Article

مزارشريف کې د ګازي برېښنا تر ټولو ستره توليدي کارخونه جوړيږي

کابل (پژواک ٢٣ غويى ٩٤): يوه افغان خصوصي شرکت اعلان کړى چې له نړيوال بانک سره د ٧٥ مليون ډالرو په ګډې پانګونې، په مزار شريف کې د ګازي برېښنا د توليد تر ټولو ستره کارخانه جوړوي.

د يادې کارخانې د جوړولو هوکړه ليک، نن د کانونو او پټروليم، انرژۍ او اوبو، ماليې وزارتونو او د نړيوال بانک، غضنفر شرکت او برېښنا شرکت د چارواکو تر منځ لاسليک شو.

د غضنفر شرکت مشر محمداسماعيل غضنفر د ياد هوکړه ليک د لاسليک پر مهال وويل چې د يادې پروژې لومړني کارونه به تر راتلونکو دريو مياشتو پورې بشپړ او قرارداد به يې لاسليک شي.

هغه زياته کړه: " د قرارداد له لاسليک وروسته به دغه کارخونه د نهو مياشتو په ترڅ کې جوړه او ګټې اخيستو ته وړاندې شي."

غضنفر زياته کړه، چې د يادې پروژې د ٧٥ مليون ډالرو ٤٠ سلنه لګښتونه به د دغه شرکت له لوري او ٦٠ سلنه به يې د نړيوال مالي شرکت (IFC) له لوري چې په نړيوال بانک پورې تړلى، ورکړل شي.

د محمد اسماعيل غضنفر د معلوماتو پر بنسټ، د يادې کارخونې د برېښنا د توليد لومړنى ظرفيت چې د شبرګان له ګاز څخه په ګټې په لارې اچول کېږي او ٥٠ مېګاواټه به وي، خو د پانګونې په ډېرولو سره به له ١٠٠٠ مېګاواټو لوړه شي.

د کانونو او پټروليم وزارت سرپرست عبدالقدوس حميدي چې په دغو مراسمو کې يې شتون درلود، له ياد هوکړه ليک څخه د هرکلي ترڅنګ وويل چې دغه پروژه په هېواد کې د لويو پروژو له ډلې بلل کېږي.

د هغه په وينا، د يادې کارخونې توليد شوې برېښنا به د بلخ توليدي کارخونو او د مزارشريف ښار هستوګنيزو کورونو ته ورکړل شي.

حميدي وويل: " موږ له دغې پروژې ملاتړ کوو او د هېواد له طبيعي سرچينو څخه به ګټې ګازي سرچينې د يادې فابريکې لپاره وکاروو."

د برېښنا شرکت مشر عبدالرازق صمدي د کانونو او پټروليم له وزارت وغوښتل چې يادې کارخونې ته د اړتيا وړ ګاز په مناسبې بيې وړاندې کړي، څو خلک له برېښنا په ټيټه بيه ګټه پورته کړي.

نوموړي په دغه هوکړه ليک کې برېښنا شرکت د رول په اړه له جزياتو پرته وويل، چې تر اوسه پورې د برېښنا د وېش د څرنګوالي په اړه پرېکړه نه ده شوې.

د نړيوال مالي شرکت(IFC)  مشر پاپ سم وويل: " موږ له يادې پروژې څخه د ګټې اخيستو په برخه کې له غضنفر شرکت سره هر اړخيزې مرستې کوو."

د ياد پروګرام په دوام کې د اوبو او انرژۍ وزارت مرستيال شجاع الدين ضيايي د دغه هوکړه ليک د اغېزمنتيا سربېره له خصوصي سکټور وغوښتل چې د اوبو د برېښنا په پروژو کې هم پانګونه وکړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په هېواد کې اوسمهال د زرو مېګاواټه برېښنا څخه ګټه اخيستل کېږي، چې ٥٦٠ مېګاواټه برېښنا له تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او ايران څخه را وارديږي او دغه راز ٣٤٠ مېګاواټه يې د هېواد په داخل کې توليديږي.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814