کابل(پژواک، ١٤ لړم٩٣): د کانونو د چارو کارپوهان وايي چې د غير معياري استخراج له امله د هېواد د کاني زېرمو زياته برخه ضايع او دولت ته په کې ډېره کمه ګټه رسېږي.
ددغې برخې د کارپوهانو په باور، د کانونو پر استخراج د دولت د کافي څارنې نه شتوالى ددې لامل شوى چې په هېواد کې تر ټولو ستره پانګونه له جدي ګواښ سره مخ شي.
د کانونو د چارو کارپوه جاوېد نوراني پژواک خبري اژانس ته وويل چې په هېواد کې د کانونو استخراج لا هم په غير معياري ډول تر سره کېږي.
نوموړي د بېلګې په توګه د هېواد په بېلابېلو برخو کې د کرومايټ، ډبروسکرو او مرمر ډبرو يادونه وکړه او ويې ويل:((په هر کان کې د استخراج معيار بدل دى او بايد په پيل کې د هر يوه په اړه مطالعه وشي او په دې برخه کې د استخراج پر مهارتونو بحث وشي.))
نوراني سربېره پر دې وويل چې د استخراج سم تخنيک، په غوره طريقه لېږدول او پروسس يې له هغو اړينو ټکو دي چې بايد ورته پاملرنه وشي.
دغه کارپوه په دې برخه کې د اندېښنې په څرګندولو سره وويل، تر اوسه څرګنده نه ده ، چې معياري استخراج تر کومې کچې د استخراجي شرکت او دولت تر منځ شوي قرار داد کې ځاى شوى دى.
جاوېد نوراني په دې برخه کې د بغلان ولايت د قرغه دغن سرو زرو کان د استخراج څرنګوالي ته په اشارې ادعا وکړه چې قرار دادي شرکت ددغه کان سره زر د پولنډي او روسي ځمکه پېژندونکو په بلنه استخراج کړي او له ځان سره يې وړي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، اوسمهال په دغه ساحه کې د سرو زرو له کان څخه څه نه دي پاتې.
نوموړي د تخار ولايت د نورابه او سمتي د سرو زرو کان په اړه وويل:(( ددغه کان قرار دادي شرکت په غير قانوني بڼه استخراج کوي.))
د نورابه او سمتي د سرو زرو کان قرار داد د "وست لندجنرل تريدنگ" شرکت سره چې يو کورنى او بهرنى مختلط شرکت دى، لاسليک شوى دى.
ددغه شرکت يوه انجنير احمدضياء ددغې ادعا د ردولو ترڅنګ وويل:((د استخراج معيارونه له نړيوالو معيارونو سره سم په هېواد کې د نورو دوديزو پرمختللو روشونو له لارې چې د رسوبي سرو زرو په اړه دود دي، تر سره کېږي.
د هغه په خبره، ډېرى هغه مخصصين چې په دغه کان کې کار کوي، په نورو هېوادونو کې يې هم کار کړى او مسلکي کسان دي.
د ځمکې پېژندنې کارپوه ابراهيم جعفري هم وويل چې په ټوله کې په هېواد کې د کانونو استخراج معياري نه دى.
هغه وويل:((زموږ دولت د کانونو استخراج جدي نه نيسي، ځکه چې تر اوسه د کانونو هېڅ کوم قرار داد د استخراج د غير معياري والي په سبب نه دى فسخه شوى.))
د جعفري د معلوماتو له مخې، د کانونو وزارت تر اوسه پورې هېڅ کوم کان نه دى مطالعه کړى او ددغه کان له قرار دادونو څخه يو هم د غير معياري والي په سبب نه دى لغوه شوه.
دافغانستان د علومو اکاډمۍ مرستيال او دکانونو متخصص نجم الدين ترين هم وويل چې که د هېواد کانونه په سمه توګه استخراج شي، افغانستان ته به غوره ګټه ولري.
هغه هم په هېواد کې د کانونو د استخراج د څرنګوالي په اړه نا خوښي وښوده او ويې ويل:((هغه شرايط چې اوس ورسره خصوصي سکتور( د کانونو استخراج کوونکي) مخ دي، د کانونو زيان په کې له ګټې زيات دى.))
ترين په ډاګه کړه چې ددغه بهير دوام ددې سبب کېږي چې د کانونو عمر کم شي او بايد د قرار داد له لاسليک وړاندې په دې برخه کې مطالعه وشي او خصوصي برخه دې د کانونو د استخراج په اړه پوره معلومات ولري او له نوې ټکنالوجۍ څخه کار واخلي.
خو د معادنو او پټروليم وزارت وياند محمدرفيع رفيق صديقي د يادو کارپوهانو څرګندونې رد کړې او ويې ويل ، چې د معادنو مخکني او اوسني قانون د استخراج فني معيار په نظر کې نيولى دى .
ده وويل چې که دغه قانون پلى شي نو په دې برخه کې به کوم مشکل ونه لري.