نفت او ګاز

مزارشريف کې د ګازي برېښنا تر ټولو ستره توليدي کارخونه جوړيږي

کابل (پژواک ٢٣ غويى ٩٤): يوه افغان خصوصي شرکت اعلان کړى چې له نړيوال بانک سره د ٧٥ مليون ډالرو په ګډې پانګونې، په مزار شريف کې د ګازي برېښنا د توليد تر ټولو ستره کارخانه جوړوي.

د يادې کارخانې د جوړولو هوکړه ليک، نن د کانونو او پټروليم، انرژۍ او اوبو، ماليې وزارتونو او د نړيوال بانک، غضنفر شرکت او برېښنا شرکت د چارواکو تر منځ لاسليک شو.

د غضنفر شرکت مشر محمداسماعيل غضنفر د ياد هوکړه ليک د لاسليک پر مهال وويل چې د يادې پروژې لومړني کارونه به تر راتلونکو دريو مياشتو پورې بشپړ او قرارداد به يې لاسليک شي.

د باميانو د سکرو کان له تړل کېدو سره زرګونه تنه بېکاره شوي

باميان (پژواک، ٢٦ لېندۍ ٩٣): د باميانو په کهمرد ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو کان بندېدو نه يواځې چې زرګونه کسان وزګار کړي، بلکې د بغلان د ډبرو سکاره دغه ولايت ته ځي او په لوړه بيه پلورل کېږي.

درې کاله کېږي چې د کهمرد ولسوالۍ په اشپشته ساحه کې د ډبرو سکرو ايستلو ١٨٤ غارونه يا سمڅې چې د لوګر ولايت د مس عينک کان د استخراج لپاره د سون توکو په موخه کارېدې، د دولت له خوا بندې شوې دي.

د امو دريا د نفتي حوزې ټانکرو د سرپل ښار سړکونه خراب کړي

سرپل ښار (پژواک، ١٦ لېندۍ ٩٣): د سرپل ولايت د مرکز يو شمېر اوسېدونکي وايي، د امو دريا د نفتو د حوزې د نفتو د لېږد پر مهال د ښار سړکونه خراب شوي دي.

د سرپل  د مرکز ځيني اوسېدونکي ادعا کوي چې له يادې حوزې هره ورځ د نفتو لسګونه ټانکرونه له ښاره تېريږي چې له امله يې نوى قير شوى سړک زيانمن شوى دى.

دوى وايي چې ټانکرو ته ځانګړې لاره په ګوته شوې، خو هغوى د ښار له منځه تېرېږي او پر خصوصي شرکتونو نفت پلوري.

د سرپل خلک: د امو دريا په نفتي حوزه کې دې د کار زمينه راته برابره شي

سرپل ښار (پژواک، ١٦ لېندۍ ٩٣): د سرپل ولايت ځيني اوسېدونکي وايي چې له دوى سره د امو دريا د نفتو په حوزه کې د زرګونو کسانو پر دندو د ګومارلو ژمنې شوې، خو لا تر اوسه نه دي عملي شوې.

بلخوا د دغه ولايت ځيني ځوانان شکايت کوي چې له دوى سره د يادې پروژې له پيل څخه مخکې ژمنه شوې وه چې په دې حوزه کې به ورته د کار زمينه برابروي، خو تر اوسه يې دغه کار نه دى کړى.

د محمدابراهيم په نوم يوه ځوان پژواک اژانس ته وويل چې له تېرو دوو کلونو راهيسې په دغه ولايت کې د نفتو د استخراج چارې پيل شوي خو تر اوسه يو تن هم په کار نه دى ګومارل شوى.

پاکستان ته دې د ګاز د قاچاق مخينوى وشي

کندهار (پژواک ٣ تله ٩٣): د کندهار ولايت ګاز پلورونکي او عام وګړي وايي چې په دې وروستيو کې پاکستان ته د مايع ګاز د قاچاق له امله په دغه ولايت کې د ګاز بيه ډېره لوړه شوې ده.

هغوى وايي، خلک په لوړه بيه د ګاز د پېرلو توان نه لري، په کار ده چې حکومت پاکستان ته د ګاز د ناقانونه لېږد مخنيوى وکړي.

د کندهار ښار د هرات بازار د مايع ګاز د شرکت مسوول محمد رحيم وايي، يوه مياشت وړاندې په کندهار کې د يوه کيلوګرام ګاز بيه له ٤٥ تر ٥٠ افغانيو وه، خو اوس يو کيلوګرام ګاز له ٧٠ تر ٧٥ افغانيو پلورل کېږي.

” ټاکنيزو ناندريو د نفتي توکيو سوداګريزې چارې ټکنۍ کړې دي“

مزارشريف (پژواک ۷ وږى ۹۳): د هېواد د شمال زون د نفتي توکيو سوداګر وايي، چې د ټاکنو اړوند سياسي ناندريو او د دولت ناسم چلند، په هېواد کې د نفتي توکيو سوداګريزې چارې ټکنۍ کړې دي.

د بلخ ولايت د سوداګرۍ خونې چارواکو، چې په دې وروستيو کې د شمال زون د نفتي او غير نفتي توکيو له ۲۸ سوداګرو سره ترکمنستان هېواد ته  په رسمي سفر تللي وو، وايي، چې دولت بايد د نفتي توکيو د سوداګريزو چارو سمون ته جدي پاملرنه وکړي.

"فساد د سلګونو ټانکرونو د سوځېدو لامل دى"

کابل (پژواک٢٧زمرى٩٣):کابل کې د سلګونو ټانکرونو د سوځېدو د لاملونو د څېړلو لپاره د ولسي جرګې پلاوى دعوه کوي،چې په دې سوځېدنه کې ځينې امنيتي او د اکمالاتي شرکتونو چارواکي لاس لري.

خو د کورنيو چارو وزارت په داسې حال کې، چې په پېښه کې د امنيتي چارواکو لاس لرل رودي،د جزيياتو له وړاندې کولو پرته وايي،چې په دې اړه د څېړنو پايلې يې څارنوالۍ ته سپارلې دي.

د چنګاښ په ١٤مه د کابل د پغمان ولسوالۍ د ارغندۍ په چوک کې ايساف ځواکونو ته د اکمالاتی موټرو په تمځاى کې د اور لګېدنې له امله د نفتي توکو٤٠٠ ټانکر وسوځېدل.

حکومت دې پاکستان ته د ګاز د لېږد مخه ونيسي

کابل (پژواک ١٩ چنګاښ ٩٣): د سوداګرۍ او صنايعو وزارت، پاکستان ته د ګاز قاچاق او ټاکنيز جنجالونه د ګازو د بيې د لوړېدو له عمده دلايلو بولي او وايي، هغه ٧٥ ميليونه ډالر چې خصوصي سکټور ته بايد د سالمې سيالۍ لپاره د نفتي توکو د رياست په واک کې ورکړل شوي واى، تر اوسه پورې نه دي ورکړل شوي.د سوداګرۍ او صنايعو وزارت د نفتي توکو د تصدۍ رييس فريدالله شېرزي په نننۍ خبري ناسته کې وويل، يو شمېر کورنۍ او پاکستانۍ ناوړه ګټه اخيستونکې کړۍ موجودې دي، چې له اقتصادي اړخه د افغانانو او د افغان دولت د اقتصادي سبوتاژ هڅه کوي، له همدې امله ګاز له افغانستان څخه پاکستان ته قاچاق کوي.

د شمال خلک د شبرغان ګاز د حرارتي برېښنا له پروژې برخمن کېږي

شبرغان (پژواک ١٧ مرغومى ٩٢): په جوزجان ولايت کې د حرارتي برېښنا د توليد لپاره د ګازو پروژې مقدماتي کار پيل شوى او له دې لارې به د جوزجان، سرپل، فارياب، بلخ او سمنګان ولايتونو ته د ٢٠٠ ميګاواټه ظرفيت درلودونکې برېښنا چمتو شي.

دغه پروژه د امريکا د متحدو ايالاتونو د پرمختيايي ادارې (USAID) د ٣٧ ميليونه ډالرو په ارزښت د (ترکيش پټروليم) په نامه له تُرکي شرکت سره قرارداد شوې ده.

حيرتان بندر کې د نفتو د تصفيې خونې بيا فعاليت پيل کړ

مزارشريف (پژواک ٢ مرغومى ٩٢): د بلخ ولايت په بندري ښارګوټي حيرتان کې د غضنفر ګروپ د نفتي توکو تصفيې خونې له څلور مياشتې ځنډ وروسته بيا پر کار پيل وکړ.

دغه تصفيه خونه پرون د يو شمېر دولتي چارواکو له خوا پرانيستل شوه، چې په په يو کال کې د ۵۰۰ زره ټنه نفتي توکو د تصفيې وړتيا لري.

د يادې تصفيې خونې مسوول محمدابرهيم غضنفر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ځينو تخنيکي ستونزو له امله د غضنفر ګروپ د نفتي توکو د تصفيې خونې فعاليت له څلورو مياشتو بند شوى و.

Pages

Give us a call on +93 20 220 1814