Opinions

د خلکو نظرونه د خپلې سيمې د کانونو په اړه

بغلان ولايت

د بغلان ولايت د کرکر د ډبرو سکرو کان يوه کارکوونکي محمد جعفر وويل: " له کله راهيسې چې دغه کان خصوصي سکټور ته سپارل شوى نو څو کارکوونکو د کار په ترڅ کې خپل ځانونه له لاسه ورکړل."

هغه زياته کړه، چې خصوصي سکټور د قربانيانو له کورنيو سره نغدي مرستې وکړې، خو د دغو پيسو اندازه يو شان نه وه، يو شمېر کسانو ته يې لس زره افغانۍ او يو شمېر نورو ته يې بيا له شلو تر دېرشو زرو افغانيو پورې ورکړې دي.

نوموړي زياته کړه، چې څو ورځې وړاندې دوه کارکوونکو په سمڅو کې دننه د کار پر مهال ژوند له لاسه ورکړ نو خصوصي سکټور د دغو کارکوونکو هرې کورنۍ ته يوازې ٣٠ زره افغانۍ ورکړې او دا چې له هغوى سره به يې نوره مرسته هم کړې وي او که نه؟ په دې اړه نور معلومات نه لري.

 

د دغه کان يوه بل کارکوونکي ضامن علي وويل: "مجبوره يو چې په کان کې کار وکړو، خو دا بيا د دولت مکلفيت دى چې د کارګرانو له ستونزو ځان خبر کړي او خصوصي سکټور مجبور کړي څو د قرارداد له مخې له دوى سره عمل وکړي."

 

سمنګان ولايت:

د سمنګان ولايت د روى دواب ولسوالۍ د ابخورک کلي اوسېدونکي ٤٥ کلن نجيب الله چې کلى يې د ډبرو سکرو له کان سره نږدې پروت دى، وويل: "مخکې به د کار لپاره نورو ولايتونو ته تلو، خو اوسمهال د ابخورک د ډبرو سکرو په کان کې له ما پرته ١٥٠ نور کارګر هم کار کوي او د کار په پيسو يې خپل ژوند پر مخ بيايي."

 

د روى دواب ولسوالۍ د مدرک کلي اوسېدونکي ٥٢ کلن ګلاب الدين هم د دوى په سيمه کې د ډبرو سکرو د کان شتون، د خداى پاک لوى نعمت وباله او ويې ويل، چې دغه کان دوى ته په خپله سيمه کې د کار زمينه برابره کړې ده.

خو نوموړي په دې اړه اندېښنه څرګنده کړه، چې د ډبرو سکرو د کان د موجوديت ترڅنګ چې د حکومت لپاره يوه ښه عايداتي سرچينه ده، بيا هم د دوى د سيمې په بيارغونه کې د پام وړ کارونه نه دي شوي. خو يادې سرچينې د دوى په سيمه کې په وروستيو کلونو کې د ابخورک کان د سړک جوړولو او د يوه ښوونځي او همدرانګه د يو کلينيک له جوړولو يادونه وکړه.

د دره صوف ولسوالۍ په دهنه تور سيمه کې د ډبرو سکرو کان موجوديت هم د يادې سيمې اوسېدونکو ته د کار زمينه برابره کړې ده.

 

سرپل ولايت:

د قشقري کلي اوسېدونکي عبدالرحيم په نفتي حوزه د کار پيل په نېک فال نيسي او د دې موضوع په اړه د خوښۍ په څرګندولو سره وايي: ((کله چې چينايي شرکت په دې سيمه کې کار پيل کړى، د قشقري پشت قره سيمې امنيت ښه وي او موږ هم شپه ورځ په خپلو ځمکو کې کار کوو، نه غلا شته او نه هم بې امني، هغه د نفتي حوزې په برخه کې د امنيت ټينګولو لپاره د امنيتي ځواکونو هڅې وستايلې او زياته يې کړه، چې امنيتي مسوولين په سيمه کې د امنيت راوستلو لپاره زياتې هڅې کوي او خلک ترې خوښ دي.))

د قشقري سيمې دغه اوسېدونکي له دولته غوښتنه وکړه، چې د دې سيمې د سړک جوړولو په برخه کې لکه څرنګه چې يې ژمنه کړې وه، عملي ګام واخلي.

 

د سرپل د مرکز د اسيا اباد کلي اوسېدونکي صدرالدين د خپلې سيمې د خلکو يوې بلې ستونزې ته اشاره وکړه او وويل سرکي چې اوسمهال چينايي شرکت له هغه مسيره نفت ورڅخه لېږدوي، د کلي له منځه تېرېږي او ددغه سړک د دواړو غاړو اوسېدونکو ته يې ستونزې پيدا کړې دي. صدرالدين زياته کړه، چې د دغه شرکت د هرې واسطې په تېرېدو سره د سړک دواړه خواوې د ساعتونو لپاره له دوړې وي. هغه د دغه سړک جوړول د ځايي خلکو د بنسټيزې غوښتنې په توګه ياده کړه او ويې ويل هر وخت چې کمپنۍ او دولت دغه سړک ډېر ژر اسفالټ نه کړي، نو د خلکو روغتيايي او چاپېريالي ستونزې به زياتې شي او د دې لامل به شي چې له کمپنۍ او حکومت سره د خلکو همکاري کمه شي.نوموړي د دې يادونې ترڅنګ چې تر اوسه له دغه چينايي شرکت څخه خلکو ته هېڅ ګټه نه ده رسېدلې او انتظار نه لري چې زيان يې دې ځايي خلکو ته ورسېږي، هغه زياته کړه: ((هر سهار د بار وړونکو لاريو له درنو او عصاب ځورونکو غږونو سره له خوبه را ويښېږو که چېرې وضعيت په همدې ډول دوام وکړي، نو زموږ د کلي ماشومان، زاړه او ځوانان به له رواني ناروغيو سره مخ شي.))
 

بدخشان ولايت:

د بدخشان ولايت د خاش ولسوالۍ اوسېدونکى محى الدين، چې د دې ولسوالۍ په شهرام سيمه کې د ياقوتو په کان کې په يخنۍ او ګرمۍ کې د خپلې وزګارتيا شپې ورځې تېروي، وويل: ((هغه څه چې له کان څخه پيدا کېږي، خپله په موږ پورې اړه لري او هغه په ډبر پلورونکو پلورو.))

 

د بدخشان د جرم ولسوالۍ اوسېدونکي عزيزالله وويل: (( زموږ په سيمه کې د بيروچو کان شته چې د ځايي خلکو له خوا کيندل کېږي، هغه څه چې لاسته راځي، هغه په خپل منځ کې وېشو او دولت ته يې هم يوه سلنه ورکوو.))

د بدخشان د کران و منجان ولسوالۍ اوسېدونکي سيد اقا وويل، چې د لاجوردو په کان کې هره ورځ ٤٠٠ کسان کار کوي، کان د يوه کس لپاره د ٣٠ ورځو لپاره په قرار داد اخيستل کېږي او د کان ډېر عايد د قرارداد په کان پورې تکيه کوي.

 هغه زياته کړه: ((هغه څه چې له کان څخه استخراجېږي، د لاجوردو ډبرو سوداګرو له خوا پېرل کېږي او کابل ته يې وړي، د لاجوردو له عوايدو څخه د کران ومنجان ولسوالۍ د پراختيا او بيارغونې لپاره هېڅ ډول کار نه اخيستل کېږي.))

 

د خوست ولايت:

د خوست ولايت د تڼيو ولسوالۍ د حصارک اوسېدونکى احمدشاه وايي، خلکو اقتصادي ستونزې لرلې، له همدې امله اړ وو چې په کانونو کې کيندنې وکړي.

د نوموړي په وينا، هر چا کوښښ کاوه چې د کورنۍ اقتصادي ستونزه له همدې لارې هواره کړي. دى زياتوي: " تقريبا زر يا پنځلس سوه ټنه کرومايټ مې ايستلي، هر چا په همدې شکل قاچاق کړى او له همدې لارې يې عايد ترلاسه کړى دى."

 

د دوه منده ولسوالۍ يو اوسېدونکی حاجي کامل خان پر دې نظر دی چې د دې سيمې له خلکو کرومايټ په ډېره ارزانه بيه پاکستان ته ځي او دا لړۍ روانه ده. نوموړی وايي: "ټول خلک په کانونو کې کيندنې کوي، اوس لا اورم چې ماشينونه ورته پيدا کوي، تر څو کانونو ته ښه سمه شروع وکړي او دلته ورته د پروسس او فابريکې جوړولو کارونه شروع کړي، دغه کار به همداسې روان وي." کامل خان زياتوي، که دولت دلته ورته فابريکه جوړه کړي، نو دوی به ورته همدا کرومايټ په خپل نرخ راوړي، دوی ته به هم يو مصروفيت او کار پيدا شوى وي او د دولت عايد به هم بې ځايه نه ځي.

 

ننګرهار :

د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکى صابر وايي، که څه هم په دې ولسوالۍ کې د کانونو خپلسرې کيندنې روانې دي، خو د سيمې اوسېدونکو ته يې هغه ډول ګټه نه ده رسېدلې، په هغې اندازه چې ترې تمه کېږي.

هغه زياتوي، د دوى سيمه ډېره وروسته پاتې ده، دوى اوس هم له ډېرو لرو ځايونو په بوشکو کې د څښاک اوبه راوړي او د کانونو ګټه يواځې د څو کسانو جېبونو ته ځي.

نوموړي وويل، د شېرزادو ولسوالۍ اوسېدونکو ته د شوکاڼي ډبرو کان يواځېنۍ ګټه دا ده چې د دوی د سيمې يو شمېر کارګر په کې کار کوي، خو د ده په خبره که له دغه کان څخه په قانوني او مسلکي ډول استخراج وشي، نو ګټه به يې ټولو ته ورسېږي.

 

د ننګرهار د ګوشتې ولسوالۍ اوسېدونکى حاجي انعام وايي، په دې ولسوالۍ کې موجوده کانونه چې اوس راڅرګند شوي، د سيمې اوسېدونکو ته يې هېڅ ګټه نه ده رسېدلې.

دى وايي، حکومت بايد د کانونو د استخراج په برخه کې د هماغې سيمې له اوسېدونکو مرسته وغواړي، د کان د ساتنې، کيندنې او نورو کارونو لپاره بايد د همدې سيمې اوسېدونکي په کار بوخت شي.

 

نورستان:

د نورستان د ولايتي شورا پخوانى غړى امان الله عنايت الرحمان وايي، په نورستان کې اوس زيات شمېر خلک په کانونو کې په خپلسر کيندنې کوي، چې تر ګټې يې زيانونه ډېر دي او د ده په وينا، په دغه ولايت کې له کانونو څخه يواځې ځينو شتمنو کسانو ګټه اخيستې ده. دى زياتوي، د دوی په سيمه کې کانونو د نږدې سيموغريبو خلکو ته هېڅ ګټه نه ده کړې.

د نوموړي په وينا، که په نورستان کې امنيت ښه شي، کانونه په قانوني او مسلکي ډول وکيندل شي او د سيمې اوسېدونکو ته په کې د کار زمينه برابره شي، نو عايد به يې څو برابره زيات شي او ګټه به يې هم دولت او هم ولس ته ورسېږي.

 

مجاهد سنګريار

Give us a call on +93 20 220 1814