بيجينګ (پژواک ۵ تله ۹۲): د ولسمشر وياند ايمل فيضي وايي، چې د چين حکومت له افغانستان څخه د امو د نفتو د استخراج د دريو ساحو غوښتنه کړې ده.
نوموړي په بيجينګ کې له پژواک خبري اژانس سره د تلې په ۵مه په ځانګړې مرکه کې وويل، د چين هېواد د افغانستان د امو د نفتو په حوزه کې تثبيت شوې درې ساحې غواړي.
نوموړي زياته کړه، د امو د نفتو حوزې لومړۍ، دويمه او دريمه هغه ساحې دي، چې نفت يې تثبيت شوي دي.
فيضي وايي، د چين حکومت د نفتو د استخراج تر څنګ د امو نفتو د دريو ساحو غوښتنه هم لري.
د ده په وينا، ولسمشر حامد کرزی د چين پر دې غوښتنې غور کوي او په دې اړه به سلا مشورې وکړي.
هغه زياته کړه، چې ولسمشر به نن پر ځايي وخت غرمه مهال د چين هېواد د نفتو له عمومي رييس سره په خپل استوګنځای کې وګوري او د افغانستان د نفتو په اړه به ورسره هر اړخيزې خبرې وکړي.
فيضي وويل، دغه راز د افغانستان د کانونو او پټروليم وزير وحيدالله شهراني هم له چينايي چارواکو سره د افغانستان د نفتو او کانونو د استخراج او په دې برخه کې د پانګې اچونې په اړه له چينايي چارواکو سره پر خبرو بوخت دی.
د نوموړي په وينا، تېره ورځ د فورم په کنفرانس او له هغه وروسته په ځانګړو ليدنو کې ولسمشر کرزي د چين چارواکي او پانګوال وهڅول، چې په افغانستان کې د نفتو، کانونو او په نورو برخو کې پانګه اچونه وکړي، ځکه چې افغانستان اوس مهال د پانګې اچونې لپاره ښه مساعد شرايط او اسانتياوې لري.
ولشمسر حامد کرزی د يوه لوړ پوړي پلاوي په ملګرتيا وړمه ورځ په څلور ورځني رسمي سفر د بېلابېلا دوه اړخيزه موضوعاتو په اړه د خبرو په موخه چين ته تللى دى.