کابل (پژواک ٢٣ سلواغه ٩٣): ولسمشر اشرف غني وايي، د دې لپاره چې د مس عينک کان چارې ژر پيل شي، امنيتي ځواکونه دې په خپلو کې په همغږۍ سره د دې کان امنيت خوندي کړي
نوموړي، دغه څرګندونې نن د لوګر ولايت د مس عينک کان له بېلابېلو برخو څخه د کتنې پرمهال کړې دي.
د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې محمد اشرف غني له دغه کان څخه د کتنې په ترڅ کې وويل، اوسمهال د افغانستان او چين ترمنځ اړيکې نوي پړاو ته داخلې شوې او لازمه ده، چې د دغو اړيکو د لا پراختيا لپاره مهم قدمونه پورته شي.
پل علم (پژواک ١٧ ليندۍ ٩٣): چارواکي وايي چې د لوګر د مس عينک کان د امنيت لپاره يې د پوليسو٨٦ پوستې ځاى پر ځاى کړي او قراردادي کمپنۍ بايد په کې خپلې چارې پيل کړي.
د مس عينک کان قرارداد له ''ام سي سي'' چينايي کمپنۍ سره شوى، چې د چارواکو په وينا، له څه مودې راهيسې يې کارونه درولي دي.
دا څرګندونې د لوګر سرپرست والي نياز محمد اميري او د ياد کان د امنيت ساتنې د ځانګړو ځواکونو قوماندان تېره ورځ ناوخته له دغه کان څخه د لېدنې پر مهال وکړې.
په دې لېدنه کې پر حکومتي چارواکو سربېره يو شمېر وکيلانو هم برخه لرله.
کابل (پژواک ١٤ لړم ٩٣): د لوګر د مس عينک سيمې اوسېدونکي وايي، چې د مس عينک کان له قرارداد څخه څو کاله تېريږي، خو دولت او هغه چينايي شرکت چې د دغه کان د استخراج قرارداد ورسره لاسليک شوى، له دوى سره يې خپلې کړې ژمنې نه دي عملي کړي.
د سيمې د اوسېدونکو په وينا، له تېرو شپږو کلونو راهيسې د دغه کان د را ايستنې په موخه چينايي کمپنۍ په دغه سيمه کې کار کوي، خو په دغه موده کې نه يواځې دا چې دوى ته يې ګټه نه ده رسېدلې، بلکې د دغه فعاليت له اړخه ورته زيانونه هم اوښتي دي.
کابل (پژواک ٩ وږى ٩٣): د کانونو او چاپېريال ساتنې برخې څېړونکي خبردارى ورکوي چې د لوګر د مسو کان د استخراج په چارو کې چاپېريالي خطرونو ته نه پاملرنه به د دغه ولايت د زرګونو اوسېدونکو ژوند اغېزمن کړي.
د دغو کاروپوهانو په باور، که چېرې دولت او چينايي قراردادي کمپنۍ (MCC) د عينک مسو کان په برخه کې د چاپېريال زيانونو د مخنيوي لپاره جدي تدابير ونه نيسي، نو د مسو د استخراج پروسې له پيلېدو سره به د سيمې د اوسېدونکو سربېره به د لوګر او کابل سيند د څنډو اوسېدونکي او تر ډيورنډ کرښې پورې خلک له جدي روغتيايي خطرونو سره مخ شي.
پل علم (پژواک ٣٠ ليندۍ ٩٢): د مس عينک کان د استخراج د چينايۍ کمپنۍ مشر وايي، چې تراوسه پورې يې پردې پروژې ٣٦٠ ميليونه امريکايي ډالره لګولي او هېڅکله به له دې پروژې لاس په سر نه شي.
د افغانستان د کانونو په اړه لومړنى لوی قرارداد د لوګر ولايت د عينک په سيمه کې د مسو د کان د را ايستلو په اړه د چين د متالوجۍ او جيانګزي د مسو شرکت په نوم له يوه چينايي شرکت سره د ۲۰۰۸ کال د مې مياشتې په ٢٥ مه لاسليک شو.
دغه شرکت ژمنه کړې وه، چې په راتلونکو پنځو کلونو کې به په دې برخه کې ٢،٩ ميليارده امريکايي ډالره پانګونه وکړي.
کابل (پژواک ٥ ليندۍ ٩٢): د هېواد د کانونو د څار سازمان د لوګر ولايت د عينک د مسو کان او د هغه د را ايستلو په اړه په خپله يوه تازه څېړنه کې، په دغه کان کې د چينايي شرکت د کار د ټکني والي تر څنګ د کان د را ايستلو په ترڅ کې د چاپېريال له ککړتيا او تر ځمکې لاندې د اوبو د ککړتيا په اړه خبردارى ورکړى دى.
د افغانستان د روڼوالي د څار په نوم سازمان په خپل دغه څېړنيز راپور کې يو شمېر هغه فرصتونه او مواقع او همدارنګه يو شمېر ګواښونه په ګوته کړي چې د دغه سازمان د څېړونکو له انده د عينک د مسو د را ايستو پروژې له خوا هېواد او وګړو ته متوجه دي.
پل علم ( پژواک ٣١غويى ٩١): د لوګر ولايت امنيتي مسوولينو د زيات شمېر ميزايلو او هاوانونو په کشفولو سره د مس عينک کان پر سيمه د بريد مخه ونيوله.
د لوګر ولايت د امنيه قوماندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې مدير سرڅارمن عبدالله منګل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دې مهماتو کې د ٨٢ ملي متري توپ ١٦ مرمۍ، د بي ايم ١٢ اتيا مرمۍ ، يوه پايه هاوان، يوه اندازه لين او يو اندازه چاودېدونکي توکي شامل دي.
کابل (پژواک ١١ غويى ٩١): د روان زېږديز کال تر پايه د عينک د مسو کان د لرغونو اثارو د اتو سيمو د کېندنو کار بشپړېږي او په ٢٠١٣ کال کې به د مسو د استخراج په موخه کېندنې پيل شي.
دغه څرګندونې د کانونو وزير وحيدالله شهراني د غويي په ١١مه، کابل کې خبريالانو ته وکړې.
د عينک د مسو کان د استخراج او اکتشاف پروژه په ١٣٨٧ کال کې د ازاد رقابت له لارې د (ام سي سي) په نوم يوې چينايي کمپنۍ ته ورکړل شوې ده.
پل علم (پژواک ٢٨ کب ٩٠): ((ګاونډي هېوادونه د مس عينک پروژې د ناکامولو او په لوګر ولايت کې د نا اراميو لپاره ځانګړې ډلې ګوماري، چې د مخنيوي لپاره يې اضافي پوليسو ته اړتيا ده.))
دغه مطلب د لوګر د ولايتي شورا رييس ډاکټر عبدالوکيل نن (د کب ٢٨مه) په پل علم کې د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي په ګډون په يوه غونډه کې په ډاګه کړ.
د کورنيو چارو وزير نن د امنيتي وضعيت او د پوليسو د احضاراتو د څېړنې په موخه لوګر ولايت ته تللى وو.
کابل (پژواک ١٢ مرغومى ٩٠): په ١٣٩٢ کال کې به د عينک د مسو کان استخراج پيل او په ١٣٩٥کال کې به افغانستان د شاوخوا يو ميليارد ډالرو په ارزښت د مسو صادرات ولري.
دغه څرګندونې د افغانستان د کانونو وزير وحيدالله شهراني، پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وکړې.
Give us a call on +93 20 220 1814