Article

چیني شرکت د امو د نفتو په حوزه کې د تیلو تصفیه خونې جوړوي

بیجینګ ( پژواک ، ۵تله ۹۲) : ولسمشر کرزي د چین د نفتو او پطرولیم شرکت چارواکو ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان به د امو د  نفتو حوزې په پروژه کې ددوی ستونزې هواروي.

د ولسمشر ویاند ایمل فیضي  د تلې په ۵مه، په بیجنګ کې پژواک اژانس ته وویل ، چې دغه ټکی په هغه ناسته کې په ډاګه شو ، چې نن په بیجینګ کې د ولسمشر حامد کرزي او د چین دنفتو او پطرولیم شرکت د رییس ترمنځ تر سره شوه .

د یادونې ده چې دغه شرکت د امو د نفتو د حوزې د لومړئ برخې د استخراج چارې هم پرغاړه لري.

فیضي وویل ، چې دغه شرکت له ولسمشر څخه مننه وکړه ، چې ددغې پروژې په برخه کې یې وروسره مرسته کړې ده ، ویې ویل ، چې دوی اوس هم یو شمیر ستونزې لري، چې له ولسمشر څخه یې د هغو د حل غوښتنه وکړه .

د یاد شرکت مشر وویل ، چې دوی د امو حوزې خام تیل د تصفیه په مو خه ازبکستان ته وړي ، خو ازبکستان له افغانستان څخه د تیلو ترانزیټ پرمهال ستونزې جوړوي ، بله ستونزه د کاریګرو د ویزې ده ، چې باید له افغانستان څخه دوامداره کاري ویزې ترلاسه کړي ،او همدارنګه د کارکوونکو د امنیت په برخه کې هم ستونزې لري.

ولسمشر ددوی د ستونزو له اوریدو وروسته د کانونو وزیر وحیدا الله شهراني چې په دې ناسته کې حاضر و ، دنده وسپارله چې د ترانزیټ ستونزه يې د وزارت له لارې له ازبکستان سره حل کړي .

د فیضي په وینا، دغه راز ولسمشر په چین کې د افغانستان سفیر کبیر فراهي ته دنده وسپارله چې د ویزو ستونزه دې د بهرنیو چارو وزارت له لارې حل او د امنیت په برخه کې يې د ملي امنیت مشارو ډاکټر سپنتا ته دنده وسپارله ، چې له امنیتي ادارو سره دې ددوی ستونزه شریکه او حل کړي .

 دغه راز  د چین د نفتو شرکت د ولسمشر له هغه وړاندیز سره موافقه وکړه ، چې دوی دې د امو د نفتو په حوزه کې د تیلو تصفیه خونې جوړې کړي .

ولشمسر حامد کرزی د یوه لوړپوړي پلاوي په ملګرتیا تیره ورځ په څلور ورځني رسمي سفر چین ته د بیلا بیلا دوه اړخیزه موضوعاتو په اړه د خبرو په موخه چین ته راغلی دی. 

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814