کابل (پژواک ٣٠ لړم ٩٠): د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونه د حکومت له خوا د اوبلن ګاز د بيو ټاکل د قانون خلاف کړنه بولي او وايي، که حکومت دې کار ته دوام ورکړي، سوداګر به د ګاز له واردولو ډډه وکړي.
دا مهال په کابل ښار کې په داسې حال کې يو کيلو ګاز له ٨٠ تر ١٠٠ افغانۍ په پرچون ډول پلورل کېږي، چې تېره اونۍ د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د يو کيلو ګاز د پرچون پلور بيه ٥٥ افغانۍ ټاکلې وه.