Article

"په دولتي تصديو کې د يو کيلو ګاز بيه ٥٩ افغانۍ ده"

Category: 

ابل (پژواک، ٢٦ لړم ٩٢): د سوداګرۍ او صنايعو وزارت وايي، د ګازو او نفتو د بيو د راټيټولو په موخه له روسيې څخه ياد توکي راواردوي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د سوداګرۍ مرستيال مزمل شينواري، نن په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د دې وزارت د سرپرست محمدشاکر کارګر په مشرۍ يو پلاوى روسيې ته سفر کړى او هلته به د دې هېواد له چارواکو سره د نفتو او ګازو د پېرلو او واردولو قرارداد وکړي.

خو نوموړي له روسيې هېواد هيله وکړه، چې ياد توکي په ښو شرايطو او تخفيف سره ورکړي.

هغه زياته کړه، د ګازو او نفتو په راواردولو سره به د ګازو او نفتو نرخونه راټيټ او په يوه حال به پاتې شي.

دا په داسې حال کې، چې په کابل ښار کې د ګاز بيه په بې ساري ډول لوړه شوې ده؛ څه موده وړاندې د يو کيلو ګازو بيه ٤٥ افغانۍ وه، خو اوسمهال ٧٥ افغانيو ته رسېدلې ده.

شينوارى وايي: "په دولتي تصديو کې د يو کيلو ګازو نرخ ٥٩ افغانۍ ټاکل شوى دى، د کابل ښار په ٢٢ ناحيو کې د دوى ٣٠ مغازې او لس ټانکرونه فعال دي او هېوادوال کولى شي له همدې ځايونو ياد توکي وپېري."

دغه راز هغه وويل، يوه اونۍ وړاندې يې (د لړم ١٨مه) د ګاز پلورونکو له استازو سره په يوه ناسته کې پرېکړه کړې وه، چې د روانې مياشتې تر ٣٠مې پورې به د يوه کيلو ګاز بيه ٥٦ افغانۍ او په پرچون ډول ٦٠ افغانۍ وي.

د هغه په خبره، که د ګازو پلورونکي له دې پرېکړې سرغړونه کوي، نو هېوادوال کولى شي په ٠٧٩٨٣٨٤٤١٠، ٠٧٨٧٨٩٩٩١١، ٠٧٠٠٢٩٧٥١٢ شمېرو دې له دوى سره اړيکه ونيسي، ترڅو يې د دوى له خوا مخه ونيول شي.

د سوداګرۍ او صنايعو وزارت مرستيال وايي، له دوى سره په دولتي زېرمو کې له ٣٠٠٠ ټنو زيات ګاز موجود دى.

 

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814