د ډبرو سکاره

د بغلان چنارک ډبرو سکرو له کان څخه هر کال ۱۲۶ میلیون افغانۍ شخصي جېبونو ته ځي

پلخمري (پژواک، ٢٩ ورى ١٤٠٠): د پژواک موندنې ښيي چې د بغلان په نهرين ولسوالۍ کې زورواکو د ډبرو سکرو يوه کان د قراردادي شرکت چارې ځنډولې چې له امله يې هر کال ١٢٦ ميليونه او پنځه سوه زره افغانۍ د دولت بودجي پر ځاى شخصي جېبونو ته ځي. دغه کان د بغلان د نهرين ولسوالۍ په چنارک سيمه کې موقعيت لري چې له تېرو دوو کلونو راهيسې غير قانوني کېندنې په کې روانې دي. د پژواک څېړنو له مخې، هره ورځ له دغه کان څخه شاوخوا ١٥ لارۍ د ډبرو سکاره په غير قانوني او غير فني ډول استخراجېږي چې پيسې یې نامسوول وسله وال او ځايي زورواکي ترلاسه کوي.

د باميانو د سکرو کان له تړل کېدو سره زرګونه تنه بېکاره شوي

باميان (پژواک، ٢٦ لېندۍ ٩٣): د باميانو په کهمرد ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو کان بندېدو نه يواځې چې زرګونه کسان وزګار کړي، بلکې د بغلان د ډبرو سکاره دغه ولايت ته ځي او په لوړه بيه پلورل کېږي.

درې کاله کېږي چې د کهمرد ولسوالۍ په اشپشته ساحه کې د ډبرو سکرو ايستلو ١٨٤ غارونه يا سمڅې چې د لوګر ولايت د مس عينک کان د استخراج لپاره د سون توکو په موخه کارېدې، د دولت له خوا بندې شوې دي.

ټاکنيزو ناندريو د ډبرو سکرو د کانونو عوايد اغېزمن کړي

ايبک (پژواک ١٢ وږى ٩٣): د ټاکنيزې پروسې غځېدو د سمنګان ولايت د دره صوف بالا ولسوالۍ د ډبرو سکرو د کان عوايد کم کړي او شاوخوا دوه زره کارګر يې بېکاره شوي دي.

د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو لومړى پړاو ټاکنې د وري مياشتې په ١٦مه او د ولسمشرۍ دويم پړاو د غبرګولي په ٢٤مه نېټه ترسره شوې، د ټاکنيزو ډلو ترمنځ د اختلافاتو او پراخې درغلۍ د ادعاوو له مخې يې پايلې تر اوسه هم نه دې اعلان شوې.

د کرکر د ډبرو سکرو کان په معياري توګه له سره رغول کېږي

پلخمري (پژواک ٧ لړم ٩٢): د بغلان ولايت د کرکر د ډبرو سکرو کان د يوه تونل په بيارغونې سره به د سکرو د استخراج کچه هره ورځ سلو ټنو ته لوړه شي.

دغه تونل، چې د (پي يک) په نوم ياديږي، د افغان-کول په نوم د يوه افغاني شرکت له لوري، چې د يوه تړون له مخې د بغلان ولايت د کرکر، اهن درې او دودکش د ډبرو سکرو کانونه په واک کې لري، په معياري ډول له سره رغول کېږي.

د کرکر کان امر ډيپلوم انجينر عبداللطيف وهابزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه تونل په تېرو وختونو کې د ډبرو سکرو تر ټولو فعال کان و، خو پر افغانستان د شوروي د يرغل تر جګړو وروسته له کاره ولوېد.

د سمنګان پېښه د انجنيرانو د بې غورۍ له امله رامنځته شوې

مزارشريف (پژواک، ٢٥ وږى ٩٢): د سمنګان چارواکي وايي، چې د دغه ولايت د روی دواب ولسوالۍ د ډبرو سکرو په کان کې د انجنيرانو د بې غورۍ له امله پېښه رامنځته شوې وه.

د روی دواب ولسوالۍ د ډبرو سکرو په کان کې د وږي په ۲۳مه د شوې چاودنې له امله د کان ۴۷ کارکوونکي بند پاتې شوي وو، چې تر دې دمه يې د ۲۳ جسدونه ترلاسه شوي، ۲۲ ټپيان او پاتې نور لا هم لادرکه دي.

د سمنګان امنيه قوماندان جنرال محمداسلم بېکزاد د وږي په ٢٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ د يادې پېښې د څېړنې په موخه د والي په ګډون د ولايت يوه لوړ پوړي پلاوي سيمې ته سفر وکړ.

ولسمشر کرزى: د سکرو کان له قربانيانو سره دې بېړنۍ مرسته وشي

کابل (پژواک ٢٤ وږى ٩٢): ولسمشر حامد کزري د سمنګانو ولايت د ډبرو سکرو په کان کې د ٢٧ کار کوونکو پر مړينې خپګان څرګند کړى او د قربانيانو کورنيو ته يې د بېړنيو مرستو د رسولو لارښوونه کړې ده.

د راپورونو له مخې، د سمنګان په روى دو اب ولسوالۍ کې پرون له غرمې وروسته د ډبرو سکرو کان د يوې برخې د راغورځېدو له امله ٥٧ تنه د کان دننه بند پاتې شوي وو، چې له يادې ډلې ٢٧ يې ژوند له لاسه ورکړ.

په باميانو کې د ډبروسکاره قېمته شوي

 باميان (پژواک ٣ليندۍ ٩٢) د باميانو ولايت په کهمرد ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د کان بندېدو له امله د دې موادو په پيدا کېدو کې کموالى او بيه لوړه شوې ده، چې اوسېدونکي يې له دولت نه د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي.

د باميانو ښاريان د ژمي په رارسېدو او د ډبرو سکرو د نشتوالي له امله  اندېښنه لري او وايي، زياتره خلک د اقتصادي ستونزو له امله د سون  توکي اخلي.

 د ډبرو سکاره يو له هغه مهمو سون  موادو څخه شمېرل کيږي، چې د خښتو له بټيو سربېره په حمامونو، کارخانو او د کورونو په ګرمولو او نورو برخو کې ترې ګټه پورته کيږي.

د دره صوف د ډبرو سکرو دکان يو کارکونکى مړ او بل ټپي شو

مزارشريف ( پژواک ١٦ لړم ٩٢ ) : د سمنګان ولايت د ډبرو سکرو په کان کې دوو کاريګرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دغه ولايت والي خيرالله انوش د لړم په ۱۶مه، پژوک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره ورځ ناوخته د "دره صوف بالا " په يوه شخصي کان کې رامنځته شوې ده.

نوموړي زياته کړه، چې په دغې ولسوالۍ کې ځينې خلک  له دولت څخه د ډبرو سکرو له کان نه د موادو د استخراج  اجازه لري، چې د همداسې يوه کان يو کار کوونکى مړ شوی او يو ټپی دی.

د هغه په وينا، د پېښې د څېړنې په موخه يې سيمې ته پلاوى استولی او په اړه يې څېړنې پيل کړې دي .

د کرکر د ډبرو سکرو کان په معياري توګه له سره رغول کېږي

پلخمري (پژواک ٧ لړم ٩٢): د بغلان ولايت د کرکر د ډبرو سکرو کان د يوه تونل په بيارغونې سره به د سکرو د استخراج کچه هره ورځ سلو ټنو ته لوړه شي.

دغه تونل، چې د (پي يک) په نوم ياديږي، د افغان-کول په نوم د يوه افغاني شرکت له لوري، چې د يوه تړون له مخې د بغلان ولايت د کرکر، اهن درې او دودکش د ډبرو سکرو کانونه په واک کې لري، په معياري ډول له سره رغول کېږي.

د کرکر کان امر ډيپلوم انجينر عبداللطيف وهابزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه تونل په تېرو وختونو کې د ډبرو سکرو تر ټولو فعال کان و، خو پر افغانستان د شوروي د يرغل تر جګړو وروسته له کاره ولوېد.

په سمنګان کې د ډبرو سکرو د کانونو لسګونه تونلونه وتړل شول

ايبک (پژواک ١٩ لړم ٩٠): د سمنګانو ولايت د بر درۀ صوف په ولسوالۍ کې د ډبرو سکرو د کانونو ٣٢ تونله چې د نړېدو له ګواښ سره مخ وو، د شمالي سيمو د ډبرو سکرو د تصدۍ له خوا وتړل شول.
د شمالي سيمو د ډبرو سکرو د تصدۍ چارواکي وايي، چې تړل شوي تونلونه په غير تخنيکي بڼه د سيمه ييزو کارېګرو له خوا کېندل شوي وو، چې هره شېبه يې د نړېدو او ورسره د کارېګرو د مرګ ژوبلې امکان وو.

Give us a call on +93 20 220 1814