغاړه لري.
مزار شريف ( پژواک ٢٨ زمرى ٩٢ ) : د سرپل والي وايي چې د امو سيند نفتو حوزه کې د تېلو د استخراج پروسه بنده شوې نه، بلکې ځنډول شوې ده.
د تېلو ددې حوزې ډېرۍ برخه په سرپل او يوه برخه يې په فارياب کې ده.
د امو نفتي حوزې د تېلو د اکتشاف او استخراج تړون د ١٣٩٠ کال د مرغومي په مياشت کې د افغانستان د کانونو وزارت او د (CNPCI) په نوم د چين د نفتو ملي شرکت ترمنځ لاسليک شو.
د سرپل والي عبدالجبار حقبين د زمري په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايت مرکز اړونده د قشقري انګوت په سيمه کې څو مياشتې مخکې د تېلو داستخراج پروسه پيل شوې وه.
کابل ( پژواک د تلې ٢مه ٩١): افغانستان او چين ددواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيژيکې اعلامې د پلي کولو لپاره د عمل هوکړه ليک او په امنيتي او اقتصادي برخو کې د همکارۍ دوه سندونه لاسليک کړل.
کابل (پژواک ١٤ چنګاښ ٩١): د دولتي تړونونو په داوطلبۍ کې د حکوتي لوړپوړو چارواکو د کورنيو غړو ونډه اخيستل د قانون خلاف ده، خو بيا هم د کانونو او ځيني نور تړونونه د ولسمشر او د هغه د مرستيالانو په کورنيو پورې محدود وو.
دغه څرګندونې د افغانستان د ملي جبهې وياند فيض الله ذکي د چنګاښ په ١٤مه کابل کې د يوې خبري ناستې پر مهال وکړې.
هغه وويل، چې د افغانستان د کانونو او هايدروکاربن قوانينو په دې برخه کې د تړون په اړه د داوطلبۍ په بهير کې د حکومتي لوړ پوړو چارواکو د کورنيو د غړو ګډون منع کړى دى.
سرپل (پژواک ٤ چنګاښ ٩١): په لومړي ځل د امو نفتي حوزې د نفتواستخراج نن د دولتي جګپوړو چارواکو له خوا په سرپل ولايت کې پيل شو.
د نفتي توکو د استخراج د پيل په مراسمو کې د ولسمشر لومړي مرستيال مارشال محمد قسيم فهيم، د کانونو، عدليې، کورنيو چارو وزيرانو، د سرپل، بلخ، جوزجان او فارياب واليانو او د چين سفير ګډون درلود.
کابل (پژواک ٢٣غبرګولى ٩١): د امو سيند حوزې د ګاز لرونکو سيمو د څېړنې او اکتشاف لپاره د افغانستان او چين ګډه کاري ډله جوړېږي.
په هغې خبرپاڼه کې، چې د جمهوري رياست د وياند د دفتر له خوا پژواک خبري اژانس ته را رسېدلې راغلي، چې د وزيرانو شورا د تېرې ورځې په غونډه کې د دې ډلې د جوړېدو پخلى وکړ.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې د وزيرانو شورا د ګډې کاري ډلې د جوړېدو د تاييد ترڅنګ د کانونو وزير وحيدالله شهراني ته په ياده برخه کې له چين سره د هوکړه ليک د لاسليکولو صلاحيت هم ورکړى دى.
کابل ښار (پژواک ٢٣ غبرګولى ٩١): لويه څارنوالي وايي، که چېرې د دوستم له لوري د امو سيند د نفتي حوزې د استخراج چارو ته د خنډ رامنځته کولو په اړه تورونه ثابت شي، د اساسي قانون له مخې به نوموړى په عمري بند او يا اعدام محکوم شي.
د خپرو شوو راپورونو له مخې، د امنيت ملي شورا دوه ورځې وړاندې د ملي جنبش مشر او د ملي جبهې وتلى غړى جنرال دوستم د نفتي حوزې د استخراج چارو ته د خنډ رامنځته کولو په تور په ملي خيانت تورن کړ.
کابل (پژواک ٢٦ غويى ٩١): په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د روان کال په تلې مياشت کې د امو سيند له نفتي حوزې څخه د تېلو استخراج پيلېږي.
دغه څرګندونې د افغانستان د کانونو وزير وحيدالله شهراني د غويي په٢٦مه،په کابل کې خبريالانو ته وکړې.
د امو سيند د نفتي حوزې د تېلو استخراج او اکتشاف تړون تېر کال د مرغومي په ٧مه، د افغانستان د کانونو وزارت او د چين د نفتو ملي شرکت (CNPCI) ترمنځ لاسليک شوى دى.
کابل (پژواک ٧ مرغومى ٩٠): د افغانستان د امو سيند د نفتي حوزې د تېلو استخراج به د راتلونکي زېږديز کال تر پايه پيل او تر دوو کلونو پورې به په هېواد کې د نفتو د تصفيې دستګاه هم فعاله شي.
په همدې موخه نن (د مرغومي ٧مه) د افغانستان د کانونو وزير وحيدالله شهراني او د چين د نفتو ملي شرکت (CNPCI) د مشر لو ګونګ شنګ (LuGong Xung) تر منځ درې تړونونه لاسليک شول.
له دې چينايي شرکت سره د "وطن ګروپ" په نوم يو افغاني شرکت هم شريک دى.
Give us a call on +93 20 220 1814