فيض اباد (پژواک ١٨ سلواغه ٩٣): د بدخشان ولايت امنيتي چارواکو،د يو ميليارد افغانيو په ارزښت د لاجوردو له ډبرو څخه ډک ٦٥ بار وړونکي موټر ضبط کړي او وايي، چې د لاجوردو د کانونو د قضيې تر شا د زورواکو لاس دى.
دوى وايي، چې سوداګرو د لاجوردو له ډبرو ډک موټر د کران و منجان ولسوالۍ له کان څخه د بدخشان مرکز فيض اباد ته لېږدول چې دغه قيمتي او کم پيدا ډبرې د ملي امنيت شورا د مصوبې له مخې ضبط شوې دي.
کابل (پژواک ١٣ زمرى ٩٣): په افغانستان کې د لعلو ډېر کانونه موجود دي، خو تر دې مهاله يې د کوم کان قرارداد له شرکتونو سره نه دى شوى او دغه کانونه په کابل او بدخشان ولايتونو کې د خلکو له لوري په خپلسري ډول ايستل کېږي.
د بدخشان د کانونو رياست د معلوماتو له مخې، د کانونو کارپوهان او انټرنېټي سرچينې، د بدخشان ولايت په اشکاشم، خاش، کشکان او شغنان ولسواليو او د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ په اړوند د جګدلک وارمنکاى، لعل پور، مى خلوت، لوى کان، نوى کان، چونګي، تغارچه، کارنوپارا، جوني کلا، چاک، پهره دار خانه او سپاى کليو کې د لعلو کانونه موجود دي.
کابل- فيض اباد (پژواک ٣٠ مرغومى ٩٢): ولسمشرۍ په داسې حال کې يوه پلاوي ته د بدخشان په لاجوردو کان کې د رامنځته شوې ستونزې د اساسي انګېزې او لاملونو د څېړنو په موخه دنده سپارلې، چې طالبانو د دغه کان د نيولو ادعا کړې ده.
سيمه ييزو چارواکو، پرون د کران و منجان د لاجوردو پر کان د غيرقانوني وسله والو له لوري د بريد او د دغه کان د يوې برخې د نيولو خبر ورکړى او ويلي يې وو، چې دغو کسانو د کان له ساتونکو سره تر نښتې وروسته کمين نيولى او تر دې مهاله د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويل شوي.
فيض اباد(پژواک ٢٩ مرغومى ٩٢): ځايي چارواکي وايي، چې وسله والو د بدخشان ولايت په کران و منجان ولسوالۍ کې د لاجوردو پر کان بريد کړى او ددې کان يوه برخه يې نيولې ده.
د بدخشان مرستيال والي ګل محمد بيدار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دې وسله والو نن سهار بريد پيل کړى او نښته په پاشلې بڼه روانه ده.
هغه زياته کړه، چې وسله وال کسان او د لاجوردو کان ساتونکي په کمين کې پراته دي، خو تر اوسه يې د احتمالي مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دى ورکړل شوى.
بيدار زياته کړه، چې دې کسانو د کان يوه برخه تر خپل واک لاندې راوستې ده.
جلال اباد (پژواک ٤ مرغومى ٩٢): د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ د مېشتو قومونو تر منځ په غره کې د کانونو د کيندلو پر سر شخړه رامنځته شوې او پر يوه بل يې لارې بندې کړې دي.
د يادې ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې د يو قوم کس نه شي کولى د بل قوم پر لارې تېر شي او هم يې د خوراکي او نورو توکو پر لېږد رالېږد بنديز لګولى دى.
د دې و لسوالۍ يوه اوسېدونکي حاجي ناصر د مرغومي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې څو ورځې وړاندې ياده شخړه د غره د کيندلو له امله رامنځته شوې ده.
جلال اباد (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٢): په لغمان کې د کانونو امريت چارواکي وايي، چې د نا امنيو له امله د دغه ولايت کانونو ته هېڅ لاسرسى نه لري.
د لغمان د کانونو امر انجنير مجيب عطايي له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې له تېرو درېيو مياشتو راهيسې په دغه ولايت کې د کانونو امريت په کار پيل کړى دى.
هغه زياته کړه، د ياد ولايت ډېرى کانونه په نا امنو او لرې پرتو سيمو کې دي، له همدې امله د دغو کانونو په اړه هېڅ سروې نه ده ترسره شوې.
جلال اباد (پژواک٦ ليندۍ٩٢): په نورستان ولايت کې د قيمتي ډبرو ګڼ کانونه شته خو د نا امنيو له امله حکومت پرې خپل کنټرول له لاسه ورکړى او ناقانونه کيندنې يې ٤٠ سلنه برخه زيانمنوي.
د نورستان د کانونو رييس انجنير عاشق الله همکار وايي چې که دولت ورته امکانات برابر او په ياد ولايت کې امنيت راولي نو د ټول افغانستان بوديجه يوازې د نورستان له کانونو پوره کېداى شي.
جلال اباد (پژواک ٢٢ وږى ٩١): په ختيځو ولايتونو کې د قيمتي ډبرو د سوداګرو ټولنه وايي، چې د دې سيمې د دولتي چارواکو د نه پاملرنې له امله په يوه کال کې پاکستان ته د يو ميليارد افغانيو په ارزښت قيمتي ډبره قاچاق شوې ده.
کابل (پژواک د تلې ٢٨مه ٨٩): افغان دولت له خپلو قيمتي ډبرو څخه يو نيم ميليون ډالره، خو پاکستان بيا له همدې ډبرو څخه ٣٠٠ ميليونه ډالره ترلاسه کوي.
دغه خبره د کانونو وزير وحيدالله شهراني د تلې په ٢٨مه، په ولسي جرګه کې وکړه.
وزير وويل، چې په افغانستان کې د قيمتي کاڼو په استخراج کې شاوخوا ٤٠٠٠ کسان په کار بوخت دي، چې د کال شاوخوا يو نيم ميليون امريکايي ډالر ترې دولت او ٣٠ ميليونه ترې کان وېستونکي ترلاسه کوي.
خو هغه زياته کړه، چې د افغانستان په ډبرو پاکستان کې ٥٠٠ کسان په کار بوخت دي او له دې څخه د کال ٣٠٠ ميليونو پورې ډالر ترلاسه کوي.
Give us a call on +93 20 220 1814