د تخار له کانونو د طالبانو د عاید ترلاسه کولو په اړه د تخار ولايتي شورا غړى محمد اعظم افضلي وايي چې حکومت د کانونو استخراجولو وړتيا نه لري او نه هم نورو ته په دې برخه کې د پانګونې زمينه برابروي. هغه وايي: "موږ څو ځلې په دې اړه حکومت ته وړانديز کړى چې د کانونو استخراج په برخه کې د نامسوولو کسانو مخه ونيسي خو دغه کار يې تر اوسه نه دى کړى." د نوموړي معلوماتو له مخې، د نامسوولو وسله والو لاسوهنو له امله د نورابه، طاقچه خانه او د مالګې د کانونو قراردادي شرکتونو کيندنې پرېيښې او تللي دي. دى وايي: "کله چې دغه شرکتونه ولاړل، دغه کانونه غير مسوولو وسله والو او طالبانو ته پاتې شول چې په سنتي ډول په کې کيندنې کوي." د ولايتي شورا دغه غړى ادعا کوي چې طالبان هره ورځ د تخار له کانونو شاوخوا سل زره ډالر عوايد ترلاسه کوي خو حکومت يې مخه نه نيسي. خو د تخار والي مولوي عبدالله قرلق بيا وايي چې طالبان په دغه ولايت کې له کانونو په يوه اوونۍ کې شاوخوا ٣٠ ميليونه افغانۍ عوايد ترلاسه کوي. قرلق زياتوي: "نه سل زره ډالره خو په ورځ کې نه شي ترلاسه کولاى خو ځيني کانونه د طالبانو په کنټرول کې دي چې په اوونۍ کې ٣٠ ميليونه افغانۍ ترې ترلاسه کوي." دى وايي چې په دې اړه يې ټول معلومات په کابل کې له حکومتي چارواکو سره شريک کړي څو يې په اړه اقدام وکړي.
خلک: حکومت د کانونو په استخراج کې ناتوان دى
د تخار مدنې ټولنې رييس محمد زمان خان وايي چې حکومت د کانونو د استخراج وړتيا او امکانات نه لري. دى وايي: "څو ځلې موږ له حکومتي مسوولينو سره کېناستو او ورته مو وويل چې په کانونو کې د پانګونې لپاره زمينه برابره کړي څو زرګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شي او هم کانونه د مافيايي کړيو له واک څخه خلاص شي خو هغوی دغه کار نه کوي." دغه راز د تخار د مرکز اوسېدونکي عبيدالله پژواک ته وويل چې حکومت نه خپله او نه هم نورو ته زمينه برابروي چې په کانونو پانګونه وکړي. دى وايي: "يو شمېر کانونه خو طالبانو او زورواکانو چور کړل، زموږ اندېښنه د هغو کانونو په اړه ده چې دا مهال يې لاس نه دى خوړلى خو امکان لري چې هغوی ته هم دغه خلک لار پيدا کړي." بل لور ته يو مدني فعال بسم الله بيک وايي چې د حکومت د بې کفايتۍ له امله په دغه ولايت کې ډېرى کانونه همداسې پاتې او تر اوسه په کې کيندنې نه دي پيل شوې. خو د تخار د اقتصاد رييس احمد ضيا طارق وايي چې د نا امنۍ او اړينو امکاناتو نه شتون له امله ګڼ شمېر کانونه له کيندنې پاتې دي. هغه وايي: "حکومت ډېر امکانات نه لري او بهرني خصوصي شرکتونه د نا امنۍ له امله پانګونه نه کوي، کنه حکومت پلان لري چې پر دغو کانونو پانګونه وکړي." د طارق د معلوماتو له مخې، په دغه ولايت کې تر اوسه ٤٤ کانونه پېژندل شوي چې له دې ډلې ١٣ يې سروې او تثبيت شوي او پاتې نور يې کره څېړنې او سروې ته اړتيا لري.