ليکنې

د افغانستان بانکي نظام ته د کانونو د پانګوالو لاسرسی

د افغانستان خودکفایي او اقتصادي ثبات په اړه پوهان مختلف نظریات لري، چا داهېواد د زراعتي سکتور په ودې پورې تړلى اوبیا چا د صنعت او تریو حده دخدماتو پورې، خو زه خپله تل په دې عقیده یم چې د دې هیواد له اقتصادي پلوه خودکفايي يواځې او یواځې د معدني منابعو په پراختیا پورې تړلی ده، د کورني مصرف او دې هدف ته رسېدلو لپاره  کان کیندلو، د توکو تبادلو او مالي اسانتیاوو چوکاټ اساسي زینې ګڼل کیږي، همدا لامل دی چې افغان دولت او نړیواله ټولنه د دې سکتور د پراختیا

د خلکو نظرونه د خپلې سيمې د کانونو په اړه

بغلان ولايت

د بغلان ولايت د کرکر د ډبرو سکرو کان يوه کارکوونکي محمد جعفر وويل: " له کله راهيسې چې دغه کان خصوصي سکټور ته سپارل شوى نو څو کارکوونکو د کار په ترڅ کې خپل ځانونه له لاسه ورکړل."

هغه زياته کړه، چې خصوصي سکټور د قربانيانو له کورنيو سره نغدي مرستې وکړې، خو د دغو پيسو اندازه يو شان نه وه، يو شمېر کسانو ته يې لس زره افغانۍ او يو شمېر نورو ته يې بيا له شلو تر دېرشو زرو افغانيو پورې ورکړې دي.

داپیاله نیمه ډکه ده،نیمه تشه نه ده

. دشودو په نیمو پیالو کې خوشیدې همدومره وي‌ چې څومره په کې دکاله مېرمني دخپلې لوشلې غوا له ډکې کټوۍ ورتوی کړې وي‌. او دسترګو به هم څه نه وایو ځکه چې سترګي خو هم دوه ډوله وي ،یاهغه چې وږوې دي ،او یا هغه چې دروغ وايي ،او دا خبره دولسونو دسترګو کؤم ،دوګړواو افرادو دسترګو نه ده .‌او وږسترګي چې دولسونو په کچه شي نو عیب او کوټ یې مه بولئ .

په افغانستان کې د ژوند چاپيريال او ورپېښ خطرونه

ددې مقالې په پيل کې بايد په دې وپوهېږو، چې د ژوند چاپيريال څه دى؟ ټول هغه محيطونه، چې ژوند په کې جريان ولري، د ژوند چاپيريال بلل کېږي. په داسې يوه چاپيريال کې له ژونديو ژوو پرته خاورې، اوبه، هوا او نور هم له ژونديو ژوو سره شتون لري. دا شيان ياني ژوندي او غير ژوندي څيزونه يو له بل سره متقابلې اړيکې جوړوي، چې ددې اړيکو پايښت او دوام  د ژوند چاپيريال د دوام لپاره ډېر مهم ګڼل کېږي. د چاپيريال کارپوهان د انسانانو د ژوند لپاره په هره سيمه کې د داسې يوه چاپيريال رامنځته کېدل، چې ايکو سيستم ورته وايي، ډېر مهم ګڼي او د اکولوژي دعلم په چوکاټ کې يې مطالعه کوي.

په افغانستان کې دجيولوجيکي څېړنو لنډ تاريخ

راټولونه : نجيب الله هاند

په افغانستان کې له ډيرو پخوا زمانو راهيسې دکاني موادو دپلټنې او سپړنې چارې پر مخ روانې وې ، خو کله چې په ١٩٥٤ زيږديز کال کې ديوريشيا جيولوجيکي نقشه جوړه شوه ، نودکابل له يوې کمې برخې پرته چې په (١٩٢٦- ١٩٥١ز) کلونو په موده کې فرانسوي جيولوجستانو ( ځمکپوهانو) له خوا نقشه برداري شوې وه ، نورټول افغانستان په نوموړې نقشه کې ديوه سپين خاپ په څېر معلومېده .

لامل يې دا وه ، چې په افغانستان کې جيولوجيکي څېړنې نه وې شوې ، چې دنړې په نقشه کې يې انعکاس موندلى واى .

د افغاستان كانونه رڼه پانګه اچونه غواړي

 د لعل اقا شيرين ليکنه

د روان كال د لړم په ۳۰ مه رسنيو خبر وركړ، چې د لوګر ولايت د مس عينک كان تر راتلونكو ۳۰ كلونو پورې د ( MCC ) په نوم يوې چينايي كمپنۍ ته وركړل شو. چين غواړي چې د( MCC) كمپنۍ پر مټ د لوګر ولايت د مس عين پر كان 2.8 ميليارډه ډالره پانګونه وكړي. د كانونو وزارت چارواكي وايي، چې هركال له دغې لارې ۴۰۰ ميليونه ډالره د افغانستان بوديجې ته لېږدول كيداى شي.

د چارواكو په وينا، د مس عين  كان دم ګړۍ ۱۱ ميليونه ټنه مس لري، چې په پراختيا سره به يې دغه كچه ۲۰ ميليونه ټنو ته لوړه شي.

کانونه د افغانانو وروستۍ هيلې

د محمد داوود نيازي ليکنه

کانونه د طبعي سرچينو هغه برخه ده چې ځمکې لاندې پټه او ډير اقتصادي ارزښت لري.افغانستان  24 ډوله  بېلابېل کانونه لري او دناسپړل شويو طبعي زيرمو له کبله د نړۍ له بډايو هيوادونو څخه ګڼل کيږي . د افغانستان  مهم کانونه عبارت دي له :

د دولت له سترګو لرې د کانونو نا قانونه استخراج

 

د تجعفري ليکنه

ګټه

د وروستيو خبرونو له مخې د هېواد په شمال کې د ډبرو سکرو کان د نړېدو له امله نږدې ١٢ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ، له دې کان څخه تقريبا له تېرو ٥٠ کلونو راهيسې د ډبرو سکاره وېستل کېدل. هغه وسايل چې ددې کان په استخراج کې کارېدل، ٤٥ کاله وړاندې داتريش هېواد افغانستسان ته ورکړي وو.  دا کان يو له مهمو کانونو څخه دى، چې د ډبرو سکرو ١٣ ډوله ترې اېستل کېدل.

Give us a call on +93 20 220 1814