Article

بدخشان کې د يو ميليارد افغانيو په ارزښت لاجورد ضبط شوي

 فيض اباد (پژواک ١٨ سلواغه ٩٣): د بدخشان ولايت امنيتي چارواکو،د يو ميليارد افغانيو په ارزښت د لاجوردو له ډبرو څخه ډک ٦٥ بار وړونکي موټر ضبط کړي او وايي، چې د لاجوردو د کانونو د قضيې تر شا د زورواکو لاس دى.

 دوى وايي، چې سوداګرو د لاجوردو له ډبرو ډک موټر د کران و منجان ولسوالۍ له کان څخه د بدخشان مرکز فيض اباد ته لېږدول چې دغه قيمتي او کم پيدا ډبرې د ملي امنيت شورا د مصوبې له مخې ضبط شوې دي.

د بدخشان ولايت د سرپرست والي مرستيال ګل محمد بيدار وايي، د ملي امنيت شورا يوه مياشت وړاندې مصوبه صادره کړې او د بدخشان چارواکو ته يې دنده سپارلې چې د "لاجوردين" له شرکت سره د کانونو د راسپړلو قرارداد فسخ کړي او له کان څخه د ډبرو د لېږد لړۍ ودروي.

 هغه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغې لارښوونې پر بنسټ يې په دې وروستيو کې د لاجوردو له ډبرو څخه ډک ٦٥ بار وړونکي موټر چې د کران و منجان له ولسوالۍ لېږدول شوي و، د فيض اباد په ښار کې د امنيتي چارواکو له لوري درول شوي او د ولسمشر د لارښوونې له مخې، د ملي دفاع، کورنيو چارو او کانونو او پټروليم وزارتونو له غړو يو ګډ پلاوى په دنده وګومارل شو او له څېړنو وروسته يې لاجورد کابل ته رالېږدولي دي.

د بدخشان لاجورد چې د نړۍ په کچه تر ټولو غوره لاجورد دي، د زينتي او قيمتي ډبرو له ډلې بلل کېږي چې د کورونو د ښکلا سربېره ځينو الو ته د ښکلا وربښولو لپاره کارول کېږي.

 بدخشان کې د قيمتي او نيمه قيمتي ډبرو شرکت مشر هدايت الله حکيمي وايي، چې لس ورځې وړاندې د ولسمشر د لارښوونې له مخې د لاجوردو له ډبرو ٦٥ ډک موټر  ضبط شوي، چې په هغه کې د دوى يو کاماز موټر هم شامل دى او دوى دغه ډبرې د کران و منجان له کان پېرلې وې.

 هغه د دې خبرې په يادولو سره چې د هغه  دکان هم د امنيتي کسانو له لوري مهر و لاک شوى وويل، چې په دغه شرکت کې شاوخوا ٥٠ لوستې مېرمنې او نجلۍ کار کوي او له همدې لارې د خپلو کورونو لګښتونه پوره کوي، چې اوسمهال بې روزګاره شوې او د دې امکان هم شته چې که چېرې دغه کار دوام وکړي نو دوى به خپل شرکت وتړي.

حکيمي د ضبط شويو ډبرو د ارزښت په اړه وويل، چې په منځني ډول يو من (اوه کيلو) لاجورد پنځه زره افغانۍ ارزښت لري چې هر کاماز موټر ٣ زره او پنځه سوه منه بار وړي او پر همدې بنسټ د يادو ٦٥ موټرو  تخمين شوې بيه له يوه ميليارد او ١٣٧ مليون افغانيو څخه اوړي.

د دغه شرکت مشر وايي: " موږ اړ  يو چې کابل ته لاړ شو او د کانونو له وزارت سره خبرې وکړو، له هغه پرته به ولسمشرۍ رياست ته لاړ شو او خپله ستونزه به ورسره شريکه کړو، څو خپلې ډبرې يو ځل بيا تر لاسه کړو."

د دغه شرکت يو کارکوونکى نصرالدين داوري هم وايي، چې د خامو توکو د نشتون له امله يې کار په ورځ کې له دوه وختو يوه وخت ته راکم شوى او که چېرې لاجورد پيدا نه شي نو د دوى شرکت به له منځه تلو سره مخ شي.

د بدخشان ولايت د والي مرستيال په دې اړه چې اوسمهال لاجورد د چا له لوري راسپړل او پلورل کېږي او يا وسله وال مخالفين هم په کې برخه لري او که نه؟ وويل، چې د لاجوردو کان يوه کال وړاندې د يوه سيمه قوماندان عبدالمالک له لوري تر بريد وروسته د کانونو د ساتونکې قطعې قوماندان اسدالله په غياب کې د کانونو د قطعې د مرستيالانو قوماندان محمد شريف او امام له لوري ونيول شو او له هغه مهال راهيسې دغه ډبرې په غيرمسلکي ډول له دغه کان  څخه راسپړل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د روان کال په لړم مياشت کې چې کله د يمګان ولسوالۍ امنيه قوماندان عبدالظاهر مجددي او اسدالله چې د کران و منجان د لاجوردو د کان د نيولو هڅه وکړه نو د عبدالملک له غبرګون سره مخ شول چې د نښتې په ترڅ کې په کې پنځه پوليس ووژل شول او دوه رينجر موټر  او دوه ټانکونه هم  د ياد سيمه ييز قوماندان لاس ته ولوېدل.

له هغه وروسته د کورنيو چارو وزارت له لوري يو پلاوى وټاکل شو او دغه موضوع يې وڅېړله شوه ، خو څېړنه يې تر اوسه پورې له رسنيو سره نه ده شريکه شوې.

د بدخشان د کانونو مشر محمد اکبر انوري وايي، چى دوى د لاجوردو له موټرو  ماليه نه اخلي؛ ځکه ولسمشر يوه مياشت وړاندې د لاجوردين په نوم له خصوصي شرکت سره شوى قرارداد فسخ کړى او ويلي يې دي، چې د کانونو د راسپړلو کار دې وځنډول شي.

هغه وويل، چې د لاجوردين شرکت درې کاله وړاندې د کران و منجان د لاجوردو د راسپړلو قرارداد د کانونو له وزارت سره کړى او لاجورد يې له پرمختللو وسايلو څخه په ګټې اخيستو راسپړل، خو اوسمهال دغه کان له يوه کال راهيسې د يوه سيمه ييز قوماندان په کنټرول کې دى.

انوري زياته کړه، ولسمشرۍ امنيتي چارواکو ته دنده سپارلې چې د لاجوردو له ډبرو څخه ډک موټر له دې وړاندې چې فيض اباد ته ورسيږي، ضبط کړي.

د بدخشان ولايت د والي مرستيال وايي، چې سيمه ييز قوماندان د کان له عوايدو څخه وسلې او مهمات پېرلي چې له دې وړاندې يې شمېر سلو کسانو ته رسېد خو اوسمهال يې شمېر درېيو زرو کسانو ته رسيږي او د کان شاوخوا سيمې يې نيولې دي او د  دې ترڅنګ د دغه کان ٤٠ سلنه عوايد د جرم ولسوالۍ په خستک کلي کې د مېشتو وسله والو طالبانو جېبونو ته  ځي.

 هغه زياته کړه:((سل په سلو کې ځواکمن او زور واکي کسان د کان د قضيې شاته لاس لري، ځکه چې په سيمه کې يې ګټې په خطر کې دي، دا واقعيت نه شو ردولى، کشفي او امنيتي ارګانونه په دې اړه کره معلومات را ټول کړي او قضيه يې ولسمشرۍ رياست او امنيت شورا ته وړاندې کړې ده.))

بيدار وويل:((وسله وال  طالبان د کان ٤٠ سلنه عوايد تر لاسه کوي اوسمهال د جرم ولسوالۍ غرنۍ سيمه خستک د طالبانو او بهرنيو ترهګرو لپاره په يوه امن ساحه بدله شوې ده.))

دده په خبره، د تاجکستان، ازبکستان، چيچين او پاکستان د وګړو شاوخوا ١٣٥ کورنۍ په دغو سيمو کې ځا پر ځاى شوې او په ويجاړوونکو کړنو بوختې دي، امنيتي ځواکونو چې اردو، پوليس، عامه نظم او سيمه ييز پوليس په کې شامل  دي، له شاوخوا يوې نيمې مياشتې راهيسې چاڼيز عمليات پيل کړي، خو دغه عمليات موثر نه وو.

د بدخشان د والي مرستيال وړانديز وګړ چې بايد خستک او د لاجوردو کان شاوخوا سيمې ډېر ژر د طالبانو او غير قانوني وسله والو له شتون څخه پاکې شي، که نه له دې پرته به دا افغانستان ، سيمې او د نړۍ نورو هېوادونو ته هم ستر خطر وي.

بيدار وويل:((د طالبانو د له منځه وړلو موضوع مو په بيا بيا د ملي امنيت شورا او ارګ سره مطرح کړې ده، خو دوى وايي چې يمګان، کران ومنجان او جرم ولسوالۍ سختې لارې لري او طالبان په سنګر کې د دفاع لپاره پراته وي، موږ اوسمهال هوايي ځواک نه لرو ، که پلي ځواکونه مخامخ بريد وکړي نو له زياتې مرګ ژوبلې سره مخ کېږي او موږ هڅه کوو چې بهرني  ځواکونه راسره په دې برخه کې مرسته وکړي.))

د لاجوردو کان تړون نږدې ١٥ کاله وړاندې له يوې افغاني کمپنۍ سره شوى دى.

خو ځايي چارواکي وايي چې د کان يوه برخه له تېرو څو کلونو راهيسې د قوماندان عبدالمالک تر واک لاندې وه او دليل يې دا راوړي چې ددې کان د قرار داد ٣٠ سلنه دې په ځايي خلکو پورې اړونده شي.

د بدخشان د لاجوردو کانونه د نړۍ په کچه لوړ کيفيت لري. ددې کان په ټولو زېرمو کې د شته لاجوردو اندازه ١٢٩٠ ټنو ته رسېږي چې د بدخشان په سرسنګ سيمه کې په يواځې ډول ١٤١ ټنه لومړۍ درجه  او ٦٥ ټنه دويمه درجه لاجورد تثبيت شوي دي.

افغانستان د لاجوردو له اړخه هر کال له پنځو تر لسو ټنو پورې توليد لري چې زياته برخه يې بېلابېلو هېوادونو ته صادرېږي او کمه اندازه يې د لاسي صنايعو په مرکزونو کې کارېږي.

ځايي چارواکي په راغستان ولسوالۍ کې هم د سرو زرو د استخراج خبر ورکوي.

 د بدخشان د والي مرستيال وايي چې دوه مياشتې وړاندې شپږ  تنه هلته  د سروز زرو د رېګ وينځلو د پيسو په سر د شخړې له امله ووژل شول او دى د يوه پلاوي په مشرۍ سيمې ته  لاړ، موضوع يې له نږدې وڅېړله او د قضيې په تړاو يې اته تنه  له نيولو وروسته څارنوالۍ ته ور وپېژندل.

 د هغه په خبره، اوسمهال په هغه سيمه کې شاوخوا درې زره کسان په رېګ وينځلو بوخت دي چې شاوخوا پنځوس سلنه عوايد يې د ځايي طالبانو جيب ته ځي او د راغ سيمې طالبان چې ياوان، راغستان او کوهستان ولسوالۍ په کې شاملي دي او له چين سره سرحدي لري، له دې لارې تمويلېږي.

 بيدار  زياتوي، اوسمهال شاوخوا پنځوس سکواټورونه په سيمه کې په کيندنو او رېګ وينځولو بوخت دي او تر ټولو مهمه داده چې کله ځايي خلک رېګ ونه وينځي، نو په دې سيمو کې شته سره زر به د سېلابونو په سبب امو سيند او د تاجکستان خاورو ته ولېږدول شي.

هغه وويل:((موږ پوليسو ته لارښوونه کړې چې د رېګ وينځولو مخه ونيسي او له کانونو رياست سره يو داسې تړون لاسليک شي چې دولت ته ټکس ورکړي او وروسته بيا رېګ وينځلو ته دوام ورکړي، خو امنيتي ځواکونه ونه توانېدل چې د رېګ وينځلو مخه ونيسي.))

 د راغستان اوسېدونکى عبدالودود وايي چې د کورنۍ لپاره د يوې مړۍ ډوډۍ موندلو په موخه يې يواځينۍ وسيله  د سرو زرو رېګ وينځل دي چې هره ورځ له دوو څخه تر درېيو زرو پورې افغانۍ تر لاسه کوي.

 د ويلو ده چې د افغانستان پر کانونو او طبيعي زېرمو د څار شبکې ويلي   چې ګران بيه او نيمه ګران بيه ډېرې په ډېرو ولايتونو کې په غير قانوني ډول استخراج او نورو هېوادونو ته په قاچاق وړل کېږي چې بايد مخه يې ونيول شي او عاملان يې دې محاکمه شي.

د هېواد د اساسي قانون د لومړي څپرکي د نهمې مادې له مخې،"كانونه، او نورې ترځمكې لاندې زيرمې د دولت ملكيت دى. د دولت دملكيتونوساتنه او اداره او له طبيعى زيرمو او نورو عامه ملكيتونو څخه د سمې استفادې ډول د قانون له ليارې تنظيميږي."

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814