Article

د کندهار ولايت کانونه

د کندهار په يو شمېر ولسواليو کې د قميتي او نيمه قيمتي ډبرو کانونه پېژندل شوي، خو دا چې په دغه ولايت کې په کومه کچه د قميتي ډبرو نور کانونه شتون لري، تر اوسه لا کشف او پېژندل شوي نه دي.

پژواک خبري اژانس يوازې د کندهار د هغو کانونو په اړه معلومات خپروي، چې د دغه ولايت د جيولوجي ادارې او يا هم ځينو نړيوالو ادارو په ګوته کړي دي.

د کندهار ولايت کانونه په لاندې ډول در پېژنو:

لومړى: د وسپنې کان

د وسپنې کان د کندهار ښار شمال لور ته د ٦٠ کيلومترۍ په واټن په خاکرېز ولسوالۍ کې دى، د لومړنۍ سروې له مخې په دغه کان کې ٨،٥ ميليونه ټنه وسپنه اټکل شوې، خو د نا امنۍ له امله يې د را ايستنې په اړه تر اوسه هېڅ اقدام نه دى شوى.

دويم: د مرمر ډبرو کان

د سپين مرمر ډبرو کان، چې د دره نور د مرمرو کان په نوم هم ياديږي، د کندهار اړوند د کابل_هرات د لويې لارې په اوږدو کې تر ميوند ولسوالۍ پورې پروت دى.

د دغه کان اندازه او مساحت نه دى تثبيت شوى او نه يې هم د امنيتي او نورو دلايلو له امله د استخراج په اړه ګام پورته شوى دى.

ميوند له کندهار ښاره ٧٠ کيلومتره لرې د کندهار- هرات د لويې لارې په اوږدو کې پرته ولسوالۍ ده.

درېيم: د فلورايټ ډبرو کان

د فلورايت قيمتي ډبرو کان د کندهار ولايت د نېش ولسوالۍ په باخوت نومي غره کې موقعيت لري. نېش ولسوالي د کندهار ښار شمال ته په ١٦٠ کيلومترۍ کې پرته ده.

د کندهار د کانونو امريت د مسوولينو په وينا، چې په ١٣٨٥ لمريز کال کې د کانونو او پټروليم وزارت او د السعيد خوشحال په نوم شرکت تر منځ د دغه کان د استخراج تړون لاسليک شو، خو د نا امنيو له کبله يې د استخراج چارې په ټپه ودرېدې.

څلورم: د ګچو کان

د ګچو دغه کان د کندهار ښار ختيځ او د دامان ولسوالۍ شمال ته په لويه دښته کې واقع دى.

د دغه کان استخراج د سيمې د خلکو له لوري ترسره کېږي، خو لا هم څرګنده نه ده، چې په غير قانوني ډول را ايستل کېږي که څنګه؟ دغه کان تر ځمکې ٢،١ متره لاندې پورت او پنځه متره پېړوالى لري.

د سيمې خلک له کان څخه تر را ايستلو وروسته ګچ خپلو کورونو ته د پروسس او پخېدو لپاره وړي او بيا يې بازار ته وړاندې کوي.

له دغه کانه په کال کې ٢٢٢٤٢ متره مکعبه ګچ استخراجېږي، چې د دغه ولايت د کانونو امريت له ګچ کيندونکو نه د هر متر مکعب پر سر ټاکلې اندازه پيسې اخلي.

پنځم: د سمېنټو (ولوميټ) کان

د ولوميټ دغه کان د کندهار ښار ختيځ ته د ١٤ کيلومتره په واټن کې واقع دى، چې اوږدوالى يې له نساجي فابريکې پيل او د ډنډ ولسوالۍ د ذاکر شريف تر بند پورې رسېږي.

د سيمنټو له ډبرو سره کاربونات خاکستري تېز رنګه ورقه يي شيټونه او همدارانګه د دغه کان په ٣ کيلومترۍ کې د ګچو کان، چې د سيمېنټو ترکيبي اجزاوې تشکيلوي، موجود دي.

شپږم: د ډبرو سکرو کان

د کندهار ولايت د سپين بولدک په غرونو کې د ډبرو د سکرو کان هم څلور لسيزې وړاندې د جيولوجيستانو له خوا تر لومړنۍ سروې وروسته په نښه شوى، خو لا څرګنده نه ده، چې په دغه کان کې په کومه اندازه سکاره شته.

د کندهار نور کانونه

د کندهار ولايت د سپين بولدک په غرونو او په ميانشين ولسوالۍ کې د مسو، په ميوند او خاکرېز ولسواليو کې د زرغونو مرمر ډبرو کانونه شته، چې په مسلکي ډول يې د را ايستلو څرك نه تر سترګو کېږي.

د کندهار ولايت د کانونو اداره وايي، که امنيتي ستونزې هوارې شي، نو د دغه ولايت په کچه به د ټولو کانونو په اړه سروې ترسره کړي، څو د استخراج پړاو ته چمتو شي او د دغه ولايت په اقتصادي او نورو رغنيزو برخو کې ستر ګامونه پورته شي.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814