Opinions

د افغانستان بانکي نظام ته د کانونو د پانګوالو لاسرسی

د افغانستان خودکفایي او اقتصادي ثبات په اړه پوهان مختلف نظریات لري، چا داهېواد د زراعتي سکتور په ودې پورې تړلى اوبیا چا د صنعت او تریو حده دخدماتو پورې، خو زه خپله تل په دې عقیده یم چې د دې هیواد له اقتصادي پلوه خودکفايي يواځې او یواځې د معدني منابعو په پراختیا پورې تړلی ده، د کورني مصرف او دې هدف ته رسېدلو لپاره  کان کیندلو، د توکو تبادلو او مالي اسانتیاوو چوکاټ اساسي زینې ګڼل کیږي، همدا لامل دی چې افغان دولت او نړیواله ټولنه د دې سکتور د پراختیا او پرمختګ ترڅنګ په دې سکتور کې د افغان سوداګرو او متشبیثنو په پراخې پانګونې ټینګار کوي.

د امریکا د متحده ایالاتو د ځمکې پېژندنې ادارې (USGS) او د بریتانیا د ځمکې پېژندنې ادارې (BGS) د افغانستان د ځمکې پېژندنې له ادارې سره په ګډې همکارۍ، د کان کیندنې د سکتور د پرمختګ او تصفیې په برخه کې ډېرې مطالعې، څېړنې او سروې ګانې ترسره کړې دي. د همدې څېړنو او مطالعاتو په پایله کې څرګنده شوې چې افغانستان د بډایه معدني منابعو له پلوه د نړۍ په کچه ځانکړی مقام لري. د افغانستان بې سارى جغرافیایي موقعیت او د دوو پرنفوسو او د معدني منابعو اړمندو هېوادونو (هند او چین) ګاونډيتوب د ډېرو غټو معدني شرکتونو توجه جلب کړې ده. چې موږ کولی شو له دې فرصت څخه په استفادې د کان کیندنو د سیمه يیزو کمپنیو له لارې ډېره ګټه پورته کړو.

موږ د نړۍ په کچه د اومه نفتو، د طبیعي ګازو، مسو، سرو زرو او قیمتي ډبرو بې شانه کانونه او سرشاره منابع لرو. که څه هم د سترو کانونو د کیندلو لپاره د نړۍ په کچه ستر شرکتونه جذب شوي او ځينو لیوالتیا ښودلې چې په دې وروستيو کې دامریکا دمتحده ایالاتو ولسمشر ترمپ هم په دې اړه د خپل هېواد او سوداګرو لیوالتیا په ډاګه کړې ، خو سره له دې هم د کانونو د کیندلو په برخه کې ددې ټولو شرکتونو پر وړاندې یو لړ ننګونې شته چې د بېلګې په توګه د مینګانیز او د اوسپنې، د فلزي کاڼو، د سرو زرو، د ډبرو سکارو او د کروم له کوچنيو کانونو څخه نیولې تر امو سيند پورې د ګازو او تیلو،د لوګر د مسوعینک یادونه کولای شو.

د دې سکتور د پرمختګ پر وړاندې اصلي او بنسټیزه ستونزه د افغان سوداګرو او متشبثینو او د دولت د چارواکو تر منځ د لازمې همغږۍ او د دې تجربې نه شتون دی چې څنګه کولای شي د یو میکانیزم له لارې محصولات له سرچینې څخه بازار ته وړاندې کړي، حال دا چې دا ډول میکانیزم په پرمختللو هېوادونو کې وجود لري. که چېرې موږ وکړای شو داسې یو سوداګریز میکانیزم جوړ کړو، نو بیا د سرچینو د پراختیا، تولید او تصفیې لپاره د پانګې پیدا کول ډېره اسانه ده. ثابت شوي معدني منابعې چې په خالصه توګه موجودې دي، د یوې با ارزښته حقیقي پانګې اچونې حیثیت لري. دا ارزښت د منابعو د اوسني خالص ارزښت (NPV) له اټکل وروسته بیا د ونډو بازار (Commodities Exchange ) ته وړاندې کېدای شي او دسرمایه ګذاري دتمویل او تجارت مرجع ګرځیدلى شي، چې له دې سره به بانکونه او دافغانستان مالي نظام دغښتلتیا پر لور روان کړي.

په افغانستان کې موږ دلته خورا زیاتې منابع لرو، بازار هم ورته لرو، نو څه کم لرو؟

متاسفانه موږ هغه محور نه لرو چې وکړای شي دا لاندې اجزاوې سره همغږې کړي:

 (الف): د کانونو لازم تشخیص او پرمختګ

 (ب): د کانونو د کیندلو لپاره پانګونه او

 (ج): د تولیداتو لپاره بازار موندنه.

 

د دې لپاره چي دا اجزاوې سره یوځای کړو نو له ټولو لومړی موږ باید د ونډو بازار (د بورس بازار) جوړ کړو، دا بازار لومړی په افغانستان او د افغاني مارکېټ لپاره چې د مالي مؤسسو له خوا یې ملاتړ وشي( بالخصوص بانکونه)، اړين دی او بیا وروسته کولای شو چې سیمې او نړیوالو بازارونو ته یې پراخه کړو.

اوس مهال زموږه بنسټیزه دنده د کانونو تشخیص او د مختلفو معدني موادو د تولید لپاره د مالي امکاناتو تأمینول دي. داخلي بازارونه لومړی د انرژۍ او برېښنا کوټونو د جوړېدو ترڅنګ د ډبرو سکارو، د طبیعي ګازو، د سون د موادو او د داسې نورو هایدروکاربنونو د کانونو کیندلو ته جدي اړتیا لري او د راتلونکي کورني مصرف لپاره د طبیعي کانونو د کیندلو او تصفیې ترڅنګ په کوچنیو، منځنیو او لویو صنعتونو، ساختمانونو او سوداګریزو محصولاتو کې سیمنټو، شیشو، اومه نفتو، اوسپنې او په سلګونو نورو توکو ته اړتیا لیدل کیږي.  

نړیوال بازار او په ځانګړې توګه سیمه يیزه بازارونه به په افغانستان کې ټول تولید شوي محصولات جذب کړي. پاکستان په لوړه کچه د ډبرو سکارو، تاک (talc)، د ګچ ډبرو او ګڼ شمېر نورو تولیداتو ته اړتیا لري. چین هم ځینو موادو له مس څخه نیولې تر سره زرو، طبیعي ګازو، عقیقي تیږو او د مرمرو ډبرو ته اړتیا لري. هندوستان هم تقریباً د چین په شان خورا سترو منابعو ته لیوالتیا لري. په لوېدیځو هېوادونو کې هم کم یابه ځمکني او داسې نورو معدني موادو ته ډېره اړتیا لیدل کیږي.

لکه څنګه چې مې مخکې یادونه وکړه، هغه څه چې ورته اړتیا لیدل کیږي د مالي سکتور جوړول دي څو د کانیز سکتور اړتیاوې پوره کړي چې دا کار په خپل وار د بازارونو اړتیاوې بشپړولی شي. زه ولې انګیرم چې د ونډو بازار او د هغه اړوند مالي مؤسسې باید رامنځته او پراختیا ومومي؟

ځکه چي:

 لومړی، موږ باید د مالي/ پانګونې اداره جوړه کړو چې د کورنيو او بهرنیو پانګې اچونې او مالي راکړې او ورکړې لپاره یو مناسب چینل رامنځ ته شي.

 دویم، موږ باید د بېلا بېلو کانونو د پروژو د تمویلولو لپاره یو ګډ بانکي کنسرسیوم( کورني بانکونه له نړیوالو بانکونو سره) جوړ کړو،چې داخلي بانکونه منحیث لومړني بانکونه دمعلوماتو‍،تحلیل،ساحې کتنه او یوه برخه مالي تمویل او خارجي بانکونه عمده مالي تمویل کونکي.

 درېیم، موږ باید د ونډې محلي بازار جوړ کړو چې د نړۍ د ونډې له بازارونو سره اړیکه ولري. له دې وروسته موږ کولای شو معدني توکي د ونډې په بازار کې دمخه وپلورو چې په مقابل کې تادیه شوې مالي منابعې کولای شي کان کیندونکو سره د کانونو د سکتور د لا پراختیا لپاره مرسته وکړي او په دې توګه د پانګې اچونې دایره بشپړه شي.

څلورم. دقرارداد تطبیق باید مرکزي اداره په لاس کي واخلي او هر والي،امنیه قوماندان او ولسوال باید مؤظف شي ترڅو له دې سرمایه ګذارو سره په امنیت کې مرسته وکړي،له دې سره به داخلي او خارجي سرمایه ګذار مطمین شي او دفساد مخه به په کې نیول شوې وي او مالي بانکي نظام به مو با مفاد کړی شي او دمعادنو لپاره به اوږد مهاله سرمایه ګذاري جلب کړې اوسي.   

په یاد ولرئ چې د افغانستان د کان کیندلو کورنیو شرکتونو په هېواد کې له شته منابعو څخه  د ډېرې ګټې د ترلاسه کولو په موخه یو شمېر فرصتونه چمتو کړي دي چې له امله یې دا شرکتونه کولای شي له نړیوالو شرکتونو سره سیالي وکړي. همدا ډول موږ باید په هېواد کې د صنعتونو د ودې او پراختیا لپاره یو اغیزناکه او ګټور تکنالوژیکي بنسټ جوړ کړو چې له دې لارې به د کان کیندنې سکتور نور هم پرمختګ وکړي: له دې سره به په حد اعظمي ارزښت او فایدې سره بیلا بېل مینرالونه تصفیه شي. موږ باید د کورني کارونې لپاره په بیړې سره د لاندنیو کانونو په استخراج او پراختیا پیل وکړو:

۱. تیل او ګاز: 

الف: د اومه نفتو تصفیه خونې: زموږ په هېواد کې د تیلو کورنى لګښت په کال کې ۲.۵ ميلیونه ټنه اټکل شوی چې دا شمېره په چټکۍ سره مخ په زیاتیدو ده او هر کال له ۳ تر ۴ ميلیارده امریکايي ډالره افغانستان د تیلو په بدل کې نورو هېوادونو ته ورکوي. که څه هم افغانستان د تیلو او د سون موادو پریمانه سرچینې لري خو د تکنالوژۍ او پانګوالو د نه شتون له امله همداسې پاتې دي. په افغانستان کې د اومه نفتو یو ستر بازار ته اړتیا ده څو له اومه نفتو څخه نور محصولات لکه اسفالت (قیر)، پلاستیک، د پارافین موم، ګریس، ګوګرد او په سلګونو نور محصولات تولید کړي.

ب:طبیعي ګاز: په هېواد کې د زیاتې تودوخې او حرارت له کبله په زرګونو میګاواټه برېښنا ته اړتیا ده څو د هېواد د ښارونو او کلیو او بانډو د روښنايۍ ترڅنګ مو صنعت او سوداګریز فعالیتونه پیاوړي شي، په هېواد کې د برېښنا کوټونو او بندونو په جوړولو سره به له یوې خوا د ګازو هغه زېرمې چې تصفیه شوي نه دي تصفیه او له بلې خوا هېواد به مو د ګازو له پلوه په ځان بسیا او متکي شي. که چېرته په هېواد کې د ګازو زېرمې تصفیه شي او د ګازو د تصفیه کولو فابریکې جوړې شي نو هېواد به مو له بهر څخه د ګوګردو، اورې، چینې او داسې نورو محصولاتو له واردولو خلاص شي، ځکه چې دا مواد له طبیعي ګازو څخه رامنځ ته کیږي.

۲. پولاد:

الف: افغانستان ته ټول پولادي محصولات له نورو هېوادونو څخه را واردیږي، حال دا چې افغانستان د نړۍ په کچه د اوسپنې د کانونو او غرونو له پلوه بډایه هېواد دی. زموږ هېواد د بیه لرونکو فلزونو او اوسپنو بېلا بېل کانونه لري چې څو ډول اوسپنې او فولاد ترې جوړيږي. له اوسپنې څخه د رېل ګاډو په پټلیو، ګاډرو، سیخانو او داسې نورو ودانیزو وسایلو په جوړولو کې کار اخیستل کیږي. اوس مهال د پرمختللې تکنالوژۍ له امله د کانونو تصفیه کول، ذوب او داسې نورې چارې ډېرې اسانه شوې دي.

ب: موږ هر کال په ميلیاردونو امریکايي ډالره له نورو هېوادونو څخه د اوسپنې په واردولو او د هغه په لوړه بیه حمل او نقل لګوو.

۳. سیمنټ:

الف: تر ټولو مهم ودانیز مواد، اهکي تیږو ته د یوې عمده مادې په توګه اړتیا لري. که څه هم زموږ د هېواد په هر ګوټ کې د اهکي تیږو غرونه او کانونه شته دي خو له بده مرغه افغانستان د اهکي ډبرو د دومره زیاتو غرونو او کانونو سره بیا هم په ورځ کې ۱۰۰ ټنه سمنټ تولیدوي، په داسې حال کې چې موږ د ورځې ۱۲۰۰۰ میټریکه ټنه سمنټ یوازې له پاکستان څخه واردوو چې واقعاً د اندېښنې وړ دى.

ب: زموږ هېواد هره ورځ ۱.۵ ميلیونه امریکايي ډالره له نورو هېوادونو څخه د سمنټو په واردولو له لاسه ورکوي.

۴. شیشه:

الف: د شیشو جوړول او تولید په څلورو ذکر شویو منابعو کې ډېر ساده کار او ډېر کم مالي لګښت ته اړتیا لري. موږ همدا اوس د رغول شویو بنسټونو ترڅنګ او شاوخوا سیمو کې د سیلیکا د شګو او کریستال زیاته اندازه منابعې لرو. راځو اساسي موضوع ته بیا هغه بانکونه دي چې دمقدار له لحاظه زموږ بانکونه کافي مقدار پیسې لري،څلور ميلیارد ډالر امانات اویا په پنځه نیم ميلیارده شتمنۍ چې دقرضو لپاره تیارې او بانکونو کې شته،زموږ بانکي نظام دقرضي له پلوه غیرموثر چې ټولې قرضې تقریبا ۴۶۰ میليون ډالر کیږي.که چیرته له پورتني مقدار څخه ۲ ميلیارده ډالر دمعادنو لپاره ځانګړي شي نو کافي مرجع د پانګوالو  دپروژو دتمویل لپاره پیدا کیدای شي ولې:

 دیاده ونه باسو چې بانکونو کې دخلکو پیسې دي او بانکونه دخپلې سرمایې په اندازه خطر اخيستلی شي،نو څنګه ګیدای شي چې دومره غټ مقدار پیسې دتمویل لپار ځانګړې شي، سره له دې چې دبانکونو سرمایه دومره نه ده چې دخطر په وخت کې دا زيان جبران کړای شي، او همدارنګه که بانکونه دقرضې برخه کې رشد ونه کړي مشکل به وي چې دوام وکړي او ددې اساسي سکتور له ګټې بې برخې پاتې وي او پانګوال دتمویل لپاره سرګردانه وي، په شته امکاناتو کې ګدایګر ګرځو.. داسې هم نه ده چې دحل لار نشته، دوه عمده لارې نظر کې لرو:

لومړى: دبانکونو کنسورشیم یا دبانکونو دتمویل په برخه کې شراکت چې پورته مو ورته اشاره وکړه،

دويم.دمعادنو په نوم فنډ یا صندوق د بانکونو دتمویل دخطر درفع لپاره جوړ کړي چې د اړتيا په وخت کې ترې استفاده وشي، دا فنډ نړیواله ټولنه هم کولای شي چې کومک وکړي او پراختیايي ادارې او پراختیايي بانکونه لکه اسیا پراختیا بانک،نړیوال بانک او یا اسلامي انکشافي بانک.

د دې تر څنګه موږ کولی شو چې دافغانستان له اسعاري زېرمې هم استفاد کړو، البته هغه یو جدا بحث دی چې څنګه کولای شو؟ ایا دپیسو نړیوال صندوق دا اجازه راکوي؟ ایا دا زېرمه د داسې اقتصادي پرو‍ژو لپاره استعمالیدلی شي؟ دا ټولې پوښتنې په یوخاص بحث کې موږ ځوابولى شو چې دپیسو نړیوال صندوق هم موافقه پرې وکړي.

خو متاسفانه چې دومره وخت کې نه نړیوالې ټولنې په دې برخه کې کومه پاملرنه وکړه او نه هم زموږ بانکدارانو اساسي دحل لاره پیدا کړه. نړیوالې ټولنې کولای شو په درست تحلیل او معقوله سرمایه ګذارۍ سره غټ سرمایه ګذاران او بانکونه جلب کړي اوهغه ځکه چې ددې قرضو لپاره هیڅ خطر نه لیدل کیده ولې دې کې هم شک نشته چې دا پروسه زمان ګیره به وي. اوکه بیا  بل طرف ته وګورو بین المللي بانکونه په افغانستان کې د خپلو تجارتي ګټو او مشتریانو لپاره دپروژو داخيستلو لپاره بانک کرانټي  صادروي،فایده یې اخلي،ولې کله چې افغانستان کې له افغاني بانکونو سره دشریکو پروژو دتمویل بحث راشي نو بیا نه يواځې دا چې بحث نه کوي، حتی تصفیوي حساب پرانيستلو ته هم زړه نه ښه کوي، او دلیل کله امنیت او کله دقانوني چوکاټ نشتوالی بولي. ددې مشکلاتو او ننګونو همدا پايله رابرسیره کیږي، که افغاني بانکونه،دولت،دافغانستان بانک او خلک له خپل بانکي نظام څخه پيل ونه کړي،زه دمعادنو دپانګوالو دتمویل لپاره په افغانستان کې کومه بله تيکه ګاه نه وینم او که مو چیرته حتی په وړه کچه هم پيل کړه او خپل بانکونه مو ددې پروژو دتمویل لپاره چمتو کړل،زه په دې مطمین یم چې بیا خارجي بانکونه هم سرمایه ګذارۍ ته زړه ښه کوي په همدې شکل لکه څنګه يې چې په بانک ګرانټي او لیتر آف کریدټ برخه کې کوي اوکه دبل چا په تمه کیناستو پايله به يې همدا وي لکه دا یونیمه لسیزه.

په دې هیله چې افغانستان په راتلونکي کې له خپلو منابعو څخه ګټه پورته کړي، د تجارت او  محصولاتو د اړتيا له پلوه په ځان بسیا شي او بانکي نظام مو غښتلی او د خلکو په خدمت کې وي.

 يادونه: دغه ليکنه د ليکوال د نظر څرګندويه ده، پژواک يې مسووليت نه اخلي.

Give us a call on +93 20 220 1814