Article

د باميانو د سکرو کان له تړل کېدو سره زرګونه تنه بېکاره شوي

باميان (پژواک، ٢٦ لېندۍ ٩٣): د باميانو په کهمرد ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو کان بندېدو نه يواځې چې زرګونه کسان وزګار کړي، بلکې د بغلان د ډبرو سکاره دغه ولايت ته ځي او په لوړه بيه پلورل کېږي.

درې کاله کېږي چې د کهمرد ولسوالۍ په اشپشته ساحه کې د ډبرو سکرو ايستلو ١٨٤ غارونه يا سمڅې چې د لوګر ولايت د مس عينک کان د استخراج لپاره د سون توکو په موخه کارېدې، د دولت له خوا بندې شوې دي.

ځايي چارواکي وايي چې د دغه کان له بندېدو سره څه باندې شپږ زره کارګرو په مستقيم او اووه زره نورو په غير مستقيم ډول خپل هغه ورځني مالي عايدات له لاسه ورکړي چې د دغه کان له فعاليت سره يې ترلاسه کول.

د دغه کان اکثره کارګر د باميانو، دايکنډي، ميدان وردګو، بغلان او غور ولايتونو اوسېدونکي وو چې پر خپل سر د ډبرو سکرو په استخراج بوخت وو.

د کهمرد ولسوال هادي سيغاني وايي چې د ډبرو سکرو د سمڅو له بندېدو سره د کهمرد ٣٠ سلنه خلک بې کاره شوي او له امله يې امنيتي، اقتصادي او ټولنيزې ستونزې هم پيدا شوې دي.

هغه پژواک خبري اژانس خبري اژانس ته وويل چې د سړو په دغه موسم کې خلک ولسوالۍ ته مراجعه کوي، د سون توکي غواړي او وايي چې که چېرې دولت د ډبرو سکرو کان ته د استخراج اجازه نه ورکوي؛ بايد خلکو ته برېښنا ورکړي څو د سون توکو ستونزه يې حل شي.

ولسوال زياته کړه چې د ډبرو سکرو قاچاق هم ډېر شوى ځکه چې دوى په هغه شمېر پوليس نه لري چې پر هره سمڅه يو سرتېرى وګوماري، بلخوا چې کله سرتېري د ډبرو سکرو پر سمڅو بوخت شي، د بغلان د تاله او برفک ولسوالۍ له لوري زيان ګوري او د وسله والو امنيتي ګواښونه زياتېږي.

سيغاني وويل په دې برخه کې بله ستونزه غرونو ته د بوټو او خسو د راوړلو لپاره د خلکو ورتګ دى چې دغه ستونزه هم د سېلابونو راوتلو، د خاورو له ورستېدو او د ژوند چاپېريال د ويجاړۍ لامل ګرځي.

د کهمرد ولسوال پر دې باور دى چې د ډبرو سکرو په نړيوال قرارداد کې ستونزې له لومړيو څرګندې وې او د کانونو وزارت پرته له دې چې د ځايي خلکو ستونزې په پام کې ونيسي، کهمرد د استخراج تړون يې له يوه چينايي شرکت سره لاسليک کړ.

هغه زياته کړه چې چنايي شرکت هم د ډبرو سکاره نه استخراجوي، څو لږ تر لږه د خلکو لپاره کار پيدا شي او دغه ستونزه د دې لامل شوې چې خلک هم د سون ستونزو د حل لپاره ده ته مراجعه وکړي.

هغه وويل څلور کاله کېږي چې د باميانو د مرکز د سون توکو ستونزه يواځې او يواځې له دغو سمڅو حل کېده، خو له بندېدو سره يې له دې اړخه سختې ستونزې پيدا شوې، تر دې چې د کهمرد په مرکز کې د ډبرو سکرو بيه دوه چنده شوې او اوسمهال يو من د ډبرو سکاره په پنځوس افغانۍ پلورل کېږي او خلک يې د پېرلو توان نه لري.

د باميانو په اژدر دره کې يو ځايي اوسېدونکى اسدالله هم د سون توکو له ګرانۍ شکايت کوي او وايي که څه هم باميان خپل سکاره لري، خو بازار ته د سمنګان د دره صوف سکاره راځي او من په ٨٥ افغانۍ پلورل کېږي.

هغه زياته کړه: ((زه په باميانو بازار کې مزدوري کوم، کار هم کله وي کله نه، څنګه کولى شم چې سکاره واخلم او اولادونه مې د باميانو له سړو وساتم .))

د باميانو په بازار کې د ډبرو سکرو يوه هټيوال محمدنعيم وويل چې د باميانو مرکز ته د ډبرو سکاره د سمنګانو له دره صوف او د بغلان له تاله و برک څخه راوړل کېږي چې د تېرو کالونو په پرتله يې بيه د من پر سر شل افغانۍ لوړه شوې ده.

دغه هټيوال زياته کړه چې يو من د ډبرو سکاره په ٨٠ افغانۍ پېري او په ٨٥ افغانۍ يې پلوري.

د کهمرد ولسوال وويل چې د وزګارتيا ستونزې او د ډبرو سکرو بيې يې د باميانو له والي او د کانونو وزارت ته وړانديز کړې چې لږ تر لږه د خلکو د سون توکو لپاره په دوو سمڅو کې د استخراج اجازه ورکړي، خو تر اوسه يې کوم اقدام نه دى کړى.

د باميانو د کانونو رييس حميدالله لعلي وويل چې د خلکو ستونزې يې په دې برخه کې درک کړې او د حل لارې په لټه دى، خو په غير قانوني توګه هېڅ استخراج نه دى شوى او د کانونو وزارت هوډ لري چې د غير قانوني استخراج مخنيوى وکړي.

هغه زياته کړه چې په غير فني استخراج کې ځينې ستونزې لکه د زورواکو ګټه غوښتنه، له ماشومانو ګټه اخيستنه، کاني ضايعات، ناڅاپي پېښې او انساني مرګ ژوبله رامنځته کېږي چې په همدې سبب د غير قانوني استخراج مخه نيول شوې او سمڅې بندې شوې دي.

د کانونو وزارت درې کاله وړاندې په کهمرد ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو کان بند کړ چې د شپې له خوا پرېوت او له امله يې د کان شپنيو کارګرانو ته مرګ ژوبله واړوله.

له دې وروسته څه باندې پنځوس نورې سمڅې هم په پرلپسې ډول ونړېدې، خو چا ته زيان ونه رسېد او د کانونو وزارت ټولې سوړې د کارګرانو د خونديتوب لپاره بندې کړې.

د باميانو د کانونو رييس وويل چې د کانونو وزارت د چنايي شرکت ام سى سى سره تړون کړى چې د اشپشته او کليچ کهمرد سکاره په فني توګه استخراج کړي او د دې لپاره د لوګر د مس عينک له کان څخه چې د هېواد لپاره ستراتيژيک کان دى؛ کار واخلي.

د باميانو د کانونو رييس زياته کړه ، هغه ساحه چې د کهمرد په کان کې د دې شرکت له خوا د استخراج لپاره په پام کې نيول شوې، شاوخوا ٣٠ ميليون ټنه سکاره لري او چينايي فابريکه کولى شي چې د ٣٠ کلونو لپاره ترې کار واخلي.

سرچينې زياته کړه، ټاکل شوې چې په کهمرد سيمه کې د حرارتي برېښنا يوه دستګاه رامنځته شي چې د ٤٠٠ مېګاواټه برېښنا د توليد ظرفيت به ولري او د باميانو خلک به هم ترې استفاده وکړي.

د ده په خبره، د ډبرو سکرونه استخراج، هم هماغه امنيتي ستونزه ده چې نه يواځې په باميانو کې يې د ډبرو سکارو کان لمنه نيولې، بلکې په ټولو هېوادونو کې يې پر کانونو منفي اغېز کړى دى.

د ډبرو سکرو کانونه د هندوکش د غرونو د لړۍ په بېلابېلو پوړونو کې د ملا بند په څېر پراته دي چې له بدخشان ولايت نه پيل، بيا تر تخار، بغلان، سمنګان، باميان او سرپل ولايتونو پورې رسېږي او د هرات تر سبزک کان پورې غځېدلي دي.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814