Article

د سمنګان ولايت کانونه

ايبک (پژواک ٣سلواغه ٩٢) : سمنګان ولايت د هېواد د شمال يو له هغو مهمو ولايتونو څخه دی، چېرته، چې ځمکنۍ زېرمې يې ډېرې دي. دغه ولايت د کابل او بلخ پر لويه لاره پروت دی.

که څه هم ياد ولايت د ډبرو سکرو د کانونو په لرلو  ډير مشهور دی؛ خو سربېره پر دې پکې د ګج، مرمرو  او د سيمنټو ځمکنۍ زېرمې هم  شته دي.

د سمنګان ولايت د بر دره صوف، کوز دره صوف، روی دو اب ولسواليو او د ولايت د مرکز اړوند سيمو کې کاني زېرمې شتون لري.

خو له بده مرغه لا هم د دغه ولايت ځينې ځمکنۍ زېرمې د زورواکو او په ځينو سيمو کې د عامو خلکو په ولکه کې دي، چې په غير فني توګه له تېرو څو کلونو راهيسې  استخراجېږي.

 

۱- د ډبرو سکاره:

د ډبرو سکرو کانونه د سمنګان ولايت په بر دره صوف، کوز دره صوف او روی دو اب ولسواليو کشف شوي او د ځينو د  استخراج چارې هم روانې دي.

 

۲- شباشک د ډبرو سکرو کان:

شباشک د ډبروسکرو کان د سمنګان ولايت لوېديځ لور ته په ۱۴۰ کيلومتري واټن کې په بردره صوف ولسوالۍ کې موقيعت لري. دغه کان په ۱۳۴۵لمريز کې د سيمې د خلکو له خوا کشف شوی و، چې په ۱٣۴۶کال کې  د افغانستان دولت ، د المان او شوروي اتحاد په مرسته سروې شو.

 

۳- دهنه تور د ډبرو سکرو کان:

دغه کان هم د شباشک کان سره نږدې موقيعت لري، چې دواړه په يو وخت کشف شوي  او سروې يې هم يو ځای شوې ده. په شباشک او دهنه تور د ډبرو سکرو کانونو کې نږدې ۲۰۰ صوفونه دي، چې د دولت له خوا د کلي خلکو ته په اجاره ورکړل شوي او هغوی يې استخراجوي او همداراز څلور صوفونه پکې د دولت له خوا له تېر يوه کال  راهيسې په امتحاني توګه استخراجېږي، چې له دغو ټولو صوفونو څخه د ورځې په اټکليزه توګه ۳۰زره ټنه مواد تر لاسه کېږي. په دواړو کانونو کې نږدې ۲۰۰۰ کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده . د سمنګان د کانونو رياست د مسوولينو په وينا، په تېر کال کې يې له يادو کانونو څخه يو ميليارد او ۶۱۵زره افغانۍ عوايد تر لاسه کړي دي.

 

۴- ګرمګ غربي د ډبرو سکرو کان:

دغه کان د بر دره صوف ولسوالۍ غرب لور ته پروت دی، چې د ولايت له مرکز سره نږدې ۱۵۰کيلومتره واټن لري.

 

۵- ګرمک شرقي د ډبرو سکرو کان:

دغه کان د بر دره صوف ولسوالۍ  شرق لور ته پروت دی، چې د ولايت له مرکز سره نږدې ۱۱۰ کيلومتره واټن لري.

 

۶- رشه د ډبرو سکرو کان:

د رشې په نامه د ډبرو سکرو کان د بر دره صوف لويېديځ لور ته موقيعت لري، چې د ولايت له مرکز سره ۱۳۰ کيلومتره واټن کې پروت دی.

د ډبرو سکرو پورته درې واړه کانونه په تېرو لسو کلونو کې د عامو خلکو له کشف شوي ، چې له تېرو دوو کلونو راهيسې د دولت له خوا خصوصي سکتور ته ورکړل شوي دي.

د يادو کانونو د توکو د اندازې په اړه له دولتي چارواکو سره معلومات نه وو.

 

۷- ګج:

د سمنګان  مرکز ختيځ لور ته په شېرپير سيمه کې د ګجو کان شتون لري. دغه کان د ولايت له مرکز سره ۵۰ کيلومتره واټن لري. ياد کان په ۱۳۷۲کال کې د عامو خلکو له خوا کشف شوى و؛ خو لا هم دولت د دغه کان په اړه کومه ځانګړې سروې نه ده کړې؛ خو عام خلک ترې وخت ناوخته په غير فني توګه ګج استخراجوي.

 

۸- د مرمرو ډبرې:

د سمنګان ولايت د مرکز ايبک  ښار ختيځ لور ته په خرس خانه غره کې د مرمرو د تېږو کان موقيعت لري، چې د ولايت له مرکزه ۳۵ کيلومتره واټن لري.

ياد کان په ۱۳۸۱کال کې دعامو خلکو له خوا کشف شوی. که څه هم د ياد کان په اړه دولت ځانګړې سروې نه ده کړې؛ خو له تېرو ۷ کلونو راهيسې  هر کال خصوصي سکتور ته په اجاره ورکول کېږي.

 

۹- د سمنټو کان:

د سمنګان ولايت د مرکز ايبک ښار شمال ختيځ لور ته په ۱۰ کيلومترۍ کې د سمنټو د خامو توکو کان کشف شوی. دغه کان د ۱۳۹۱کال په اوږدو کې د کانونو وزارت د يوه پلاوي له خوا سروې او کشف کړای شوی دی.

د کان د لومړۍ سروې له مخې، د ايبک ښار د رباتک او نظرچه غونډۍ تر منځ په ۳۰ کيلومتره واټن کې د سمنټو د خامو توکو د شتون پخلی شوی . د همدې سروې له مخې ، په ډاګه شوې، چې ممکن په ياده سيمه کې ۱۳ميليارده ټنه د سمنټو د جوړولو خام مواد شتون ولري.

خو د ياد کان له سروې وروسته کومه بله چاره نه ده تر سره شوې.

ذبيح الله احساس

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.

Give us a call on +93 20 220 1814