د کانونو نور خبرونه

مسوولين: طالبان د تخار له کانونو ميليونونه افغانۍ عوايد ترلاسه کوي

تالقان (پژواک، ۷ غويی ١٤٠٠): د پژواک موندنې ښيي چې په تخار ولايت کې د ١٤ تثبيت او پېژندل شوو کانونو له ډلې پنځه يې د دولت، شپږ يې د طالبانو او درې يې د نامسوولو وسله والو په کنټرول کې دي. د لومړنيو سروې ګانو او څېړنو له مخې، په تخار ولايت کې تر اوسه ٤٤ کانونه کشف شوي خو له دې ډلې ١٤ يې بيا تثبيت او په کې د شته توکو نوعيت او تر ډېره يې اندازه هم په ډاګه شوې ده. پژواک ته د رسېدلو اسنادو له مخې، د تخار چال ولسوالۍ د ډبرو سکرو، د تالقانو د مالګې، د تالقانو د سرو زرو، د فرخار ولسوالۍ د تعميراتي ډبرو او د تالقان د شګې او چغل کانونه د دولت تر کنټرول لاندې دي.

ولسمشر د لوګر د کرومايټو د استخراج قراردادونه فسخ کړي

پل عالم (پژواک، ٢٣ دلو ٩٣): ولسمشر اشرف غني لوګر ته په ناڅاپي سفر کې له دوو کمپنيو سره د کرومايټ ډبرو د استخراج قراردادونه فسخ کړي دي.

د لوګر سرپرست والي نيازمحمد اميري وايي چې نن ولسمشر اشرف غني يوه نا اعلان شوي سفر لوګر ته راغلى وو او د عينکو د مسو له کان څخه يې ليدنه وکړه.

اميري وايي چې ولسمشر له دوو بهرنيو کمپنيو سره د کرومايټ ډبرو د استخراج قرارداد فسخ کړى دى. دى وايي نه پوهېږي چې ددې کار عامل څه دى او د کمپنيو د هويت په اړه يې هم معلومات نه لرل.

په کندهار کې څلور کانونه داوطلبۍ ته وړاندې شوي3

کندهار (پژواک، ٨ سلواغه ٩٣): د کندهار د کانونو رياست مسوولين وايي، له ناامنيو او ستونزو سربېره د دغه ولايت د سربو، جستو او تالک څلور کانونه داوطلبۍ ته وړاندې شوي، چې له مخې به يې د دغو کانونو د سروې او استخراج چارې پيل شي.

د کندهار د کانونو رييس انجنير خان اقا تره خېل په پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د پخوانيو او اوسنيو څېړنو پر بنسټ په کندهار کې له ١٧ څخه په زياتو ساحو کې ٣٠ ډوله بېلابېل کانونه موجود دي.

ناامنيو د کانونو غير قانوني کيندنو ته لار هواره کړې

جلال اباد (پژواک، ٢٤ مرغومى ٩٣): د ننګرهار د ځينو سيمو اوسېدونکي او چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د وروستيو نا امنيو د کانونو ناقانونه کيندنو ته لاره هواره کړې ده.

دوى وايي، که چېرې ناامني همداسې دوام وکړي نو لرې نه ده چې د ننګرهار ټول کانونه به په ناقانونه ډول وکيندل شي او په دغه ولايت کې به شته کاني زېرمې ختمې شي.

 د شېرزادو ولسوالۍ يوه قومي مشر حاجي امير محمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د دولت وسله وال مخالفين پر ډېرو سيمو حاکم دي او ډېرى خلک پر خپل سر کانونه کيندي او له حکومته په هېڅ ډول اجازه نه اخلي.

ننګرهار کې د مرمرو توليد د پا کستانيو مرمرو د وارداتو مخه نيولې

جلال اباد ( پژواک، ١٦ مرغومى ۹۳) په ننګرهار کې د مرمرو ډبرو د فابريکو مسوولين وايي چې د دې ولايت  مرمر لوړ کيفيت لري او د پا کستانيو مرمرو د وارداتو مخه يې نيولې ده.

ننګرهار د مرمرو ډبرو له پلوه غني ولايت دی او په ډېرو ولسواليو کې يې د لوړ کيفيت لرونکې ډبرې ترلاسه کېږي، دغه راز د ګاونډي ولايت کونړ په ځينو ولسواليو کې هم دا ډبرې موجودې دي چې په ځينو کې يې د استخراج چارې هم  روانې دي.

په دې ولايت کې د مرمرو ډبرو د پروسس کولو ګڼ شمېر فابريکې فعاله دي، چې په لوړ کيفيت د مرمرو بېلا بېل ډول ډيزاينونو تر جوړولو وروسته بازارته وړاندې کيږي.

"د کانونو په قانون کې د تړون د لېږد حق تصويب پراخ فساد ته زمينه برابروي"

کابل (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٣): يو شمېر کارپوهان د ولسي جرګې له خوا د کانونو او پټروليم په قانون کې د يوې مادې د تعديل په اړه چې له مخې يې تړونونه د لېږدل وړ دي؛ وايي چې په دغه کار سره به له تړونونو د ناسمې ګټې اخيستنې زمينه برابره شي.

د دغه قانون مسوده له اوږده يوه کلن ځنډ وروسته د روان کال د غويي مياشتې په ١٣مه د دې جرګې له خوا تصويب او د مشرانو جرګې له تاييد وروسته د زمري په مياشت کې د هغه مهال د ولسمشر حامد کرزي له خوا توشېح شوه.

د کارګرو له روزنې سره په کانونو کې توليد ډېر او مرګ ژوبله کمېږي

کابل (پژواک، ٩ مرغومى ٩٣): کارپوهان او ځمکپوهان د هېواد په کانونو کې د مسلکي کسانو نه شتون يوه ستره تشه بولي او د کانونو د کارکوونکو لپاره د روزنيزو پروګرامونو پر لارې اچولو ټينګار کوي.

دغه کارپوهان د کانونو او پټروليم وزارت د کلک څار له نه شتونه شکايت کوي او په دې باور دي چې افغانستان هغه مهال د کانونو پر مټ پر خپلو پښو درېدلى شي چې دغه وزارت په دې برخه کې اصلاحات او سمون رامنځته کړي.

د افغانستان په ګډون شپږ هېوادونه د رېل پټلۍ پر جوړولو هوکړې ته ورسېدل

کابل(پژواک، ٢٥ ليندۍ ٩٣): چين، قرغيزستان، تاجکستان، افغانستان او ايران هوکړه وکړه چې د اورګاډي د سيمه يېزې کرښې جوړولو لپاره خپل مطالعات تر راتلونکو ١٨ مياشتو پورې پاى ته ورسوي.

د فوايد عامې وزارت سرپرست نورګل منګل دغه موضوع نن په کابل کې په يوه خبري غونډه کې څرګنده کړه.

دده په خبره، اونۍ وړاندې چين، قرغيزستان، تاجکستان، افغانستان او ايران د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه کې په دې برخه کې يو پروتوکول لاسليک کړ.

محصلين: په جيولوژي او معدن پوهنځيو کې په روسي ژبه تدريس اغېزمن نه دى

کابل (پژواک، ٢٠ لېندۍ ٩٣): د جيولوژي او معدن پوهنځيو ځيني محصلين او استادان غواړي چې د دې څانګې د تدريس لپاره دې د روسي پر ځاى انګليسي ژبه غوره شي او د دوى په خبره اړوند تحصيلي نصاب دې، چې درې لسيزې وړاندې جوړ شوى؛ د وروستيو کلونو له نوو علمي پرمختګونو سره سم جوړ شي.

که څه هم محصلان وايي چې د افغانستان د پوهنتونونو د جيولوژي او معدن پوهنځيو تدرسي نصاب له ورځنيو اړتياوو سره برابر نه دى؛ خو د لوړو زده کړو وزارت يې دغه ادعا نه مني.

وارداتي سمنټو د کورنيو سمنټو بازار ټکنى کړى

کابل (پژواک، ١٦ لېندۍ ٩٣): په هېواد کې د بيارغونې او ودانيزو چارو د ډېرښت تر څنګ د سمنټو کورني توليدات د خلکو اړتياوې نه شي پوره کولى، ډېرى سمنټ له ګاونډيو هېوادونو پېرل کېږي او هېواد ته را وارديږي.

د بهرنيو سمنټو له اندازې ډېر واردات نه يواځې دا چې د کورنيو توليداتو د پلور د راکمېدو لامل شوي، بلکې داسې ډېرې اندېښنې يې رامنځته کړې چې کېداى شي د سمنټو د صادروونکو هېوادونو لاسوهنه؛ په هېواد کې د سمنټو د توليد د کمېدو لامل شي.

Pages

Give us a call on +93 20 220 1814